ظفرکريمی

 دجرس ادبی جرګې مياشتنۍ مذاکراتی غونډه په يویشتم اکتوبر کال دوه زره اووم کې جهانګيرپارک کراچۍ کې دښاغلی مبارک احمد مبارک په مشرۍ کې وشوه،ددې غونډی دنظامت چارې ماښام خټک ترسره کولی ـ غونډې ته لومړی ظفرکریمی دتیرې غونډی روداد واورولوـ دروداد اوريدو نه پس رياض تسنيم اوويل تېره غونډه کې محب وزير دتجربې ټکې غلط استعمال کړی دی ،لمړۍ مصره یولس او دویمه مصره کې دولس سېلابه راوړل تجربه نه بلکې دغزل روایت دی ،دمحمدی صاحبزاده په دیوان کې داسې ډیر غزلونه لیکل شوي دي چې د رباعی په بحر کې دي ـ

       دغونډې دویمه برخه دجرس ادبی جرګې دیو مخکښ غړی ارواښاد باچاخان قاصر په اړه خبرو ته ځانګړی شوی وه ـ په دغه موضوع شورو ریاض تسنیم په دی خبرو وکړه چې نن مونږ راټول شوی یو دا دباچاخان قاصر برکت دی ځکه چې هغه د جرس ادبی جرګی په جوړولو کې لویه برخه اخیستې وه ـ رحمان بونیری اوویل قاصر صېب دپښتوادب سره سره مغربی ادب هم مطالعه کولو ،هغه په ادب پوهیدو،هغه زما او زمونږ ډیرو ملګرو لپاره د استاز درجه لرله ـ

     عبدالسلام سلام اوویل جرس ادبی جرګه چې ترڅو ژوندۍ وی دباچا نوم به هم تلپاتې وی ـ ماښام خټک اوویل قاصرصېب دفراخ تندی څښتن و ،هغه کله هم دټولنې په کارونو د نورو ملګرو نه روسته نه دی پاتی شوی ـ دڅه قسمه تخلیق نه علاوه هغه دومره دکار سړی وه چې په ډیرو موقعو یې مونږ کمې محسوس کړی دی او محسوسوو یې هم ـ

        ظفرکریمی اوویل که څه هم ښاغلی مرحوم ما لیدلی نه و،خو چې دکله راهسی زه دجرس اجلاسونو ته راځم دا دویم ځل دی چې دارواښاد په یاد کې مونږ خصوصی غونډه کوو،او دا کار د نوموړی داهمیت جوت دلیل دی چې هر کال خپل ځان په مونږیادوی ـامان اپریدی اوویل باچا به دجرس غړي کله هم له یاده ونه باسی،جرس کې هر وخت دنوموړی کمې محسوس شویدی او نن چې کوم بحث راروان دی په هغې به هم دهغه کمی محسوسیږی ـ طاهراپریدی اوویل باچاخان د جرس بانی غړی وه ،که هغه نه وی نن به شاید جرس هم نه وی،هغه مونږسره دجرس په دویم اجلاس کې ملګری شوی و او نن هم دهغه یاد مونږ سره مل دی،هغه ادب ذوقه سړی و ،خدای دی پښتنو کې دباچا په څېر نور ادب ذوقه سرونه پیداکړی ـ مبارک احمد مبارک اوویل هغه زمونږکلک او مخلص ملګری و،مونږ پری اباد وو هغه به هیڅکله دجرس ملګری هېر نکړی ــ

