ظفرکريمى

ددوه زره اووم کال د جون په اوولسمه نیټه دجرس ادبی جرګې مذاکراتی غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې وشوه ـ ددې غونډې صدارت زلان یوسفزی او دنظامت چارې ماښام خټک ترسره کولی ـ د ایجنډی له مخی غونډې ته لومړی ظفرکریمی دتیرې غونډې روداد واورلوـ دغونډې دویمه برخه په شعروشعریت نومې موضوع باندی بحث ته ځانګړی شوی وه ـ

 په موضوع دبحث شورو ماښام خټک له خپلو لیکلو تاثراتووکړه او وی ویل چې تراوسه دشعر ډیر زیات تعریفونه شوی دی خو تر اوسه ادبپوهان په کوم ټاکلی تعریف نه دی متفق شوی،څوک شعر ته مترنم خیال وای اوڅوک یې تخیلی ژبه ګڼی،څوک شعر دژوند تنقید او څوک شعردژوند بدل شوی هیئت بولی او دغه شان شعر دځینو په خیال دالفاظو داسې استعمال دی کوم کې چې تخیل تیروتی وی ـ ده زیاته کړه چې دشعر تعریف یا څیړنی ته اړتیا ځکه پیښیږی چې ترڅو پوری مونږ د شعر په بنیادی توکو متفق شوی نه یو ترهغی دشعر خوبۍ یا معیارټاکنی لپاره هیڅ اصول زمونږ راهنمای نه کوی ـ دیو عام شاعر په پرتله دیونقاد لپاره دا ټاکلی تعریفونه ډیر داهمیت وړ دی،ځکه چې دمعیاری شاعرۍ تعین ددې اصولونه بغیر بیخی ناممکن دی ـ ده د خپلو خبرو په اوږدو کې اوویل چې دموزونو او اومترنمولفظونوکې دجذباتو اظهار ته شاعری ویل کیږی ځکه چې جذبو ته تحریک ورکونکی شی خیال دی او دخیال محرک ماده ده،او چې کله دخیال په واسطه دمعروضی قیدوبند په مشقت الفاظ په یوه سانچه کې واچول شی نو شعر تری جوړ شی ـ خو اوس پوښتنه دا ذهن ته راځی چې دغه شعر کې شعریت یا غنایت شته او که نه؟؟؟

                   ماښام خټک په شعر کې دشعریت په اړه اوویل چې دهرمادی څیز خپل ځانګړی فعلی خاصیت وی لکه مالګه تروه وی ،چینی خوږه وی،دغه شان شعر کې دشعر خپل ځانګړی فعلی خاصیت ته شعریت ویلی شی او همدغه څیز مونږ ته دیو شعر دشته والی نه یوازی احساس راکوی بلکې په زړونوموسمدست او تر ډیری مودی یو زړه پوری تاثر پریږدی او روحونو ته مو تازګی بخښی ـ ده اوویل خیال دمادې نه نه پیداکیږی بلکې ماده دخیال محرک ده ـ ځکه چې مونږ دچا دحسن تعریف کوو نویقینا دهغه څیز دښایست نه د متاثر کیدو له سببه به یې کوو اودا خایست دیوې پېغلې یامنظرکشۍ هم کیدی شی،کوم څه چې دواړه مادی څیزونه دی،نو ځکه په شعر کې دمادې یعنی دخیال ــ چې دخیال نوعیت ښه دی که بدـ بیا دشعر صوری هیئت چې شعر په لوستو او اوریدو کې څنګه دی،موسیقیت او هغه اثر پکې شته چې په سماعت ښه ولګی،بیا ددی فعالیت ته ګورو چې په زړه او ذهن اثر کوی او که نه ـ څلورمه خبره دشعردنوعیت ده چې ایا شعر مقصدی دی که غیر مقصدی ـ دا هغه څلور عوامل یا اصول دی دکومو په رڼاکې چې شعریاکوم تخلیق پیمانه کولی شوــ

