د سرو زرو ګجرې
د دوه زره نهم کال د نومبر په دویم مازیګرد جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د سیدفخرالدین هاشمي په مشرۍ کې جهانګیر پارک کراچۍ کې ترسره شوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړی ـ د ایجنډې سره سم غونډې لمړې وصال مومند د تېرې غونډې ګزارش واورلو چې ملګرو وستایلو ـ
د غونډې دویمه برخه کې قېصر اپریدي خپله مقاله ؛ د سرو زرو ګجرې ،، کره کتنې ته وړاندې کړه چې ملګرو پرې پوره بحث وکړو ـ مقاله کې د ښاغلي قلندر مومند د افسانو موازنه د هغه د همعصر ښاغلي همیش خلیل د افسانو سره شوې وه ـ په مقاله کې فاضل لیکوال د قلندر د افسانو د غوره والي سبب د نوموړي په کیسو کې قوي پلاټ ښودلی وو او دا دلیل یې راوړی وو چې کومو افسانو کې پلاټ ته توجه ورکړل شوي وي هغه افسانې ښې وي ـ قېصر اپریدي په خپل لیک کې دا هم ویلي وو چې اوسنو افسانه لیکونکو د پلاټ پرځایې تجرید او علامت ته مخه کړی ده او همدغه شي ترینه پلاټ هیر کړی دی ـ
د غوڼدې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې ماښام خټک،امان اپریدي ، زرجان مداخېل،وصال مومند،ظفرکریمي،ریاض تسنیم،ریاض ساحل ،قېصر اپریدي او سید فخرالدین هاشمي پکې کلامونه واورول ـ
ظفرکریمي