غزل
ته تخلیق که دقدرت یې،زه خالق ستا دتصویریم
ته خايست دکاینات یې ،زه دحسن تماشګیریم
دشفق په شان ننګی دِ،دغوټو غوندی مُسکا دِ
دسپرلی زیب و زینته ،زه په تاپسی فـــــــقیریم
که ستا حسن راته وایې چې سرټیټې مې دی عشق وی
دا زما نه کـــــله کیږی،زه خاوند د ویښ ضمیر یم
مخالف بادونو ویره،دپښتون زړګی مې نه شی
وخت زما که مخالف دی ،زه دوخت پښو کې زنځیریم
زما ذهن کې موجوده د جنت ښکلی نقشه ده
داجنت به ځانله جوړ کړم،چې مالک دخپل تقدیریم
پیغورونه ته رقیبه ! د نیستۍ بدحالۍ مه کـــړه
زه دخپل زړګی بادشاه یم،زه دخپل ذهن امیر یم
ناممکنه ده جانانه!چې ستا یاد مې زړه نه اوځی
"اثر"تا باندې مین یم،ستا په زلفوکې اســـــیر یم
یادونه:
دغزل خالق ښاغلې طاهراپریدی په پښتو ادب کې دافسانه لیکونکی نامه لری ـ داغزل نوموړی هغه مهال تخلیق کړی و،کله چې دښاغلی دځوانۍ بڼ پسرلې و،طاهرصېب اوس ځانته شاعر نه وای او شاید هغه ته دومره یاد هم نه وی چې دا غزل دهغه پنځونه ده ـ دا خبره هم دیادونې ده چې پورته راوړل شوی غزل دپېښورپوهنتون دماسټرۍ لپاره منل شوی کورس کې منتخب شوی دی ځکه خو ددغه څانګې ټول زده کونکی (په شمول زما)دغه تکړه او نامور افسانه نویس یوازی د شاعر په نوم پیژنی ـ
ظفرکریمی