په بې ایمانه خلق کره کتنه
ظفرکریمی
ددوه زره اتم کال دفرورۍ په دریم مازیګر څلور بجې د جرس ادبی جرګی تنقیدی غونډه دزرجان مداخیل په مشرۍ کې وشوه -ددې غونډی دنظامت چارې ننګیال یوسفزی ترسره کولی -دغونډې په لمړنۍ برخه کې دتیرې غونډې روداد ننګیال یوسفزی واورولو-دروداد اوریدو نه روسته طاهر اپریدی وویل چې روداد مختصر خو جامع دی ځکه چې تقریبا ټولې خبری پکې راخیستل شوی دی -ظفرکریمی اوویل چې روداد کې ځینی داسی توری کارول شوي دي چې ددغو تورو لپاره پښتو ژبه خپل توری لری -لکه لاګو،خشک،قاری او داسی نور-پکار وه چې روداد لیکونکی لګ ددغه اهم شی خیال ساتلی وای -ننګیال یوسفزی وویل چې دغه ټول توری پښتو کې استعمالیږی او دپښتو خپل توري دي - او دا ښه خبره ده چې مونږ باید دخپلې ژبی توری استمال کړو خو دغه شان نور ډیر ټکی اوس دپښتو ژبی برخه جوړه شوی ده او ددغسی ټکو د استعمال سره یوه لاپسی وده او پراختیا مومی-
طاهراپریدی وویل چې که څه هم ددغو ټکو لپاره په پښتو کې ټکی شته خو بیاهم په دغه ټکی په پښتو کې مستعمل او هر څوک پری پوهیږی -وصال مومند وویل چې کله یوه ژبه خپل توری لری پکار ده چې هغه وکارول شی ،دبلې ژبی نه ــ
دغونډی دویمه برخه دطاهر اپریدی افسانې " بې ایمانه خلق" باندې بحث ته ځانګړې شوی وه -
په افسانه دبحث شورو ماښام خټک ددې ټکونه وکړه چې که څه هم ټوله افسانه کې دجنس (sex)کیسه تیره شویده خو بیا هم افسانه کې دبی ایمانۍ دجوتولو هڅه شوی ده،چې زما په آند لیکوال پکې تر ډیره حده کامیاب شوی هم دی -ده اوویل چې ددې نه مخکې دطاهر صېب په افسانو کې چې کوم دټکو دجوړښت یا بل څه کمې محسوسیده هغه په دې افسانه کې په نظر نه راځی -دی افسانه کې لیکوال داکمال کړی دی چې په اوریدو یا لوستو یې اوریدونکی او لوستونکی ته هغه ټول منظر رامخ ته کیږی چې د جنس په اړونده کارونه کې څنګه څنګه حالات مخې ته راځی -دافسانی د مرکزی کردار ((منګی))ذکر هم په ډیر هنری انداز شوی دی،چې هغې دخپلو ګاهکانو سره کوم ډول تجارتی عمل ترسره کولو-
ده زیاته کړه چې ددې ټولو خوبیانو سره سره زما په خیال لیکوال دافسانې لپاره مناسب عنوان نه دې ټاکلی -او دا ځکه چې هوښیاران وای چې" دبې ایمانۍ په کارونو کې بې ایمانی نه چلیږی"،بل ځای لیکوال لیکی چې "منګی ته مور په میکانکی انداز مخه ښه وویله" په دې جمله زما فکر نه خیژی ،ددې نه علاوه یو ځای لیکی په "کږوسترګو کاږه کاږه وکتل" دا محاوره هم ماته سمه نه ښکاری ـ
عبدالسلام سلام وویل افسانه په بیانیه انداز لیکل شوی ده او د افسانې مرکزی خیال هم په دی خبره کې راټول دی او لیکوال هم دا جوتول غواړی چې اخیر بې ایمانه خلق دبې ایمانۍ په کارونو کې هم بې ایمانی کوی،نو ځکه خو یې دجنس په اړه لیکل شوی دغې افسانی ته "بې ایمانه خلق" عنوان غوره شوی دی -ددې نه علاوه په افسانه کې دطبقاتی نظام زړه پوری ټچ هم دکیسی خوند لاپسی زیات کړی دی ـ
