راشه چې ښکل دى کړم تندې جانانه
خيردى که ګونجى ګونجى دې جانانه
نه نامه نه دى وطـــــــن پـــــــــــــــــــيژ نم
نه دى محلت نه دى کنــــــدې جانانه
هډو څه پته دى بيخى نــــــــــــــه لګى
خداى خبر مړ يې که ژوندې جانانه
دا دميږى په قدم تـــــــــــــــلۀ دى توبه
ته خو به ډير تللى ګړندې جـــــــــانانه
دلته زما په اوږو بار پريــــــــــــــــــــــوتو
تا چې په سر کړلو منګې جــــــــــــــــانانه
دا ستا په وړاندى په ځانى ماښام دى
عکس يې ستاسترګو کې دې جانانه
16.01.2008
- ظفرساپی کریمي
تکوتورو دنګو بوټانو تور پټکى وتړل
دمناروبى سُره راګونو دفن غوږونه کاڼه کړل
دملټى نيشنل کمپنيو او جعلى پيرانو اشتهارى فوج
دميډيا سترګى په زيړه ټوټه وتړلى
او دسنسرشپ په قينچۍ يې ترى ژبه پرى کړه
لفظونو دګينګ ريپ نه دبچ کيدو لپاره
داجتماعى خودکشۍ اعلان وکړو
ديوالونو د وينو اولټې وکړى
ننګيال يوسفزی...
16.01.2008
- ظفرساپی کریمي
تش په خيالـــــــونو نه په ډاډ يې دقسمت تيروم
زه دژوند هــــــــــــره لمحه په حقيــــــــــــقت تيروم
ما ډيرې منډې دى وهلى ددې ژوند په دشته
دا هسى خيال دى ستا چې ښه يې په راحت تيروم
ته به پخپله راته وايې ټوله ستا يم مـــــــړې
زه دژوند ورځى شپى جانانه!په دې نيــــت تيروم
دا راته پته د...