دډیوې د حادثې نه


چې د نمر سترګه راتلله
د شمکور هیواد په زړه کښې غړیدله
په تیاره مهال د پټو سترګو جنګ کښې
په سوونو په زرونو خلق مړه وو
څه ئې روغ څه ئې نیمګړی
په خپل جهل خپل جنون کښې
ټول په یؤ تله!
په یؤ معیار پوره وو
د شمکور هیواد په زړه کښې
په تیاره مهال د بټو سترګو جنګ کښې
هر سړي د خپل وجود مورچل کښې ناست وو
هر دویم سیوري مشکوک وه
هر دویم قدم غلیم وه
هره دویمه ښکالو غله وه
داسې ځکه!
چې د سترګو په تاخچو کښې د شناخت کومه ډیوه وه
هغه مړه وه
چې د نمر سترګه راتلله
د شمکور هیواد په زړه کښې غړېدله
د ډیوې د حادثې نه
د شناخت دهغه لوئې المیې نه
په میراث کښې مونږ ته پاتې وو ـــــ یادونه
په لېمو کښې مزارونه
اؤــــ ډیوې په مزارونو

قېصر افریدي کراچۍ