د اتڼ د سر سړی
د یوې تاریخي نسخې د لوستلوپه تاثیر کې
دریه مار ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
ته وا لمریې دی له ورځو راغلا کړی
ته وا ستوری د سبا غېږ ته ختلی
لوړه ونه یې چنار او جنتونه
تورو سترګو یې څېرلي ماښامونه
د شلې څوکو یې خوب وړی له زاڼو
د جامو ښکالو یې شور کړي د وراباڼو
په چغار یې د پڼو زړونه مستیږي
تر قدم لاندې یې مځکه هوسیږي
سباوون یې د ،،پټو،،د کښهاره
وږمې راوړي د سپرلي د ډکه ښاره
د ادم او د درخو د مست کاله دی
چنډنی رباب یې پروت پر زنګانه دی
رمبهاریې د رمو ګهیځ مهار دی
د کرکنډو،وریځو بار وړي سپین سهار دی
د خېمو مراندی منګول ښخ په دښتونو
د نغرو دودان یې هسک تر اسمانونو
شپو یې شپې دي د رڼا پر بورجل کړي
لاټینونه یې د سپوږمۍ په لاس بل کړي
د زري اوښو کاروان یې جرس باره
د عربو له دښتو نو دی له آره
په رزمونو یې د کروړ خاورې اوباړي
د ننګونو یې مغل خوشال او جاړي
سړبنې دی،غوریاخېل د ،،غر،،غرزی دی
خربدل نه دی له اصله کوچیانی دی
تېره شپه چې ستور یو بل ته مسله
د سپوږمۍ لمن یې ورور،ورو رانیوله
لیکې،لیکې پلوشه یې ترې څنډله
دریه مارو ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
دا ښاغلی دا اغلی شهیلي دی
دا لا څه چې د اتڼ د سر سړی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوباړ ـــــــ شوق ارمان
اوجاړـــــــــ وران خراب
پټوـــــــــــــ څادر
غرــــــــــــ د کسي یا سلیمان غر
خربدل ـــــ جت
شهیلی ـــــ د شها مذکر
پروین فیض زاده ملال کراچۍ