غزل

تش  په محنت نه کیږي د مېنې کارنامې

ډېر کرامتونه غواړي ډېرې معجزې

 

دلته په دې ښار کې لري خلق دا اصول

خپلې ډېوې بلې ښې دي نورې ډیوې مړې

 

ما سره خو ډېرو حادثاتو داسې چل وکړوچې

هر ځایې کې مې شور خوښ دی او هر ځایې کې نارې

 

څومره لوي قیمت اخلي د وخت نه دا د ښار خلق

یو خوا ته ډولۍ روانې بل خوا جنازې

 

راشه د رحمان  سره لږ کیښنه او ځان پوهه کړه

پښې پولۍ کول غواړي بیا عمر له مزې

 

رحمان بونیری (کراچۍ) او س (امریکا)