          ننګیال یوسفزی اوویل چې شعر دموسيقۍ په لار راغلے دے انسان چې کله دطبلې اهنګ له ژبه ورکړه نو شعر وجود کې راغے ـ شعر يوازې د ذاتي احساساتو ترجماني نه ده بلکې د خارجي او داخلي احساساتو امتزاج هم دے ـ على عباس جلالپورى واى چې شعر کې چې څومره جمالياتي ټچ وى هغومره خوندور وى ـ ده زياته کړه چې شکسپئر د اوږدې ډرامې نه يوه هغه فوک سندره ښه ده چې عوام پرى وپوهيږى او خوند ترى واخلي ـ دجون ايليا په وينا شعر ته عبرانۍ ژبه کې ميلوډي وايى چې مطلب يې د تال او سر هم دے ـ مطلب دادے چې شعرد ترنم او نغمګۍ نوم دے ـ ده اوويل چې دشعردليک دپاره چې کوم ضرورى توکي دي ددغو څيزونو په شعرکې موجوديت دشعريت غمازي کوي ـ جون ايليا وايې پوهه،فلسفه اومذهب باندے شاعر له عبور ضروري وى ـ

          امان اپريدى اوويل چې ددغې خبرې نه انکار نه شى کيدے چې دشعر تعريف ګران دے شعر هغو دوو مصرو ته وايې چې اثر او زړه راښکون ولرى او هم ښه خيال پکے په ښه انداز انځور کړے شوے وى ـ عربو به شاعر هغه کس ته ويلو چاچې به د عامو خلکو په نسبت اغيزناک تقرير کولے شوـ کله چې قران شريف نازل شو نو حضور(ص) ته شاعر او قران شريف ته شاعرى وويلې شوه ـ که څه هم قران شريف کې وزن او قافيه هم نشته ـ ده اوويل چې دشعريت تعريف هم ګران دے خو زما په خيال دشعر په لوازماتو کې يوشے تخيل دے ،يعني شعر کې چې څومره لوړ تخيل وى هغومره شعريت پکې هم وى ـ بل شے لفظى صورت ګري ده چې اميج ورته هم ويلے شى ،يعنى يو تاثرله تجسيم ورکول دى يو بل څيز دداسے الفاظو استعمال چې ښه پېش منظرانځور کړى ـ مثلا دبازيو دے موندلے يم غولوه مى دغه شان دقافيې مسئله هم ډيره بې ضرورته ده ،که د خوشال دا شعر ولټوو نو دقافيې هيڅ درک پکې نه لګى چې وايى دبادشاه په سلطنت پورې خنداکا په سپيرو ايرو،لړلي ملنــــــګان ده اوويل چې نغمګي ،قافيه او رديف دشعر لپاره حسن سامان جوړوى خو دومره ضرورى توکي نه دي ـ ده دتخيل په اړه خپلو خبرو کې اوويل چې تخيل دمشاهدې دعلم کمال دے ـ څومره چې مشاهده ډيره وى هغومره تخيل هسک وى ـ حالى صېب وايې چې تخيل بدمسته اس دے دا چې دقوت مميزه په رسۍ قابو نه شي،سړے سر دلاندے غورزوى اکثر شاعران خپل تخيل کې دومره پورته لاړ شي چې بيا دهغوۍ تخليقات څوک نشى تشريح کولے ـ لکه دکوټې ربنوازمايئل صېب دتخيل دومره لوړى ته خيژىچې بيا په مطلب يې څوک نه پوهيږى ـ

       طاهراپريدى اوويل چې مايئل صېب پرے خپله هم نه پوهيږى ـ امان اپريدى اوويل چې رياض تسنيم هم کله کله لوړ تخيل کې د ابهام ښکار کيږى او دے شعر کې خو نوموړے خپل تخيل پړمخى راغورزولے دے لکه چې وايې

              ډيوى يې بلې دمقتل په برجولونو پريښوى

             داځل  څه ډيره    عجيبه   ټوقه هوا وکـــــــــړه 

    ننګيال يوسفزى اوويل چې نغمګى هم ضرورى ده او جون ايليا دنثرى نظم مخالفت ځکه کوى چې هغه نغمګۍ سره نه برابريږى ـ پخوا به يو شاعر خامخا مجلسى وۀ اوس هم چاربېته په مخصوص چوکاټ کې وى ـ نن سبا دقافيې او رديف څوک خيال نه ساتي،خو شاعرى داسے پکارده چې شعر او لوستونکے دواړه پرے پوه شى ـ که دنظم دمينځ نه دوه مصرې راواخلو او هغه هم شاعرى وى اويو ټپه هم شعر وى ـ

