زمونږ خوبونو کې به هم څوک ښاپیرۍ اوسیږی
                                                                     دپاڅون په قلم
           باران نه وریده،خو د تورو وریځو تورو غونډوسکو څه داسې ویرونکی نظاره پیش کوله تابه ویل خدایګو هم دا اوس اوس به په شیبو شیبو راوریږی ـ ټول خلق په دې سوچ کې وو چې که دپشکال دبارانونو ځول ونښته نو دسیمې دسرکونو دی خدای مل شی ـ پاڅون هم په دغه سوچ کې فکرمندفکرمند د اسمان په لور کتل ،چې خدایا! که نن جلال اباد ته لاړشم هسې نه په لار لار کې باران راښکې شی او چیری د توت لاندی مې شپه نه شی -او په رښتیا دکابل جلال اباد په لویه لار خو هسې هم توت لا څه و،وړه شان ګُرګُره هم نشته-
      دپاڅون زړه او دماغو په خپلو کې عجیبه کشمکش جوړ کړې وو،چې په نتیجه کې یې پاڅون دوه قدمه د آډې په لور او دوه قدمه بېرته د  شا په لور اخیتسو ته مجبور و - دکشمکش دغه سیالی اخر د زړه په کټه تمامه شوه ځکه چې پاڅون جلال اباد ته   تلونکی کاسټر     په 22 نمبر سیټ غزونی کړی وی -
     د انتظار شیبې کمی وی او لږساعت وروسته کاسټر میږتون پیل کړو او د جلال په شاهراه ورخوی شو- دابادۍ په مینځ مینځ کې دڅو دقیقو تر سفر روسته کاسټر دشنو پټو په یوه سلسله ورننوت -دشنیلیو خوږو وږمو دپاڅون دماغ معطره غوندې کړل،ګویادمدهوشۍ یوه څپه پری نازله شوه-خو دمدهوشۍ دشیبو دغه موده زیاته نه وه،لږ وړاندی سرک د رحم قابل و-په کندې کپرې سرک تلونکی کاسټر اواز لکه  د ودریدونکی رېل ګاډۍ اواز ته ورته ښکاریدو - دکاسټر په جیل کې بندیوان پاڅون اوس د ولږې دلاسه مدهوشه شو-او مدهوشی یې هله تم شوه چې چا غږ کړو" وړاندی لار بنده ده"
ددې خبرې په اوریدود پاڅون رنګ تک زیړ وتښتیدو،چې دکړکۍ یې سر بهر کړو دموټرونو یو لوی قطار په خپل ځایې ساکت و-پاڅون په سیټ ناست کله یوه ډډه او کله بله ډډه بدلوله او هم به یې کله کله دمساپرو څیری مطالعه کولی،خو بیا هم "عادت بلا په بسم الله نه صبریږی" په مصداق پاڅون په ساکت کاسټرکې ټینګ نه شو او دساعت تیرۍ په هوډ سرک ته راکوز شو-
        دغرونو دڅوکو سره غیږ په غیږ شوو وریځو دپاڅون غونې راځیګ کړو،او په ویره ونکی اندازیې یو یو قدم اخیستو او ورسره ورسره دتیزې هوا له امله ګډوډ شوې اوربل د ګوتو په ږمنځ  ږمنځه وه-
       په تلو تلو کې دپاڅون نظرپه هغه ټرک پریوتو کوم چې د تیلو په یو ټانکر ورغورزیدلی و،او لار یې بنده کړی وه- ځکه چې دکابل جلال اباد دغه شاهراه یوازې  د دوو ګاډو دتیریدو جوګه ده-د
پاڅون د پېښې په ځایې کې یو څو سورکاګان هم ولیدل ،چاچې د ځایې خلکو سره ټکې ټکې پښتو ویله -پاڅون خوښ شو چې" راغلو میلمنو" یې هم پښتو ژبه زده کړی ده،نو ځکه خو  د بدل اخستنې په موخه سورکا ته مخاطب شو "ګُډ اپټرنون"----  ،"ویری ګُډ اپټرنون" سورکا په ورین تندی او خوږه لهجه پاڅون ته ځواب ورکړواو ورسره یې دپاڅون څخه د نامه پوښتنه وکړه -"پاڅون "    پاڅون زر ځواب ورکړو-
"پې سون "    سورکا د پاڅون ځواب په خپله انګریزی ډوله لهجه کې راغبرګ کړو-
       او ستاسونوم پاڅون په انګریزۍ کې پوښتنه وکړه-" مایـءکل"  سورکا په خوږ او مهذب اندازکې ځواب تم کړو- "ستاسو وطن او ښار؟؟؟ "-------"امریکا ،واشنګټن ډی سی-"مایکل په فخریه او جذباتی موډ کې وویل-
     "واه" دپاڅون د خُلې نه بې اختیاره غږ پورته شواو بیا یې مایکل ته په ماته ماته انګریزۍ کې دا اوږد لیکچر ورکړو:-" مونږ خلق چې امریکا ته درځو نوپاسپورټ ،ویزه د ترلاسه کونې د ډول ډول ستونزو وروسته ستاسو وطن ته درتلل او هلته بیا خوارۍ مزدوری کول خپل اغزاز ګڼو-او تاسو دپاسپورټ ،ویزې پرته دخوارۍ مزدورۍ لپاره نه   بلکې دیو داسې مقصد دترسره کولو په موخه چې …………"  پاڅون خپله جمله قصدا نیمه پریښوده او د مایکل تندی ته یې په سوالیه نظر وروکتل -
     دخواږه او مهذبه مایکل تندی اوس دماوزې تنګ دتندی په څېر د بې شمیره ګونجو څخه ډک و-خو بیا هم پاڅون په دې فکر کې وچې څه رنګ او په کومو الفاظو مایکل ته د ریاض تسنیم دا دوه شعرونه انګریزۍ ته وروژباړی او خپل زړه سپک کړی -خو د څو ناکامو هڅو وروسته پاڅون په پښتو اکتفا وکړه او د زړه بړاس یې داسې اوویست
                           نــــــــــه ددنیا دجـــــــواب یو،نه تاته غــــټ کتی شو
                          زمونږ په سترګو کې څه داسې بې وسۍ اوسیږی
                          

