د جرس ادبي جرګې کراچۍ د مذاکراتي غونډې لنډ روداد

د جرس ادبي جرګې مذاکراتي غونډه د نومبرپه پنځلسمه نېټه جهانګیرپارک کراچۍ کې د ریاض تسنیم په مشرۍ کې وشوه ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړې ـ د ایجنډې تر مخه غونډې ته لمړی ظفرکریمي د تېرې غونډې ګزارش واورولو،د غونډې دویمه برخه په کابل کې ترسره شوي پښتو نړیوال کانفرانس باندې خبرو ته ځانګړې شوې وه ـ
ماښام خټک،طاهرافریدي او امان افریدي کوم چې پښتو نړیوال کانفرانس کې ګډون کونکي وو،لمړۍ خپل تاثرات او د سترګو لیدلی حال واورولو او بیا یې د غونډې د ګډونوالو پښتنو ته ځوابونه وویل ـ دبحث خلاصه هم دا راوتله چې کابل کې دغه ترسره شوې دوه ورځنې نړیوال کانفرانس د نورو کانفرانسونو نه ځکه مختلف و،چې مقالې پکې وا نه اورول شوې ،دغه کانفرانس د یو ورکشاپ په توګه ترسره شو ،هر چا ته پکې د خپل دریځ د اورولو چانس ورکړل شوې وو او همدغه وجه وه چې د کابل نړیوال کانفرانس یو کامیاب کانفرانس وـ
د غونډې په دریمه برخه کې د وخت د کمي له امله مشاعره ونه کړې شوه خو یو قرارداد منظور کړې شو چې پکې وویل شو چې د کابل د کانفرانس په څېر نور کانفرانسونه هم په مسلسله توګه باید جوړ کړی شي او پښتو ژبې ته ورپېښې مسلې او د هغې د حل لارو په اړه باید نور عملي ګامونه پورته کړی شي ـ
ددې نه علاوه ننګیال یوسفزي وویل چې زه طاهرافریدي ته د صدارتي ایوارډ ورکولو د قرداد په حق کې نه یم ځکه چې مونږ باید دداسې یو هیواد نه باید هیڅ تمغه یا ډالۍ وا نه خلو کوم ریاست چې د تېرو شپته کلونو راهسې زمونږ وینه څښي ،زمونږ نه زمونږ ژبه اخلي او په هر ډګر کې زمونږ استحصال کوي ـ

راتلونکې غونډه کې طاهر افریدي لنډه کیسه کره کتنې  ته وړاندې کوي .

                                                                              ظفرکریمي کراچۍ