غزل
ریاض تسنیم
د زنځیر کړۍ کړۍ مې هر ارمان شو
لویه خدایا! دا خپل کور راته زندان شو
خلق وایې چې په ګل هم ته ویشتل کړې
یو زمونږ په زړه کې خاورې دا ارمان شو
یوې پیغلې په زیارت شکرانه کیښوه
یو لالې د لرې ملک نه را روان شو
یو زرګر ورته نیم نیم نه پاتی کیږی
یو بدن دسرو او سپینو زرو کان شو
خلقه! کډې ګرځول د ما نه زده کړیء
چې مې زوړ پاس په اوږو دکور سامان شو
چې دسترګو کچکولونه یې نسکور ر کړل
یو ملنګ په ملنګۍ کې شاه جهان شو
یو رحمن په سړه بن کې ګل پاشی کړه
یو تسنیم په کراچۍ کې غزل خوان شو