مبارک احمدمبارک وویل چې پښتو کې دجنس په حواله ډیری کمی افسانی لیکل شوی دي ـ ددې نه مخکی ماټوخان په پښتوکې په دغه اړه یو ناول او په اردو کې سعادت حسن منټو دغه ډول افسانی لیکلی دي -او په منټو خو دداسې افسانو له امله دا تور هم لګیدلی وه چې نوموړې داسې افسانی لیکی چې دخلکو جنسی جذبات راپاروی -
ده زیاته کړه چې که څه جنس یو اهم اړخ دی نو ځکه پکار ده چې په دی اړه هم لیک وشی-خو طاهرصېب چې دې افسانه کې کوم ماحول انځور کړی دی نو هغه دښار ماحول دی او داسی ماحول زمونږ دپښتون ماحول سره هیڅ مطابقت نه لری -ده اوویل چې په افسانه کې د جنسی ملاپ په دوران کې ترسره شوی خبرې ډیر په ډاډه انداز ذکرشوی دي خو ددې ترڅنګ په افسانه کې د جنسی عمل لپاره د ښودل ځای لپاره د"کنډر" ذکر شوی دی خو ددې برعکس په ښاریو کې دده عمل لپاره باقاعده ځایونه وی،نو ځکه خو دلته ماته دلیکوال مشاهده کمه ښکاری او دغه کار دافسانی دکمزورتیا لامل ګرزیدلی دی -
امان اپریدی وویل چې دطاهر صېب دټولو هغو افسانو کومی چې مالوستی دی ،برعکس زه ښاغلی لیکوال ته دزړه له تله مبارکی وایم ،ځکه چې دا افسانه د افسانې ټول لوازمات پوره کوی -دمثال په توګه دافسانې پلاټ په مکمله توګه انځور کړی شوی دی،دکردارونو خاکه په زړه پوری ده،دکرادرونو دمکالمی جوړښت ډیر زیات خوندور دی -خو یو هغه اړخ چې ماته پکې کمی محسوسیږی هغه دادی چې دی افسانه کې تجسس نشته -
ظفرکریمی وویل چې دطاهر صېب دنور ډیرو افسانو په څیر دافسانه هم زړه پوری ده او آ دقیصراپریدی خبره امیجری پکې شته خو کوم ځای کې چې د افسانې مرکزی کردار" منګی" دکوره دخپل ګاهک دلټون لپاره ووځی نو بیخی سمدست او نیغ په نیغه په نوی "ښکاری" ورپیښه شی او دلوستو نکی په زړه کې دا راشی چې ګویا منګی سمه هیره منډۍ لاهور کې ولاړه ده ،پکار ده چې دغه ځای کې لیکوال دمعاشری دنورو اړخونو او سمو خلکو ذکر هم کړی وای ـ او لږترلږه د دوه دری ناکامو هڅو وروسته یې منګی ته" ښکار" وربخښلی وای -ددې نه علاوه دافسانی په اخیرکې دپیسو دایستلو خبره راغبرګول هم په کیسه یو اضافی بوج ښکاری -
ده زیاته کړه چې دافسانې عنوان "بې ایمانه خلق" کې د بې ایمانه څخه مراد څه شی دی-دی افسانه کې بې ایمانی چاکړی ده او ایمان او بې ایمانی وای څه ته؟؟؟
باچاحسین شاکر وویل ښه افسانه ده خو که عنوان یې د" بی ایمانه خلق "په ځای یوازی "بې ایمانه" وی نو دغه ټکی ډیر زور لرلو-بل داچې د افسانی په اخر کې دمنګی دجیب څخه د پیسو پټولو خبرې ته هیڅ ضرورت نه و ځکه چې لوستونکی ته په کور کې دمنګی له ښیرو او کنځولو دا اندازه لګیدلی وی چې فاعل دمنګی نه جېب هم وهلی دی -
ننګیال یوسفزی وویل چې دطاهرصیب یوه بله افسانه" کیچړه" چې ما په ورکوټوالی کې لوستی وه هغه هم دجنس په اړه لیکل شوی وه خو هغه افسانه ددې افسانی په پرتله ډیره کامیابه ځکه وه چې هغې افسانه کې زمونږ دټولنې د بوډاګانو خلکو دجنسی ضرورت دتکمیل یوه زړه پوری موضوع انځور کړی شوی وه -دغه شان "وچ تالاب تل کې درزونه" افسانه هم طاهر صېب د زړوښځودجنسی ضرورتونواو نفسیاتو او دکور دننه ماحول ښه تصویر کشی کړی وه ،خو افسوس چې دتیرو شلو کلنو په اوږدو کې هم دطاهرصېب په لیک کې څه ډول نوی والی رانغی -ځکه چې ددې افسانی په موضوع خو ډیر زیات فلمونه او ډرامی هم جوړی شوی دی -دی افسانه کې هیڅ قسم سسپنس نشته -دجنس په اړه باید داسی څه وڅیړل شی چې شی موجود وی،خو څوک پری پوهیږی نه ـــ
