ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

هو صېبه


بې عنوانه

نېټه: 27.06.2010 11:04 لیکوال: غوریاخیل مجاهد

29.06.2010 ظفرساپی کریمي

په کراچۍ د جنګ وريځي ګرزي

راليږونکی :امان الله حلېم شملزۍد راليږونکي پته :amanullah_halime@yahoo.c             پر کراچې دجنګ ورېځې ګرزې محترم ظفر کرېمې صاحب هېله ده چې د صحت په جامو به ملبوسېاست . د سېمې او پاکستان حالاتو ته په کتلو سره محسوسېږې چې ېو پټ لاس غواړې د بېګناه پښتنو په وېنو خپل قاتل لاسونه رنګ کړې د کراچې له صنعتې ښار څخه ېې بېدخله کړې پر جاېدادونو او کاروبارونو ېې قبضه

01.09.2008 ظفرساپی کریمي

داکراچۍ ده /دپاڅون په قلم

څوک په کفن پسې حېرانه په تختو پراتۀ دي                                    دپاڅون په قلمهوصېبه!په سټاپ د ودريدو سره سم عبدالله کوچ راورسيدوـ پاڅون کوچ ته د ورختو په موخه خپل ښي لاس اوږد کړۀ يعنى د ودريدو اشاره يې وکړه ـ عبدالله کوچ لږ ورو غوندې شو ،پاڅون او په سټاپ ولاړو اتۀ

22.07.2008 ظفرساپی کریمي

مطبوعاتي پروپیګنډا

                     مطبوعاتي پروپیګنډا "ستا څه فکر دی افغانستان به جوړ اوارام شي "هغه ډډه ووهله او ورځپاڼه یې مخ ته پروت مېز باندې کیښودله ـ پاڅون ځان ځواب ورکولو ته چمتو کړو،خو هغې خپله پوښتنه پخپله ځواب کړه " نه.....نا ....نا بیخي نا.....بلکل نا.... داناممکنه ده"پاڅون غلی پاتې شو،هغه خپله خبره نوره هم وغزوله" دایو ولسي پاڅ

02.06.2008 ظفرساپی کریمي

د"ښکلا" په دفتر کې

                               د"ښکلا" په دفتر کې                                         

06.04.2008 ظفرساپی کریمي

دانګریز او پاڅون ملاقات.......دپاڅون په قلم

          زمونږ خوبونو کې به هم څوک ښاپیرۍ اوسیږی                                                               &

05.02.2008 ظفرساپی کریمي

کابل کې بیخی نشته....دپاڅون په قلم

                                   اسټریټ کرایمز                                          &nbs

30.01.2008 ظفرساپی کریمي

ویره خو داسی…؟

                             ویره خو داسې ...................                               دپاڅون په قلم     

23.01.2008 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more