تش په خيالـــــــونو نه په ډاډ يې دقسمت تيروم
زه دژوند هــــــــــــره لمحه په حقيــــــــــــقت تيروم
ما ډيرې منډې دى وهلى ددې ژوند په دشته
دا هسى خيال دى ستا چې ښه يې په راحت تيروم
ته به پخپله راته وايې ټوله ستا يم مـــــــړې
زه دژوند ورځى شپى جانانه!په دې نيــــت تيروم
دا راته پته ده چې نه رازى زما کاله ته
خو اخلاقاَ يې رابلمه وار د ســـــــــت تيروم
نه دى په زړه کې ځاى ساته دطمعې دربه شمه
زه هم په ډاډ د اميدونو هر ساعت تيروم
زه پرى رغيږم او که نه دمسيحا خو اهش دى
ماښامه! کله کله ګُټ به د منت تيروم
16.01.2008
- ظفرساپی کریمي
راشه چې ښکل دى کړم تندې جانانه
خيردى که ګونجى ګونجى دې جانانه
نه نامه نه دى وطـــــــن پـــــــــــــــــــيژ نم
نه دى محلت نه دى کنــــــدې جانانه
هډو څه پته دى بيخى نــــــــــــــه لګى
خداى خبر مړ يې که ژوندې جانانه
دا دميږى په قدم تـــــــــــــــلۀ دى توبه
ته خو به ډير تللى ګړندې جـــــــــانانه
دلته زما په اوږو بار پريــــــــــــــــــــــوتو
تا چې په سر کړلو منګې جــــــــــــــــانانه
دا ستا په وړاندى په...
16.01.2008
- ظفرساپی کریمي
په هر حال کې راته وړاندى وړاندى تلل دى
د منزل لارى ســــــر شوى په مزل دى
د اميد په ډاډ دژوند غوندى يارانو
مونږ دامونه غوړولى په توکل د ى
دا چې شوکى تل زما لۀ کوره کيــــــږى
زما برخى په نصيب جوړې د غـــــــل دى
دې محدود کلى کې څومره لوى وسعت دى
اوسيدونکي پکې ټول ديو بل خپل دى...