مرشده!دادى کړى کوم جادو او کوم افسون دى
ويل يې محبت خو د حيرت دلارى يون دى
مرشده!دمعنوپه ځنګلونو کې دى ورک کړم
ويل يې زندګى خو نوم د ورکى او لټون دى
مرشده! دا زړګى ولى نر ې نرې دوړيږى
ويل يې هرارمان دنيمى لارى نه راستون دى
مرشده!دطلب چينى مى سترګو کې وچيږى
ويل يې د طلب سفر خو رود د جګرخون دى
مرشده!زه هم ګل وم په بنړو مى خاورې راوړى
ويل يې ګل او خاوره محترم غوندى تړون دى
مرشده!زمونږ خپلى مجبورۍ د دنيا خپلى
ويل يې د دنيا کله زمونږ په لاره يون دى
مرشده!دسرونو شمار پکار دى که د زړونو
ويل يې زړه چې زړه وى نو يو هم ګنج دقارون دى
مرشده! پرون بل څه اينى ويل نن بل څه
ويل يې محبت کې څه حساب د نن پرون دى
مرشده! د مستۍ نه په يوه پونده تاويږم
ويل يې دعشق هره ننداره کې زړه راښکون دى
(ق)
مرشده ! هار د تکو سپينو ليچو مى په غاړه
ويل يې په خوبونو کې دا خوب دى نيک شګون دى
مرشده! د اوو رنګونوټال مى په سر زانګى
ويل يې هجرزاده په نصيب دى سباون دى