ده زیاته کړه چې دی افسانه کې لیکوال مونږ ته کوم پیغام راکول غواړی؟ددی مطلب دادی چې غلط کار هم باید په ایماندارۍ سره وشی؟بهر حال زه ددې افسانې دخیال سره موافق نه یم -
ریاض تسنیم وویل چې لیکوال چې اخر کې کوم وضاحت لیکلی دی نو ددی مطلب دادی چې لیکوال پخپله هم دخپل لیک نه مطمین نه دی - دغه شان وضاحتونه په ځینو فلمونو او کتابونو باندی هم شوی وی چې "ماشومان یې باید ونه ګوری "خو هغی کې دننه داسی څه نه وی او دغه کار یوازی د مارکیټنګ لپاره کیږی -زه وایم چې دی افسانه کې داخیرنی وضاحت هیڅ ضرورت نه وـ
ده اوویل چې که دغه افسانه د یې ایمانۍ په ځای په جنس لیکل شوی وای او هم دلیکوال په ذهن کې دبې ایمانۍ په ځای د جنس مرکزی خیال موجود وای ،نو ډیره به کامیابه وای - ددې نه مخکی دطاهرصېب یوه افسانه" دمحلونو خواکې" "نیکان خلق" شایع شوی وه هغې افسانه کې هم دغه خیال راوړل شوی وو،خو هغه افسانه ډیره کامیابه ده -پنځه دیرش کاله وړاندی چې یو لیکوال په یوه موضوع کامیابه افسانه ولیکی په هم هاغه موضوع دومره موده وروسته کمزوری افسانه لیکل عجیبه شان خبره ده -ددی نه علاوه دی افسانه کې د منګی له لوری خپل ګاهک لپاره یو ناصحانه تقریر هم وړاندی شوی دی او دلیکوال مشاهده دغه ځای کې تیندک خوړلی دی چې جینۍ(منګی)وای "مونږ د سړو په څېر بې ایمانه نه یو"ـ دغه ډول خلق نصیحتونه نه کوی ،هغوی خپل ګاهک په کنټرول کې اخلی ـ
ننګیال یوسفزی وویل دکردار دنوم لپاره د"منګی" نوم ښه نه ښکاری
ریاض تسنیم وویل دغه طبقه خلق فرضی نومونه کاروی ،او دغه نوم هم یو کوډ او فرضی نو م ښکاری چې په افسانه کې خوند زیات کړی دی -
دغونډې صد ر زرجان مداخیل وویل چې ما دطاهر صېب نوری افسانې هم د جنس (sixپه اړه لوستی دي ،هغی افسانو کې څه ناڅه فرق ضرور وو خو دا افسانه دهغو نورو افسانو په پرتله معیاری ده ـ ده اوویل چې "بې ایمانه خلق" ډیر زورداره عنوان دی او په دی عنوان د جنس نه علاوه بله ښه او اوږده افسانه هم لیکل کیدی شوه ـ
دغونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې امان اپریدی،امجدعلی سورج،زرمین بیقرار،ننګیال یوسفزی،مبارک احمدمبارک،باچاحسین شاکر،ریاض ساحل،ریاض تسنیم،حسین ثاقب ،ماښام خټک پکې کلامونه واورول -غونډه کې عبدالسلام سلام،شاکرروشن،وصال مومند،طاهراپریدی او ظفرکریمی هم ګډون درلودـ
دغونډی په اخر کې دپښتو ژبې نومیالی ادیب او شاعرښاغلی منتظربیټنی په مړینه دغمرازی څرګندونه وشوه - په همدی ځای دا ننۍ غونډه پای ته ورسیده ـ
راتلونکی مذاکراتی غونډه کېد د" کال 2007 کې د پښتو چاپ شویو کتابونو او نورو اثارو" په اړه مذاکره کیږی ـ