دپښتو قلمي پانګه
پروفيسر محمدنوازطائر
پښتو ادب په دوه لويو برخو مشمل دے ـ يوه برخه يې پښتون اولس په خپله حافظه کښې محفوظه کړې ده او عوامي ادب يا فولکور ورته ويلے شي ـ دا زمونږ د روزمره او محاورې جز هم دے او د ادب هغه درنه پانګه هم ده چې د قيصو اوسندرو په رنګ کښې زمونږ د ملي ثقافت او قومي کردار ترجماني هم کوي ـ دا د کور نه تر ګوره زمونږ دژوند په هره مرحله کښې زمونږ سره مرسته کوي د ادب دا برخه زمونږ دملي رواياتو امينه او ساتندويه ده او دقديمه راهسې زمونږ د ژبې په تنه بوده کښې شامله ده ـ
دپښتو ادب دويمه مهمه برخه زمونږ دکتابي ادب ده ـدتاريخي شواهدو له مخې دپښتو ادب د ټولو نه لرغونې نمونې لکه چې د نقش رستم دحجرې ليکونه وي ـ خو په عمومي ډول د پښتو ادبياتو دتاريخ پوهان د امير کروړپهلوان حماسي نظم چې په 139 هـ په حدود کښې ليکلے شوے دے زمونږ دکتابي ادب د ټولو نه لرغوني نمونه ګنړي ـ
د اتمې صدۍ عيسوي يا د امير کروړپهلوان د زمانې نه راواخله د نولسمې صدۍ عيسوي تر وړومبي سره پورې د پښتو کتابي ادب هم ددې ژبې دعوامي ادب په رنګ د عام اولس د روزنې او پالنې منت بار پاتې شوے دے ـ ددواړو ترمينځه که څۀ فرق دے نو محض دا قدرې دے چې د کتابي دپاره په ليک او لوست پوهيدونکي پکاروو او عوامي ادب ته ددې حاجت نه ووـ له دې کبله د پښتو ځينې علمي کورنۍ په دې حقله په خصوصيت سره ممتازې شوې خو بيا هم داخبره لکه د نمر روښانه ده چې په يو دور کښې هم کوم سلطان يا امير وزير دپښتو ژبې يا پښتو ادبياتو د روزنې يا پالنې دپاره څه عملي اقدام نه دے کړے او نه د پښتو ژبې کتابونه يا دستاويزات د کومې شاهي کتب خانې په نوارداتو يا علمي پنګه کښې چرې شامل شوي دي ـ
دبرې پښتونخوا يو محقق ښاغلي عبدالروف بينوا په سنه 1942ء کښې په خپله يوه مقاله کښې دا کوشش کړے دے چې د ځينو پښتنو شاهانو او اميرانو د ادب نوازۍ او پښتو پالنې په حقله څۀ مالومات دنيا ته وړاندې کړي خو په دغه ټوله مقاله کښې چې خوا وشا په يوکم ديرش مخونو مشتمله ده يو ځايې هم دا شهادت چرته نشي موندے چې ګنې فلانې بادشاه ياسلطان په خپل عصر کښې پښتو ته د خپلې درباري ژبې مقام ورکړے دے ـيا ګنې د هغه په شاهي کتب خانه کښې د پښتو کتابونو کومې نادرې نمونې موجودې دي ـ دا منم چې پښتو د ډيرو سلاطينو او اميرانو مورنۍ ژبه وه او هغوۍ پکښې د خپل زړه د جذباتو هم کله نا کله کړې وي يا به ددې دشعر او ادب سره څه لږه ډيره علاقه هم لرلي وي خو بياهم دشواهيدو نه دا څرګنده ده چې دوۍ کښې يو هم په خپل دور اقتدار کښې په دې کماحقه الطفات نه دې کړے ـ
