ديوې مودې راهسى په دى فکر کې ووم چې يوه نه يوه توګه د دکراچۍ دشاعرانواو اديبانو ليکونه،شعرونه،افسانى او نور ادبي توکي دپښتونخواه دنوروسيمواوهم دنړيوالوپښتنو سره شريکي کړي ـ په هم دې هيله ددى ښار څخه وار دمخه د"پلوشه"،"جرس" او"چغه" په نامه مجلى خپرې شوي دي خو چې کله دپښتو دمجلو دمشهور روايت له مخې دغه خپروني وځنډيدي او بيا دتل لپاره بندى شوى نو تقريبا ټول ادبى ملګرو دا انګيرله چې څنګه بايد دخپلو هنري ښايستونو بنګړي دپېښور،کابل او کويټې سربيره په ټوله پښتنه نړۍ کې وشرنګوي ـ

           په دې ډيجيټل دور کې دغې هدف ته درسيدو لپاره دټولو نه اسانه او ارزانه ليار دانټرنيټ ځنې مرسته ترلاسه کول ووـ په ډاټ کام د ويبپاڼي د جوړولو په موخه دلته څو وارى د ډيري اديبانو ترمينځ مذاکري او پريکړي او ژمني هم وشوي" خو پيشو ته به جرس اچوي څوک .........." په مصداق دا خبره هر ځل دځنډ ښکار کيده ـ او چې کله دغه ځنډ په ځنډونو بڼه غوره کړه نو دتير لوي اختر په ورځ مې مشر ليکوال او افسانه ليکونکي ښاغلي طاهر اپريدي ته ورياده کړه چى که "لو کولى نشو نو بايد لور خو په لوټه دتيرۀ کولو بهانه هم ونه کړو"ـ هغه د لا نور وضاحت لپاره زما سترګو ته راوکتل ـ ما خپله خبره وغزوله او په ډاګه مې کړه چې که په ډاټ کام ويباڼه سمې نه خوري نو لږترلږه يو ويبلاګ خو جوړ کړوـ زما دخبرى تائيد لمړي ماښام خټک وکړو ـ ورپسي دپښتونخوا نه راغلي ميلمه شاعر،اديب او قلمکار ښاغلي سليم راز ويبلاګ جوړونه يو ښه او ګټور ګام وبللواو زه يې وهڅولم چې بايد د ويبلاګ جوړوني لپاره کوم مستند اورګان سره تماس ونيسم ـ

       اوس پوښتنه داده چې" کراچۍ" به څومره او په کومه پوړۍ دکراچۍ دشاعرانو دتخيللاتو رباب وغږوي او څومره به ددې سيمې داديبانو دفن ريباري وکړي نو دا پريکړه لوستونکو ته پريږدم ـ په اخر کې دټول افغان ويبپاڼې دچلونکى ښاغلى شيرذاد کاموال او ښاغلي ملګري مجيب الرحمان انګار څخه يوه نړۍ مننه کوم چې زمونږ دغه سوچ او هيلې ته يې عملي جامه اغوستو کې مهم رول ولوبووـ

                      . په مينه

                         ظفرکريمى