       امان اپريدى اوويل چې ټپه شعر نه وى ،ټپه کې وزن ضرورى وى او چپې يې هم په ترتيب سره نهه او ديارلس سېلابه وي ـ طاهر اپريدى اوويل چې شعردوزن عروض او قافيې پابند وى ـ جديده شاعرى دپابندۍ نه ازاده ده ،حمزه شينوارى او د اردو ډير شاعران ازاد نظم نه منى خوددے سره سره ازاد نظم ځايې نيولے دے ـ

      ننګيال وايې چې شعردموسيقۍ په لار راغلے دے نو زه ددے خبرې سره اتفاق نه کوم ـ د داورخان داود په قو ل لمړنۍ مرثيه حضرت آدم(ع) دخپل ځوى هابيل په مړينى ويلى وه ـ شعر د موسيقۍ محتاجه نه دے ،شعر خپله دنيا لرى او موسيقى جدا فن دے ـ دقلندرمومند،حوشال خټک،رحمان بابا اونورو ډيرو شاعرانو شاعرى د موسيقۍ نه بغير هم خوند او مزه کوى دے دپاره طبلې ته ضرورت نه وى ـ ده زياته کړه چې شاعرى کله ايجاد شوى ده او موسيقى کله ايجاد شوې ده ؟ ددے دواړو تړون دچرګې او هګې په دود دے ـ

     ننګيال يوسفزى اوويل چې د شعر دتال نه زمامراد ردهم او اهنګ دے اود شعر دسر نه زما مطلب دشعر فنى او فکرى ښکلا ده ـ

         ظفرکريمى اوويل چې زما په آند په يو شعرکې دشعريت پېژندنې لپاره لازم توکي مفکوره،احساس،تخيل او ردهم دي ـ ملګرو په دغو ټولو لوازماتو تفصيلى خبرى وکړى ،خو تخيل په اړه زه دومره ويل غواړم چې يوشے يا فنپاره داعضاو له لارے په خواسو اثر کوى ـ په لومړۍ مرحله کې د شى احساس کيږي او ورپسے د ادراک مرحلې ته داخيليږى ـ د ادراک له لارې انسان يو شے پيژنى ـ کله چې يو شې غايب وي نو احساس او ادراک هم محو کيږى خو ددغه شى اثر په ذهن يو تصوير پريږدى ،کله چې دغه تصوير د معاشرې انګيزو په اثر په اصلى شکل څرګند شي دے ته ريکوليکشن وايى ـ او چې کله دغه تصوير په بدله څيره تجلى وکړى نو دغې شکل ته تخيل ويل کيږى ـ ده زياته چې ځينى نقادان شاعرانه تخيل الهام ګڼي او ځينى نو تخيل ته د يوې شغورى هڅې نو م ورکوى ـ تخيل په شعر کې تشبيهاتو،استعارو،کنايو او اشارو په شکل ځان څرګندوى ـ

           ماښام خټک اوويل چې امان صېب دشعردتخيل دنامې لاندے دابلاغ مسئله وڅيړله او دا ځانه جدا بحث دے،دتخيل په اړه ظفرکريمى خبرى د پام وړ دي ـ دغونډې صدر ښاغلى زلان يوسفزى اوويل چې وزن،بحر،قافيه،رديف ځانله تعريفونه لرى ـ شعر هغه څيز دے چې مفکوره ،تخيل پکے په موزونو الفاظو کې پيش کړے شوى وى او هغه شعر کې کې شعريت وى کوم شعرکې چې بلاغت وى ـ قران شريف کې وزن شته ،قافيه او رديف په مجموعى طور نشته ـ ده اوويل چې بحث اوس هم نيمګړے دے بيا به کله په دے بحث وکړوـ دغونډې دريمه برخه کې مشاعره وشوه چې ماښام خټک،فاروق آباخيل،ننګيال يوسفزى،امان اپريدى اوزلان يوسفزى پکے کلامونه واورول ـ غونډه پايې ته تر رسيدو مخکې يو قرارداد منظور کړے شو چې ترمخه يې دحکومت له لورى د پميرا ارډينېنس له مورچله په ميډيا له د لګيدلو بنديزونو غندنه وشوه ـراتلونکې غونډه کې به زلان يوسفزے شاعرى کره کتنې ته وړاندے کوى ـ په همدے ځاے دا مذاکراتى غونډه پاى ته ورسيده ـــــــــــــــ