دهر طرف نه په ګولو سورى سورى ولاړ دى

ددى وطن تصوير په مينځ دهديرى   ولاړ دى

کله په سرستړى شم کوم طرف ته مخه وکړم

په هر يو کلى کې تور پټکى سړى ولاړ  دى

زه يې د ؛پټو فرښتو؛ وزر  سيزلى    شم خو

راته په خپل کور کې دخپلى ابۍ زوى ولاړدى

کر به دمينى په کوم ځاى باندى کوو  ننګياله

چې چېرته ګورم په بارودو کې سړى ولاړ دى