غزل

په غوږونو کې مـــــــــــو څنګه خبر ناست دی
داسې چپ یو ګویا مرګ مو په سر ناست دی

د شپیـــــــــــــــــــــلۍ غږ یې غمزه د قیامت ده
یو شپونکی په لـــــوړه څوکه د غر ناست دی

ددې وران قبر عذاب پرې نه تیـــــــــــــــــریږي
یو سړی د خـــــــــــــپل وجود نه بهر ناست دی

بیا اووه ســــــــــــــــــــــــمندرونه د پښو لاندې
یو عاشق بیا د سېــــــــــمرغ په وزر ناست دی


د نکتې غوندې راغونډ دی په خپل ځان کې
پټې ســـــــــترګې مو شاهین د نظر ناست دی

یو ګلاب ،چې خــــــــــــــوشبویانې یې ویشلې
زخم زخم د ازغو په بستــــــــــــــــــــر ناست دی

د قېصــــــــــــــــــــر د بې حسۍ تپوس پکار دی
دی د ناســـــــــــــتې سړی نه دی مګر ناست دی
      قېصر اپریدی کراچۍ