ځئ چې ځو کابل ته ظفرکريمى دجرس ادبى جرګې مياشتنۍ تنقيدى غونډه د دوه زره اووم کال د مۍ په شلمه نېټه جهانګير پارک کراچۍ کې دفاروق اباخېل په مشرۍ کې وشوه،چې دنظامت فرايض يې محب وزير ترسره کول ـ
دايجنډې سره سم غونډې ته لمړے محب وزير د تېرې غونډې روداد واورولوـ دغونډې دويمه برخه دښاغلى طاهراپريدى رپورتاژ”ځئ چې ځوکابل ته“ باندے بحث ته ځانګړې شوې وه ـ دبحث شورو امان اپريدى په دې خبرو وکړه چې زيربحث رپورتاژدمصنف دنورو رپورتاژونو لکه ”جانان مى قطرته روان دے“ او” لاړشه پېښورته“ په نسبت ډېر ښه او زړه پورے او معيارى دے ،دتفريح عنصرهم په کې شته خو دے ليک ته يې زيان رسولے دے ـ ده زياته کړه چې زير بحث کتاب کې دسنجيدګۍ کموالے په نظر راځى او شايد لامل يې دا وى چې ليکوال دومره خوښ دے چې سنجيدګۍ ته هډوفکر شوے نه دے ـ
عبدالسلام سلام اوويل دطاهر صېب دليک دا خصيت وى چې لوستونکے لوستو ته مجبوره وى ـ ترڅو چې ددے رپورتاژ او په رپورتاژ کې دذکرشوى سفر تعلق دے،نو دغه سفر ډېر موضوعاتى او اهم سفر وه خو مصنف چې دے کتاب کې په کو شکل انځورکړے دے نو دلوستونکى پوره مينه پرے نه ماتيږى ـ ځکه چے ليکوال ډېر اهم واقعات په ژور نظر نه دى ارزيابى کړى او يوازے په يوسر سرى جاج يې اکتفا کړے ده ـ نو ځکه خو چې کومه توقع ددے کتاب نه کوله هغه ترے په پوره توګه پوره کيدے نشى ـ
ننګيال يوسفزى اوويل طاهرصېب يو داسے شخصيت دے چے ترقى پسند يې خپل او غېرترقى پسنديې خپل طرفدار ګڼى خو ددے رپورتاژ وروسته نوموړے دترقى پسندو دقطار نه بيخى يوې ډډې ته ښکارى ـ ده زياته کړه چې طاهر صېب يو ښه ليکوال دے اوبل په دے رپورتاژ کې مصنف دښو او نامتو شاعرانو اوسياستوالو دسفر حال بيان کړے دے ،نو ځکه ددے رپورتاژ اهميت لا پسے زياتيږى او داسى کتابونه نه يوازے مونږ ته سياسى او ادبى درس راکوى بلکې دراروان وخت لپاره ديو تاريخى دستاويز شکل هم غوره کوى ـ خو متاسفانه مصنف په مذکوره رپورتاژ کې ځينې اهمې موضوګانې يا خو دسره څېړلې نه دي او که څېړلې يې هم دي نو په سرسرى انداز پرے تېر شوے دے ـ ده دا هم اوويل چې ليکوال د” پاکستان پښتنو“ او” دهغه ځاے پښتنو“ په څېر جملې استعمال کړي دي کوم چې زما په شان لوستونکو ته تکليف رسوى،پکار ده چې دپاکستان په ځاے د”لرې پښتونخوا“ او يا داسلام ابادنوم کارولے وے ـ
محب وزير اوويل چې رپورتاژ په دے لحاظ ښه دے چے دسېمې د سېل ذکر پکے دے او په لوستونکى هم پوره سېل کوى ـ دسپين جومات نه واخله تر ګل غونډۍ پورے ښه انځورونه پېش شوى دى،خو دطاهر صېب تقريبا هر رپورتاژ کې دا خامى وى چې يوازے ګپ شپ او لطيفې يې راخيستى وى ـ ده اوويل صديق الله ريښتين صېب دنتياګلۍ په کانفرنس يو رپورتاژ ليکلے دے چې دکانفرنس يو زړه پورے لنډيز يې پېش کړے دے ـ هغه رپورتاژ ته ځکه مونږ مقصدى رپورتاژ ويلے شو چې ريښتين صېب دکانفرنس په مقالو دومره ښې تبصرى ليکلى دى چې لوستونکى ته ډير څه ورکوى ـ خو دے رپورتاژ کې مصنف په دغه موضوع فقط دومره ليکلى دى چې دفلانکى مقاله دومره اوږده وه او بس ــ ده دخپلو خبرو په اوږدو کې اوويل چې وفدکې داجمل خټک،راجولى شا خټک سربيره نو ادبى اوسياسى