غزل
بیا د زړه یوه ارزو وږمه وږمه ده
لکه پیغله د ځوانۍ په خوب اوده ده
ترخه ځکه ده چې عمر یې ډیرکم دی
خوږه ځکه ده چې ستا دخلې وعده ده
حال مو یو بل ته دکوم قیامت و نه وې
زه یم او یوه خاموشه دریچــــه ده
د انسان د زړه سکون په عنقا دی
درمسال دی، که ګرجاده،که کعبه ده
انسانان پکې د ګُتو په شمیر اوسی
تش په نوم خو ډیره لویه ښاریه ده
خو داکلې سم دمرګ په خوب وُده دی
ګنی مونږ وهلی هره دروازه ده
حادثوتسنیمه ! څه لوبی ونه کړی
خو په خُلې مو هم هغه دژوند نغمه ده
ریاض تسنیم کراچۍ