دتېر کال لپاره یوه نوحه

پوره يو کال يې خواهشونو سره جنګ کړی دى

خلق په ستړوقدمونو راوزي له کوره

نه يې په سترګو کې رڼاـ

نه يې په مخ زندګي

دوخت بې نومه ښاريه کې لکه سيوري روان

×××××××××××

څومره په ورو ورو يې له خپلو اوږو کوزې کړلې

درنې درنې ديوه کال جنازې

څومره قاتله تنهايي ده دهرچانه چاپېر

خپل سيه پوشه   زخم زخم خواهشونه ولاړ

××××××××××××

هلته زيړي مرض نيولې لکه زيړ کورکمان ـ

لمر زهرجنه خندا وکړه ډوب شو

دلته زما له زلميتوب له ونې

يوه بله څانګه وېنو وخوړه ـ راپريوتله

رياض تسنيم کراچۍ

                       سرپاڼه           بېرته پورته