       دغونډې دویمه برخه د محب وزیر په کتاب" بحثونه" باندی بحث ته ځانګړی شوی وه ـ په کتاب دبحث شورو ماښام خټک وکړه اووی ویل دزیربحث کتاب په حواله مخکی هم دجرس ادبی جرګې له غړو لخوا یو هنګامی اجلاس رابلل شوی و چې په پای کې یې دیو پریس ریلیزدهیواد ګنړو ورځپاڼو ته استول شوی او چاپ شوی دی ـ زه ملګرو ته دایادونه ضروری ګڼم چې محب یو ځل ماته ددغه کتاب په حواله خبره کړی وه او ما دقیصر په موجودګۍ کې هغه ته ویلی وو چې دا دټولو ملګرو حق دی ،باید ټولو سره پری مشوره وکړی ـ ده زیاته کړه چې هغه د جرس دنماینده په توګه د سیاسی خلکو نه مالی مرسته ترلاسه کړی ده ،کوم چې یوه ښه اقدام نه دی ،هغه په کتاب کې د ادبی خیانت مظاهره کړی ده،دنورو ملګرو خبری یې کمی کړی دی او خپلی خبری یې زیاتی او مدللی کړی دی ـ بل دا چې دکتاب په سریزه کې یې دملګرودعلمی معیار توهین کړی دی او ځان یې لوی عالم فاضل معارفی کړی دی ـ ده اوویل د جرس دحقونو او رودادونو حقدار جرس دی،داد یو ملګری حق نه دی ،دهغه کتاب او د جرس په رودادونو کې تحریف کول د ډیری زیاتی غندنی وړ دی ـ رياض تسنيم اوویل دجرس مشترک حقوق دی دا هيچانشی کيدی ،دا دتخليق او دتنقيد اصول هم نه دی چې په يو ريکارډ کې دی کمی زیاتی وکړی شی ـ ده زیاته کړه چې محب که دپښتو ادب دخدمت شوقین وی نو دسمندرخان سمندر ناچاپه کتابونو کې دی یو چاپ کړی هغه دا کار ددی لپاره کړی دی چې جرګه بدنامه کړی اوځان عالم فاضل وښایې ـ ده اوویل کومې جرګې چې اصل مرجان نه هغه محب وزیر جوړ کړودهغې جرګې توهین کول نه وه پکارـ روداد چې څنګه ولیکل شی پکارده هغسی چاپ شی داسی نه چې روسته ورپسی انګریزی کتابونه راواخلی او څه یې چې خوښه وی په خپل نامه پسی دی روداد کې ولیکی ـ زه وایم چې ددغه کتاب بنیاد غلط دی ،که سبا یو سړی مونږ ټولو ته ګته نیسی ،پکارده چې نن یې مونږ ټول ملګری پخپله وغندوـــ

             رحمان بونيری اوویل چې محب وزیردجرس دمذاکروکتاب" بحثونه "بې بنیاده او په غلا چاپ کړی دی چې مطلب یې یوازې خپل ذات اوشخصیت ته فایده رسول دی ـ هغه په کتاب کې نورملګری لاعلمه ثابت کړی دی او په دی طریقه د حکومت نه ډګریانی ترلاسه کړل یې غوره کړی دی ـ اودا دیو ادیب لپاره دشرم خبره ده چې جرګه بلیک میل کړی او په جرایم پیشه طریقه باندی یې ځان دعالم ثابتولو ناکامه هڅه کړی ده ،بله خبره داده چې محب وزیر داسی قابل افسوس کارونه مخکې هم کړی دی ـ رحمان بونیری په خپلو کې اوویل په یو اجلاس کې دپښتنو په کردارونوبحث کیدو،چادهم پرستۍ په اړه دمحب نه یو سوال وکړو،هغه په جواب کې وویل چې لواطت زه دخپل کلچر لپاره فخر ګنم ،دجینکوپلورل اوټوپک هم دفخردودونه ګڼم هغه هروخت کوشش کړی دی چې جرس ته نقصان ورسوی او ملګری تقسیم کړی ـ

        وصال مومند اوویل کتاب کې کوم رودادونه زما دنامې لاندی چاپ دی نو زه یې نه پیژنم چې دغه رودادونه ما لیکلی دی ،هغه غټ ادبی خیانت کړی دی ،رودادونه ته یې بیخی بدل رنګ ورکړی دی ـ زما په فکر هغه خپل علمیت نه بلکې خپله بې علمی ښودلی ده ځکه چې داسی کارونه عالم فاضل نه بلکې جاهل سړی ترسره کوی ـ

        عبدالسلام سلام اوویل کتاب غېراخلاقی طور چاپ شوی دی ،دا دچا انفرادی کار نه دی ـمحب به دملګرو رایه مالومه کړی وی که ملګرو منله نو چاپ کړی به یې وی کنه نو پریښودی به یې وی،داکتاب دادبی خیانت غټ ثبوت دی ـ

        امان اپریدی اوویل بحثونه متنازعه کتاب دی ،رودادونه دجرګې اثاثه ده ،هیڅ یو غړی ته اجازه نشته چې د جرګې اثاثه په خپل نامه کړی،محب په شعوری توګه ملګری ازار کړی دی،رودادونو کې یې کمې زیاتې کړی دی ،دجرګې په نوم یې مالی مرسته ترلاسه کړی ده او دایې یو ادبی او تنظیمی خیانت کړی دی ـ ټولو ملګرو محب ته ویلی و چې مونږچنده کوو او رودادونه پری چاپ کووـده زیاته کړه چې کومه علمی دعوی محب کړی ده نودی کتاب نه یې پته لګی چې نوموړی څومره لوی عالم دی ـ

