سپوږمۍ دخپل ګريوان تمامى تڼۍ پرانيستلى

او بې موسمه سپرلو

څومره په شوق پرى دګلابو پاڼى وشيندلى

تورو لونګو فضا په سا قبضه وکړله

دزلميتوب دبدن هر اندام ميږى ميږى شۀ

او دعمر تږى ارزو

په هوسى سترګو چاپير وکتل

خو دتمامو نظارو جواب کې

زندګۍ يو چونک وينه وتوکله

رياض تسنيم