شايد زماپه مخ وړۀ وړۀ ږيره ددې سبب وه چې هغه زۀ ونۀ پيژندم کله چې نوموړى محسوس کړه چې زۀ دهغه په لور روان يم نو زر زر ئې يوفائيل راغونډکړو اودميز په درازکښې ئې کيښود اوس زۀ دهغې مخې ته ولاړوم هغه ماته دشونډو په سر ستړى مشى وکړه زۀ پوهه شوم چې اغا صيب زۀ ونۀ پيژندلم مجبوروم ځان مې وروپيژندلو دپيژندګلو دابتدائى مرحلې وروسته يودم راغاړې وتو دځان پسې ئې ونيولم بيائې راته په مخامخ چوکۍ دکښيناستو اشاره وکړه .
اغاصيب په هندوستان کښې دافغانستان په سفارت کښې لوړ پوړے ډپلوماټ پاتې شوے دے کله چې مجاهدين کابل ته ننوتل نوهغه هم بې روزګاره شو کابل ته راستون شو اوزمونږ دهاسټل په خواکښې يوه معمولى غوندې رسمى دنده ئې ترسره کوله اغا صيب دمطالعې اوسياسى شنوډير زيات شوقين ؤ او شايدداهرڅه زما اودنوموړى ترمنځ دملګرتيا بهانه شوه.
دروغبړڅوشيبې وروسته اغاصيبب هغه فائيل په بيرته راواخستو اويوتصوير ئې په ميز کيښودو اوماته ئې دتصوير دکيپشن دلوستو په موخه په هغه کرښه ګوته کيښوده ماپه تصوير دسرسرى نظر اچولو وروسته کيپشن ولوستو دتصوير په شاليد کښې يوه کوټه وه چې مخ ته ئې ګلبدين حکمتيار دڅوباوردى کسانوسره ولاړ ښودل شوے ؤ دحکمتيار په شونډو مسکاخوره وه اغاصيب مرۍ تازه کړه ماپه لمړى ځل دتصوير نه سترګې دهغه په لور وګرځولې هغه وويل داتصوير دهغه وخت دے کله چې ډاکټر نجيب الله ددفاع وزارت لپاره يوپښتون وزير مقرر کړو اوداکار نوموړى ته دومره ګران پريوتو چې دهغه مهال افغان فوځ کښې موجود غيرپښتانۀ فوځى افسران په دې سوچ مجبورشول چې خپل مخالف مګر هم ژبى احمدشاه مسعود سره لاس يوکړى کله چې ډاکټر نجيب ته ددې پته ولګيده نوهغه هم په عکس العمل کښې د جرنيل رفيع په مشرۍ يو خفيه پلاوے دښاغلى حکمتيار سره دخبرواترو لپاره واستولو اوداتصوير دهغه خبرواترو وروسته باچاکلى په نامه يوکلى کښې اخستے شوے دے .
اغاصيب خپلې چشمې سمې کړې او خپلې خبرې ئې بياپيل کړې د شاهنواز تڼى دخالى وزارت لپاره دډاکټرنجيب دغه انتخاب افغان فوځ په دوو ژبنيو برخووويشلو جرنيل اصف دلاور، جرنيل بسم الله خان اوجرنيل نبى عظيمى يو لورته وو بل لورته ډاکټرنجيب اودخادلوړ پوړى چارواکى اودکابينې غړى وو ددې دواړو ډلګيو ترمنځ سړې جګړې دپښتون اوغيرپښتون ترمنځ دبيلتون اورته لمن ووهله او افغانستان ئې دتجزيې اوتقسيم پولې ته ورسولو .