                           زمونږجامې ریښې سهی ،خو سوداګرو دښار
                         زمونږ خوبونو کې به هم څوک ښاپیرۍ اوسیږی
داهر څه په مایکل سم ونه لګیدل - کیدې شی هغه ددغو شعرونو په مطلب پوه شوی و او یا یې دپاڅون دشونډو دحرکت نه اندازه لګولی وه،نو ځکه یې دعکس العمل په توګه دپاڅون څخه مخ په بله وګرځو-او پاڅون غریب په دی سوچ کې شو چې هسې نه  "دوست"   مایکل یې سینه د کارتوسو ډکه کړی او بیا پرې د القاعده د سرکرده   غړی لېبل ولګوی -پاڅون دمایکل غصه توده په توده پریښوده او دموقعې نه په استفادی سره دیو موټر شاته شاته دخپل کاسټر لورته غلې غلې ستون شوــــ

یادګیرنه :---پورتنې کالم دپیښور نه خپریدونکی میاشتنۍ" لیکوال "کې د ستمبر2006په ګڼه کې خپور شوې دی،دیادونۍ وړ ده چې هغه وخت دکابل-جلال اباد سرک دغه شان و،څنګه چې پاڅون یې تذکره کړی ده ـ اوس مې اوریدلې دی چې سم موټر وې ترې جوړ شوی دی ـ

پاڅون د"کراچۍ" مینه والو ته دغه کالم دادی بیا وړاندی کوی ،هیله ده چې "خوښ" به مو شی     

                                                                                                   پاڅون