حقيقت خو دادې چې پښتو مشرانو عموماً د اقتدار د حصول نه ړومبې يا د اقتدار نه د محرومه کيدو نه پس خپلې ژبې او خپل ادب ته زيات پام شوے دے ـ دغه سبب وو چې هغوۍ په خپله خو ډېر خوندناک تخليقات او علمي ادبي سرمايه پښتو له ورکړې ده خو په حکومتي جوړله د ژبې د اجراء او ترقۍ دپاره هيڅ نه دي کړي ـ
لکه چې وړاندې ذکر وشو د پښتو کتابي ادب هم لکه ددې د عوامي ادب په رنګ د عوامو په لاس وده او ترقي کړې ده او ددوۍ په برکت محفوظ او مامون پاتې شوې دے ـ په دې حقله د پښتونخوا پنځه غټې علمي کورنۍ په خصوصيت سره د احترام او درناوي لايقې دي ـ چې په دوۍ کښې وړومبۍ کورنۍ د روښنيانو ده چې بايزيدپيرروښان يې مشر وو ،دويم د اخون درويزه رحمه الله عليه خاندان دے ـ دريم ټبر د علئين مکان خوشحال خان خټک دے ،څلورمه کورنۍ د څمکنو د مياعمر صېب ده او پنځم خاندان د روهيلکنډ نواب حافظ رحمت خان شهيد دے ـ داسې مالوميږي چې د اتلسمې صدۍ پورې د پښتو د قلمي کتابونو او علمي نوارداتو زياته برخه هم ددې پنځه خيلخانو د مخه زيږدلې او محفوظه پاتې شوې ده ـ په دوۍ کښې وړمبو دريو خاندانونو په پښتو ادبياتو کښې خپل خصوصي مکاتب او اساليت وضع کړے دے او د څمکنو د ميا عمر صېب په خاندان کښې په خصوصيت محمدي صاحبزاده د پښتو د شعر وادب د راجمع کولو او دهغوۍ د قلمي نقلونو په محفوظولو کښې ډېر کار کړے دے ـ
پښتو مورخينو په پښتو او پارسۍ ژبه د پښتو اولس تاريخ وخت په وخت مرتب کړې دے ـپه دوۍ کښې دسليمان ماکو د تذکره الاولياء نه راواخله ديارلسمې صدۍ هجري وړومبۍ نيمې پورې چې حضرت جمال الدين افغاني پکښې د افغانستان مختصر تاريخ ليکلے دے خوا وشا 47 مالوم پښتانه مورخين داسې کتابونه ليکلي دي چې دوۍ کښې د شيخ کټه لرغوني پښتانه دشيخ قاسم تذکره الاولياءافغاني ،دمحمد بن علي البستي تاريخ سوري،د احمدبن سعيدالودي اخباراللودي،د دوست محمد کاکړ غورغشت نامه،د شيخ بستان بړيڅ لبستان الاولياء،د علي محمد مخلص روشاني حالنامه د اخون درويزه تذکره الابرار والاشرار د کامران خان سدورزۍ کليدکامراني د الله يار تحفۀ صالح د نعمت الله هروي محزن افغاني ،د شيخ عباس سروانړي تاريخ شيرشاهي،د مولانا مشتاقي واقعات مشتاقي،دمست زمندسلوک الغزوات ،د غلام حسين سليم رياض السلاطين،د شيخ ملي دفتر،دخواجو مليزي تواريخ خان کجو يا تواريخ د متراويانو نسب نامې ،دپير معظم شاه دتواريخ حافظ رحمت خاني،دحافظ رحمت خان خلاصه الانصاب،دنواب مستحاب خان بړيڅ ګلستان رحمت،د سعادت يارخان ګل رحمت دنياز احمدخان د روهيلکنډ تاريخ،تاريخ خورشيد جهان دشيرمحمدخان ګنډپورحيات افغاني دمحمدحيات خان او ځينې داسې نور مستند کتابونه د پښتنو په تاريخ پښتنو کښې مورخينو ليکلي دي ـ په دوۍ کښې ځينې خو بيخي ناياب دي او ځينې پکښې چاپ کړې شوي هم دي ـ
