په هر حال کې راته وړاندى وړاندى تلل دى

د  منزل   لارى ســــــر شوى په  مزل    دى

د اميد په ډاډ  دژوند   غوندى    يارانو

مونږ دامونه غوړولى په   توکل      د ى

دا چې شوکى تل زما لۀ کوره     کيــــــږى

زما برخى په نصيب جوړې د   غـــــــل دى

دې محدود کلى کې څومره لوى وسعت دى

اوسيدونکي پکې ټول ديو بل  خپل دى

دغه ټول سکه بچي ديوې   مــــور    دي

خو په شکل کې   ديو   بله   بـــــدل  دي

په هجوم کې خلق ځان ځانله   روان دي

نه پوهيږي چې په کوم يو لورى تلل دي

ماښام ځکه لا اعلان د وصال نه   کړى

په پټ مخ ديار ليدل هم نه ليـــــــدل دي