شخصيتونه هم موجود وو او دهغوي ترمينځ به ادبى مباحثى هم ترسره شوى وى،پکار وه چې دغه بحثونه ټکى په ټکى رانقل شوي وے ـ ددے نه علاوه دحبيب الله رفيع،زلمى هيوادمل اوپيرمحمدکاروان سره ترسره شوى ادبى خبرى هم رانقل شوى وے ـ محب وزير زياته کړه دمصنف دنورو تصنفاتو په نسبت دے کتاب کې د ژبى نيمګړتياوى کمى دي خو بيا هم” په تپوسى نظر کتل” ،” موټران ”، ”کردارى خبره” ،” ژبى موضوعات” غلط تراکيب دي ـ ده په کتاب کې د ذکر شوو شعرونو په اړه اوويل چې د رانقل شوو شعرونو له سببه رپورتاژ نه يوازے دمصنوعيت غمازي کوى بلکه ځينى شعرونه دومره بې موقعې استعمال شوى دى چې دکتاب مجموعى تاثر يې بې مزې کړے دے ـ
ده زياته کړه چې داجمل خټک،سليم راز،سېف الرحمان سليم او انورزيب سره دے ډله روانه وى اوسياسى خبرى دى ونه کړى ، اوکه هغوى سياسى خبرى کړى نه وى نو زه يې مذمت کوم ـ زه په يقين سره وايم چې هغوى سياسى خبرې کړي دى،هغوى دمسعود قبر له تللى دى داټول سياست دے خو په دے رپورتاژ کې مصنف په شعورى ډول دغه هر څه نظراندازکړى دى ــ ددے نه علاوه کتاب کې يو ځاے داسے جمله هم استعمال شوې ده ”عبدالحق محقق زمونږ په منځ کې دافغان ورور په ځاے ناست وه “هغه خو افغان دے ،نو بيا دداسې جملې دراوړلو وجه څه کيدے شى ـ ده اوويل دے رپورتاژ زمونږ په ذهن کې موجود ډير سوالونه نه دى جواب کړي ـ پکار وه چې دټريفک نظام،بيارغاونى او ثبات په اړه هم خبرى شوى وے او دکابل يونيورسټۍ ته دتلوانځورګرى هم په سم ډول شوى وے ـ محب زياته کړه رپورتاژ کې دا خبره چې طالبانو نوى فيصده خاوره ترخپلى ولقې لاندے راوستى وه،هيڅ حقيقت نلرى ځکه چې هغوى شپيته يا پنځه شپيته فيصده زمکه نيولى وه ـ
ننګيال يوسفزى اوويل چې رپورتاژ کې يو واضحه مقصد وى او سفرنامه کې ديوسفر قيصه ـ خو دا کتاب سفرنامه زياته او رپورتاژ کم ښکارى ـ محب وزير اوويل داسفرنامه نه ده ـ سفرنامه ديو ځاے تاريخ،کلتور،دود او نور ډير څه په خپله ځولۍ کې رانغاړى خو په رپورتاژ کې ددغو څيزونو مامولى غوندے ټچ وى ـ ده اوويل چې سليم راز نه ما پخپله اوريدلى دى چې دمسعود قبرته دتللو لپاره هغه (سليم راز) اجمل خټک رازى کړے وه او رشيد وزيرى ورته د انقلاب په دور کې د احمدشامسعود کردارمثبت ورپيژندلے وه،خو په دے کتاب کې ليکل شوى دى چې سليم راز مصنف په دے رازى کړے دے چې د مسعود قبر ته ورشى ــ قيصراپریدی اوویل چې مونږ دا کتاب په یو داسی مهال لولوچې لیکوال د ډیرو افسانو او سفرنامو د لیکلو نه روسته لیکلې دی ،خولکه دده دنورو تخلیقاتوکې موجوده دا خامی چې دموضوع یو اړخ څیړی او بل یې پریږدی،په دی کتاب کې هم تکرار شوی دی ـ رپورتاژکې د ړندې بیزې دقیصې په څېرکار شوی دی ـ دموضوع د ملا په تیر روان شوی دی ،اخر ته رسیدلی دی خو یوازی یو لور ته صورتحال یې جوت کړی دی او بل اړخ یې پریښودی دی ـ عجیبه خبره داده چې چیرته لیکوال ته د تبصرې ضرورت پېښ شوی دی نو فقط په شعر راوړلو یې تری ځان خلاس کړی دی،دشعرونو د ناسم استعمال په لړ کې یې زما)قیصر(ددی شعر بېړه عرقه کړی ده
چې په ککړو لار و يون دی استقبال ته
ددی حال دغوڅو پښو نه وينی څاڅی
