تکوتورو دنګو بوټانو تور پټکى وتړل

دمناروبى سُره راګونو دفن غوږونه کاڼه کړل

دملټى نيشنل کمپنيو او جعلى پيرانو اشتهارى فوج

دميډيا سترګى په زيړه ټوټه وتړلى

او دسنسرشپ په قينچۍ يې ترى ژبه پرى کړه

لفظونو دګينګ ريپ نه دبچ کيدو لپاره

داجتماعى خودکشۍ اعلان وکړو

ديوالونو د وينو اولټې وکړى

ننګيال يوسفزی