درامپور د موجوده نواب ترۀ يو ځلې ماته وويل چې که څوک د پښتنو د تاريخ په سلسلۀ کښې مالومات حاصلول غواړي نو بايد چې هغه د رامپور د رياستي کتبخانې نه استفاده وکړي ـ ځکه چې په دغه کتبخانه کښې په دې موضوع بې شماره کتابونه جمع کړې شويد دي چې اکثر پکښې قلمي نواردات دي ـ
دپښتو دقلمي نوارداتو جمع کولو شوق په شخصي جوړ له دپخوا راسې په علم دوسته پښتنو کښې موجود ووـ د ښوښو شاعرانو د يوانونه د تاريخ او ادب کتابونه او علمي مسودې به کاتبانو نقل کولې او دعلم او ادب شايقيونو به د ځان سره سنبالولې ـ کوم پښتانۀ چې په دکن او روهيلکنډ او د راجپوتانې په سيمو ميشته شوي وو د هغوۍ د ا قسم شوق مقابلتاً زيات وو،شايد يو خو د ده د علاقې نه ليرې والے او په پرديس کښې د اوسيدو سبب وو او بل په هغه سيمو کښې د فارسۍ يا نورو ژبو سره د سيالۍ د مخه به هغوۍ خپلې ژبې ته زياته پام لرنۀ کوله او د خپلې ژبې په شعرو ادب يې تر هغې زياته مينه لرله ترڅو چې يې پيړۍ نيمه پس دا بيخي هيره شوې نه وه خو بياهم په دغه زمانه د رامپور ،فرخ ابادد ،جاورے ،ټونک او دکن د ځينو پښتنو کورنو په کتب خانو کښې د پښتو شعر او ادب ځينې ډېر نادر کتابونه محفوظ کړې شوي دي ـ
هر کله چې د برصغير جنوبي ايشياء په سيمه فيرنګي غلبه اوموندۀ نو هغوۍ ددې سيمې د زرو جواهرو انبارونونه علاوه د علم او ادب ټوله خزانه هم ولوټله ـ او څومره د خوند او څيزونه چې په لاس ورتلے شو نو هغه يې حاصل کړه او خپل ولايت ته يې يوړل او رنګ ددې سيمې خلق يې د کمترۍ او محرومتيا په يو دايمي احساس کښې ګرفتار کړل ـ د علومو او ادبياتو په دې لويه خزانه راجمع کولو او انګلستان ته د هغې په وړلو کښې هغوۍ د کومې خاصې ژبې سره څه مخ رعايت نۀ وو کړے ـ د بنګال د ځنګلونو نه د امو سيند تر غاړې د هر قوم او هرې ژبې څومره ادبي او علمي سرمايه چې د هغوۍ په لاس ورغلې ده هغه يې سمندر پار رسولې ده ـ ښاغلے قاضي عبدالحليم اثر وايي چې د روهيلکنډ د پښتنو د رياست د تباهۍ په وجه نجيب اباد د حافظ رحمت خان د کورنۍ يو څو صندوقونه چې د پښتو د قلمي کتابونو نه ډک وو ،انګريزي فوځ له په لاس ورغلل هغه په اخر کښې د انجهاني ميجر راورټي لاس ته رسيدلي وو او ددې کتابونو حال ميجر راورټي او نارويژي مستشرق مارګن سټاين دواړو بيان کړ ےدے ـ مارګن سټاين وائي چې دا په شمار څلويښت صندوقونه وو چې په کښې اکثر د لکنهوو په فساد کښې ضايع شوي وو او چې کوم په څۀ چل بچ کړے شوي وو هغه ښاغلي مستشرق راورټي ته په لاس ورغلي ووـ
نور بیا