دلته استقبال نه مراد راتلونکی دی خو مصنف دهرکلی په مانا استعمال کړی دی ـ لنډا دا چې رپورتاژ پخپله دا جوتوی چې دا طاهرصېب لیکلی دی ـ محب وزیر اوویل دا رپورتاژ د اجمل خټک او صدیق الله ریښتین دصف رپورتاژ دی ـ
ظفرکريمی اوویل رپورتاژدعامو لوستونکو لپاره ډیر زړه پوری دی ځکه چې عام لوستونکی پری ډیرزر او په اسان پوهیږی ،دشعرونواستعمال په سمواوفټ ځایونو شوی دی چې لوستونکی ته تفریح ورکوی خو مصنف چې دشعرونو داستعمال کومه سلسله له لمړی سرنه شورو کړی ده تراخیره یې په هغه شکل نه ده ترسره کړی او په اخیرنو پنځوسو صفحو کې خوداسې ښکاری لکه مصنف سره چې نوره دشعرونو ذخیره ختمه شوی وی ¬ـ ده زیاته کړه چې رپورتاژ کې مصنف دطرفدارۍ اظهار کړی دی او یو ځای یې د ولسمشرکرزی لپاره داسی الفاظ کارولی دی لکه مصنف چې دښاغلی ولسمشر دمیلمستیا شکریه د الفاظو په ذریعه د ادا کولو هڅه کوی ـ او همدی څیز دلیکوال غیر جانبداری شکمنه کړی ده ـ
طاهراپریدی په خپل وار سره اوویل رپورتاژدفرانسوۍ ژبې ټکې دی چې درپورټنګ نه وتی دی ،رپورتاژ رپورټنګ هم وی او منظرکشی هم ده ـ ده زیاته کړه چې کله مونږ دسپین جومات نه روان شونویو کس اوویل چې سیاسی بحث به نه وی بل دادیبانو شاعرانو دجملې نه مونږ سره اجمل خټک اوراجولی شاه نه وو،ارواښاد سېف الرحمان سلیم په ادبی بحثونو کې ډیره کمه برخه اخیسته ،دکابل جغرافیه سره زما کارنه وو،ماچې څه لیدلی اومحسوس کړی می بس هغه می لیکلی دی ،مونږټریفیک نه دی لیدلی ،چې څومره اوڅنګه می لیدلی دی کتاب وګورۍ ددغې ذکر پکی شته ـ بازار ته دوه ګینټو لپاره تلی یو،حبیب الله رفیع او پیرمحمد کاروان سره د ملاقات ټکی په ټکی ذکرشوی دی ـ ده په خپلو خبرو کې اوویل چې سلیم راز ته ما ویلی وچې باید د مسعود قبرته ولاړ شوـ پاتی شوه دمحقیق صېب باره کې د افغان نوم،نودا سهوآ لیکل شوی دی ـ عبدالرشید وزیری ماسره څنګ په څنګ ناست و،خو یوه سیاسی خبره یې هم نه ده کړی،یوه ټپه یې ویلې وه ما نقل کړی ده ـ قیصراپریدی اوویل پکار ده چې لیکوال خپل احساسات هم په کتاب کې داخل کړی وی ـ طاهراپریدی اوویل که څوک کتاب په ژور نظر وګوری ورته واضح به شی چې ما خپل احساسات په واضحه ټکو کې بیان کړی دی ـ ده دخپلو خبرو په اخر کې اوویل چې زه خوښ یم چې دڅه لحاظ نه پرته ښه او مقصدی بحث وشوـ محب وزیر اوویل چې اسیرمنګل په یورپورتاژ کې د دوبۍ دخلکو ډیره ښه انځورګری کړی ده او تر دی ځایه یې خپله تبصره غزولی ده چې راروانو لسو کلنو کې د دوبۍ دپښتنو حالات په څه ډول وی۰
دغونډی صدر ښاغلی فاروق اباخېل وویل چې کتاب چونکې ما نه دی لوستلی نو ځکه پری څه تبصره نشم کولی،ده دملګرو په بحث د اطمنان څرګندونه وکړه ـ د غونډې په دریمه برخه کې یو قرارداد منظور کړی شو ،په قراردادکې د 12مۍ دمظاهرې په مهال دغريب اولس په ټول وژنه دموجوده حکومت او متحده قومی مومنټ د انتقامی او ظالمانه کړنو په سختو ټکو کې غندنه وشوه ، او دهمدې تورې ورځ د ټولو قربانیانو دبخښنې لپاره د دوعا لپې هسکی شوی ـ راروانه تنقيدی غونډه کې به فاروق اباخېل شاعری کره کتنې لپاره راوړی او په همدې ځای دامذاکراتی غونډه پای ته ورسيده ـــــــــــــــــ