دپاکستان راتلونکى لمړى وزير څوک دى؟؟
دبينظير بټو دمړينى وروسته دپاکستان اړوند امريکايى تګلاره او دولسمشر بش لهجه يو ډول بدله شوى ښکارى ـ يو لورته سپينه ماڼۍ دسوچه ټاکنو او په قبايلى سېمو کې دامريکايى ځواکونو دعملياتو وړاندوينه کوى او بل لورته اروپا او محمدالبرادى دپاکستان اتومى وسلى القاعده او سخت دريځو لاس ته د ورتلو بيانيى خپروى ـ دغه شان لوديځ مطبوعات او بېلا بيل تينک ټينکس دپاکستان دراتلونکى او اتومى وسلو په اړه ويره ونکى تبصرى کوى ـ چې دغو کارونو پاکستان کې دننه سياسى او عسکرى پوهان او محققين ديو عجيبه کيفيت سره مخ کړى دى ـ
دپاکستان داخلى سياسى درجه حرارت هم خپل عروج ته رسيدلى دى ـ يو لور ته ځينى ګوندونه دراروانى مياشت ټاکنې ډرامه ګڼى او دسترې محکمې دليرى کړى شوو قاضيانو دبيرته بحالۍ پرته په ټاکنو کې د برخې اخيستو نه منکر دى او بل طرفته ته دهيواد لوى ګوندونه لکه دنوازشريف مسليم ليګ او دپيپلزپاردټى په ټاکنو کې دممکنه درغليو په اړه انديښمن دى او په دى حقله خبره دې ته رسيدلى ده چې تيره ورځ دپيپلزګوند زلمى مشراو دپيپلزګوند خداى بخښلې بينظيربټو ځوى بلاول بټو په خپل لمړى مطبوعاتى کانفرنس کې په راتلونکو ټاکنو کې دممکنه درغليو په پايله کې دهيواد تجزيه کيدو وړاندوينه وکړه (ديادونى وړ ده چې واردمخه په 1971م کې پاکستان هيواد همدغه شان په ټاکنو کې د درغليو له امله تجزيه شوى دى او دهاغه وخت ختيز پاکستان اوس بنګله ديش نوميږى)ـ
دپاکستان په عمومى نبض پوهيدونکى دى خبرې ته هم ګته په خله دي چې ولى دامريکى هر يو صدارتى کانديد په خپلو انتخابى تقريرونو کې دپاکستان نوم اخلى ،او دخپل اولس سره ژمنه کوى چې دبرياليتوب په صورت کې به پاکستان سره دا يا هاغه ډول چلند وکړى ـ که دامريکې انتخابى کمپاين ته يو سرسرى نظر واچوو نو دپاکستان په اړه دهر کانديد له خلى وتلى ډيرى خبرى به په لمړى نظرکې وګورو ،او همدا خبره دا ناندرې پيدا کوى چې په يو داسې مهال چې القاعده او طالبان موجود دى ،ايران داتومى بم جوړونى په درشل کې دى او په وينزويلا کې هوګوشاويز هم دقدرت په ګدۍ ناست دى،خو بيا هم ملګرى پاکستان دهر يو جان ميکن،هيلرى کلنټن او بارک اوباما دانتخابى نعرو په سر کې ځايى نيولى دى؟؟؟
دبينظير بټو دمړينى وروسته دپاکستان دننه سياسى فضا دومره بدله شوى ده لکه څنګه چې نړۍ د يولسم ستمبر دپېښى وروسته بدله شوه او شايد دپاکستان په سياسى تاريخ کې په لومړى ځل داسى شوى وى ،سوات او قبايلى سيمو کې وسله والى نښتې،دهيواد بيلابيلو ښارونو کې ځانمرګى بريدونه،داخلى عدم استحکام،دوړوبحران،دائى اې اي اې د مشر بيانونه،داروپايانومشکوک او زړه بى زړه چلند،دهندتنقيدى سياست او ددى هر سربيره دمتحده ايالاتو په تندى جوړى شوى ګونجى بى له شکه پاکستان د اورپه کرښه (In the line of fire) ودرولى دى،او آ ديو متل "هندو ستړې او خداى ناراضه" والا کيسه جوړه شوى ده ــ
دمتحده ايالاتو له لورى په ډيپلوماتيکه لهجه کې دسوچه او سمو ټاکنو دترسره کولو غوښتنى ښايى دپاکستان لوړپوړى چارواکى دستر سردردى سره مخ کړي دي ـ او هغوي په دى لټه کې دي چې د سوچه او سمو ټاکنو په مطلب ځان پوه کړى،ځکه چې ددغې جملې معنى دميرمن بټو دوژنى وروسته بدله شوې ده او دمتحده ايالاتو دمخکې څخه وضع کړى شوى ټول پروګرامونه دتمانچۍ ددو ګولو لاهو کړي دي او اوس ددې نمبر رارسيدلى دى چې دپاکستان په خاوره ولاړ يو امريکاى سناتور پاکستان ته اخطار ورکوى چې که ټاکنې سوچه او سمې ترسره نه شى نو دا به دپاکستان لپاره دلوى تاوان زمينه برابره کړى ـ
اوس پوښتنه دا راولاړيږى چې دميرمن بټو داسى نعم البدل به پيدا شى چې هغه دپاکستان اسټبلشمنټ او متحده ايالاتو ته قابل دقبول وى،ددې ځواب لپاره فى الحال پورته ذکر شوى دواړه خواوى دسږنى کال د فرورۍ تر اتلسمى پورى وخت لرى چې يوى نتجې ته ورسيږى او خپلو کې يې حالات نو ر ترينګلى نه شى او که چيرې تردغى نيټې دواړه لورى سره نيم نيم سلا شى نو ددى جوت امکان دى چې دټاکنو نېټه نوره هم وغزول شى ـ اوس لپاره داسى کوم څوک نشته چې سړى په يقين سره دا دعوى وکړى چې شايد نوموړى دراتلونکى پاکستان شونى لمړى وزير دى ـ دلته دا خبره هم د يادونى وړ ده چې يو لورى ته وفادار شخصيت به يو صورت کې دبينظيربټو د انجام سره مخ کيږى او په مخالف صورت کې به د القاعدى او سخت دريځو مل بلل کيږى ـ په داسى صورت کې شنونکي دى ته زير دي چې ددواړو خواو پټى پرښتى څرنګ او څنګه يو ګډ حل رامنځته کولى شى او دراتلونکى سيټ اپ لپاره په يو شخص سره موافق کيدى شى ....؟ ×××××××××××××××××××××××××××××××