          طاهراپریدی اوویل دی کتاب باندی بحث کول هم فضول دی ،کتاب مکمل جعلی دی،کتاب کې دټولو ملګرو سپکاوی شوی دی ـ محب مخکې د بنو په یو ملګری خپل ادبی ایمان خرڅ کړو اود خیسور لپاره یې تری روپۍ واخیستی اواوس یې دنیشنل پارټۍ یو مشر لوټ کړی دی خو دافسوس خبره داده چې دا هر څه هغه دجرګې په نامه کوی ـ ده زیاته کړه چې د ټولو ملګرو دا خیال وه چې یوه کمیټی به جوړه کړو او دغه کمیټی به بیا درودادونو چاپ چارې پرمخ بیای خو محب په رودادونو ډاکه واچوله ،هغه په دی چل ول پیسی ترلاسه کول غواړی او دا دادبی خیانت انتها ده کومه چې محب په سپینو سترګو کړی ده ـ

     طاهر اپریدی د اصلی کتاب دچاپ لپاره دا تجویز وړاندی کړو چې یوه کمیټی به جوړه شی او دجرګې کوم رجسټر چې محب ضبط کړی دی هغه دی واپس کړی ـ ظفرکریمی اوویل ماچې کوم رودادونه لیکلی دی او هغه اوس کتاب کې ګورم ،بیخی ردوبدل پکی شویدی او که څوک وغواړی زه همداوس هم هغه اصلی رودادونه دثبوت په توګه وړاندی کولی شم،ده زیاته کړه چې زما په حواله دغه کتاب کې لیکلی شوی ټولی خبری دومره ماتی راماتی شوی دی چې مفهوم یې بیخی الټه شوی دی ـ

         دغونډې صدرښاغلی مبارک احمدمبارک اوویل ملګرو پوره بحث وکړو،یوسړی چې دیو تنظیم غړی وی هغه د تنظیم دقواعدو خیال ساتی،محب د ډسپلین خلاف کار کړی دی ـ جرګه دچا شخصی ملکیت نه دی ـ ده زیاته کړه چې کله یو ادیب کتاب چاپ کړی نو ادبی قدوقامت یې زیات شی خو محب دکتاب په چاپولو خپل قد نور هم کم کړو او زه ددی غونډې دصدر په حیث دنوموړی دغه عمل په سختو ټکو کې غندم ـ دغونډې په اخر کې دغه دوه قرادادونه منظور کړی شو

     (1)   اصل مرجان( محب وزیر) چې دجرس ادبی جرګې غړی پاتی شوی دی،هغه دخپلو ناولو مقاصدو په بنیاد دجرس ادبی جرګې مشترک کار رودادونه په مشکوک انداز او ادبی خیانت په خپل نوم شایع کړی دی او د جرګی سره یې هیڅ مشوره نه ده کړی او په ادبی تاریخ کې یې دجرس ادبی جرګې د امیج دخرابولو پوره پوره کوشش کړی دی ـ لهذا ددی مشترک کار په وجه دجرس ادبی جرګې د مشرطاهراپریدی په اجازت دجرس دروایاتو له مخې اصل مرجان (محب وزير) دجرس ادبی جرګی د بنيادی رکنيت دختمولو اعلان کوی او دددغې جرګې په راروانو ټولو غونډو او پروګرامونو کې دنوموړی په هر قسمه ګډون او رایې بندیز لګوی،او ددی سره سره دپښتو ادب او ژبې سره تعلق لرونکو ادارو او ادبی تنظیمونو ته هم خواست او خبر ورکول کيږی چې د اصل مرجان دغه کار دجرس ادبی جرګې سره هيڅ تعلق نه لری ـ

       (2)       دجرس ادبی جرګې ټول غړی په وطن کې دروانو پيښو،ځانمرګو بريدونواوچاودونو او دبی ګناه انسانانو په مرګ ژوبله او په بعضې سېمو کې دپیغلو په زده کړه دبندیز په سختو ټکو کې غندنه کوی او دملک واکمنو ته خواست کوی چې دجګړې په ځایې دسولې او پخلاینې نه کار واخلی ـ

        ددی وروسته دښه شاعر ښاغلی محمداقبال اقبال دموربی بی په مړینه دغمرازۍ څرګندونه وشوه ـ په همدې ځای دا مذاکراتی غونډه پای ته ورسیده ـ راتلونکی غونډه کې به رحمان بونیری شاعری کره کتنې ته وړاندی کوی ـ