داغاصيب ددې خبرې په ترڅ کښې مانوموړى ته ډاکټرصيب نجيب الله دملى روغې جوړې په موخه ترسره کړې هڅې اوورسره ورسره هغه انقلابى نعره هم ورياده کړه چې وئيل به ئې ((سرور کوو سنګرنۀورکوو))
اغاصيب زماپه دې خبره مسکے شو دواړه څنګلې ئې په ميز کيښودلې اووې وئيل تاته معلومه ده زۀ هغه وخت په دهلى کښې سينئير ډپلوماټ وم بيايوه شيبه غلے شو يوبل فائيل ئې راواخستو اوخپله خبره ئې بياپيل کړه ډاکټر نجيب خودشوروى فوځيانو دويستلو کريډټ هم ځانته ورکوى اويقيناً هرسياستدان داسې کوى که ديوسياستمدار دشخصيت څخه نعرې لګول منفى کړے شى نوبياخوهغه سړى ته مونږسياستدان نۀ شووئيلے ډاکټرنجيب هم ددغې قبيلې سره تعلق لرلو نوموړى خودغه نعره لګولې ضرور وه خوپه حقيقت کښې ډاکټرصيب دخپل اقتدار په اخرى شپوکښې دهيوادنه وتلويوه ياڅوناکامې هڅې کړې وې .
اغاصيب خپل اواز قدرې کم کړو اودګنګوسې په اندازکښې ئې وويل دهند حکومت دډاکټر صيب لپاره يوه خصوصى الوتکه استولې وه کابل په خواږۀ خوب اودۀ ؤ دشپې دوه نيمې بجې وې کله چې ډاکټر نجيب يوازې ځان له په خپله کرولا موټرکښې ددغې الوتکې په لور روان شو خوبل لورته نجيب مخالف دفوځ لوړ پوړو افسرانو ته ددې رازپته لګيدلې وه کله چې ډاکټر صيب کابل هوائى ډګر ته دتلوپه مهال عسکرولخوا پوسته کښې ودرول شو پوښتنه ترې وشوه چې ښاغلے اولسمشر کومه پله درومى نودوخت جمهورئيس ورته په ځواب کښې وويل په بهرنى سفر روان يم.
مل پاسوال دسلوټ کولووروسته ځواب ورکړوداوخت ناممکنه ده محترم اولسمشر له پکاروه چې دبهرنۍ دورې معلومات ئې دپروټوکول مطابق واردمخه ورکړے وے ډاکټرنجيب پوهه شو نوځکه ئې خبره ډيره ونه چيړله اونيغ په کابل کښې دملل متحد دفترته لاړو اوهلته ئې پناه واخسته .
داغاصيب په دې خبره ماتندے تريو کړو متکلم راته رښتيا پټونکے ښکاره شو بنيادګر اونمک حرام راته ښکاره شو مخکښې له دې چې ماڅه وئيلے وے اغاصيب شايد زمادتندى کرښې لوستلې وې نوځکه ئې خپله خبره نوره هم وغزوله اووې وئيل داخوڅه پټه پڅه خبره نه ده دهند حکومت په دهلى کښې افغان سفارت سربيره کابل کښې يومعمولى دولتى مامور ددې قيصې ګواهان دى .
اغاصيب دې انکشاف مې غونے را ځګ کړو خپل تاريخ ته فکرواخستم کوم کښې چې عجيبه عجيبه څهرې زمونږ نسل ته داتلانو په توګه ورپيژندل کيږى په دې سوچ کښې مې داغاصيب نه پوښتنه وکړه چې زمونږ د دومره اوږدې جګړه ايزې افسانې قهرمان اخرڅوک کيدے شى .
اغاصيب په کړس کړس وخندل اوزياته ئې کړه دافسانه لاپائى ته نۀ ده رسيدلې يوديوجرم موازنه دبل سره نۀ شوکولے مونږ ديو ظالم جبر دبل ظالم دجبر سره نشو پرتله کولے ظلم که هرڅومره وى بياهم ظلم وى ددې افسانې دمړو اوژوندو ټولو مخوروکردارونو لاسونه ترڅنګلو پورې دافغانانو په وينوسرۀ دى ددې افسانې هرکردار خودکشى کړې ده ټولو مرکزى کردارونو دقهرمان په جامه کښې دولن کردار ترسره کړے دے اودا افسانه په حيرانونکى توګه تراوسه بې قهرمانه فسانه ده،
دافسانې دقهرمان لپاره چواين لالى، مصطفى کمال ،ماوزے تنګ اونليسن منډيلا غوندې شخصيتونو ته اړتياده.
داغاصيب نننوخبرو خپل رقم شوى تاريخ ته متوجو کړم او په لمړى ځل مې احمدشاه ابدالى او احمدشاه مسعود اونور په جدا جدا شکلونوکښې وليدل .
ظفرکریمی