د"ښکلا" په دفتر کې                   

                                                                                              دپاڅون په قلم

 

    هغه خپل اواز لږ نور هم پورته کړو او د" قطعې" تعریف یې یو ځل بیا وکړو ـ خو بحث کونکي شاعر له خپل دریځ څخه یو انچ هم  اپله دیپله نه شو ـ اخر خبره دی ته ورسیده چې ددواړو لورو د خبرو تو پیر نه کیدو ـ  دیو د بل خبرې ته غوږ نه نیووـ لږه شېبه وروسته دځینو په مېنځګړیتوب هغوي دواړه لګ ساړه غوندی شول خو په دی شاعرانه ماحول اوس پیکه توب غزونې وکړی ـ هغه د پاڅون ترڅنګ ناست ښاغلي محمدیار ته مخ ستون کړو او ورته یې وویل  " نور زه  غونډو ته نه راځم ـ "
   محمدیار هغه ته په شاتو ډکه لهجه کې وویل  " زما خوږه حُسینیاره ! ناځوانه! ته د زابل خان (سعیدزابلي)په خبرو دومره خوابدی کیږې؟؟؟؟ "دمحمدیار په ځواب کې پند او ټوکه جوته وه ـ
     وړاندې له دی چې نور تفصیل ولیکم باید یادونه وکړم چې دغه کومه دکره کتنې غونډه نه وه ،بس خو دقندهار نه خپریدونکې مجلې "ښکلا" په دفتر کې د یو درجن ادیبانو یوه تصادفي لیدنه وه ،او تاسوته  خو دا مالومه ده که نه چې یو ځای کې د یو څخه زیات ادیبان شاعران جمع شي نو دغه ډول بحثونه بیا لازمي وي ـ ځکه خو پاڅون ته دا کیسه عجیبه نه بریښیده ،چې هغه نه یوازې ددغې قبیلې وګړی دی بلکې ددې څخه یې زیاتې سترې ادبي پیښې لیدلي دي ـ
     پاڅون ددوي ټول بحث ته غوږ نیولی ؤ،خو سترګې یې مخامخ د کتابتون دپاسه لګیدلي د بې نوا صېب د انځور په کتلو مشغولې وې ـ دده بل څنګ ته ناست یو بل زلمې چې صالح محمد صالح نومیدو ،غوږونو کې ماییک لګولی ؤ شاید خبرونه یې اوریدل او یا دا دهغه ځانګړې لایف سټایل ؤـ
     واصل حُسینیار او دوه دریو نورو ملګرو د رخصتیدو وروسته لاهم په چاپیرچل چپتیا خوره وه ـ د پاڅون په دماغو د جرس ادبي جرګې دبحثونو مارغه الو تنې کولې،چې هلته هم د تراخو ادبي بحثونو وروسته فضا دغسې د چُپتیا په لومه کې ګیره وي ـ
      یو دم پاڅون ډډه بدله کړه ،غاړه یې تازه کړه او ورسره سم یې د ګوتو په ږمنځ خپل ګډوډ شوي ویښتان ږمنځ کړل ـ دا د پاڅون ځانګړې تکنیک ؤ چې په داسې موقعو یې هلته (کراچۍ کې)څو څو واره ازمویلی ؤ ـ او هم دلته (قندهار)کې د پاڅون دا تجربه ددې سبب شوه چې محمدیار لومړی د پاڅون سترګو ته وروکتل او بیا حاضر محفل ته مخاطب شو  "د ا پاڅون صېب د کونړ ولایت اوسیدونکې،دجرس ادبي جرګې کراچۍ غړی دی "  او بیا یې  پاڅون په څنګل ووهلو او مخامخ ناست یو یو ملګري په پیژندنی بوخت شو ـ پاڅون به هر ملګري سره سترګې جنګولی او روایتی مُسکا به یې ورپیرزو کوله ، چې په ځواب کې به هر ادیب همدغه رسم په ښه توګه ترسره کولو ـ په دی خبرو خبرو کې پاڅون  خوا وشا خوږ بدلون محسوس کړو ـ
      "کونړولایت آآد طاهر فرهاد ولایت؟؟؟"   چا د شاعرانو له مېنځه په کرار اواز وویل ـ پاڅون خو لومړی په دغه خبره حق حېران شو ځکه چې هغه ځوانیمرګ فرهاد دهغو ورځو راهسې پیژندو کومو ورځوکې چې په هغه د شعر ښاپیرۍ کیښناستلی نه وه ،هغه به نېکر    اغوستو او دکوڅه ډبو سپو څخه به ترهیدو ـ خو اوس دهغه د مړینې کال شوی ؤ  او د پاڅون په یاداشت کې دهغه په یادونو ګردونه اوښتي ووـ پاڅون لا دی سوچ کې ؤ چې یو چا ځواب ورکړو " هو د ځوانیمرګ فرهاد د ولایت  کونړ……….."  مخکې له دی چې هغه نوره خپله خبره وغزوي هغه غریو ونیو او په سترګو کې یې غټې غټې وګرځیدی ـ دا زلمی شاعر او ادیب محمدیار ؤ چې تراوسه د ارواښاد په غم دومره غمژن ؤ لکه اوس اوس چې له دغه غمه خبر شوی وي ـ
    تر څو شیبو دکونړ په اړه پوښتنې د بحث موضوع وګرځیده چې پاڅون بې چاره کله په هو ،کله په نا او کله کله په شونډو دنرۍ مسکاپه ځواب ځوابولي ـ دی وخت کې یو بل ادبي بحث شورو شو ـ چاویل لنډۍ او ټپه یو شی دی ،چا ویل ځانله ځانله صنفونه دي ـ دپاڅون په دماغو یو ځل بیا دجرس ادبي جرګو دمذاکراتي غونډو غزونې وکړې ،چیرته چې دغه ډول ادبي مسلو باندی جامع او زړه پوری بحث ترسره کیږي ،دبحث موضوع یوه میاشت مخکې ټاکل کیږي او بیا هر غړې په موضوع دبحث لپاره اړوند کتابونه مطالعه کوي ـ د بحث کونکي ټولی خبرې (دګُزارش په بڼه)لیکل کیږي ـ او بیا د ټولنې دغړیو ترسره شوي کلني بحثونه د یو کتاب په شکل کې خپریږی ـ ددی کار دډیرو نورو ګټو سربیره یوه ګټه دا وي چې بحث کې هر برخه اخیستونکی د پیاوړومالوماتو ترلاسه کولو لپاره د ښواو معیاري کتابونو ژوره مطالعه کوي اویا دهسې بقراطو ویشتلو په ځای چُپ پاتی کیدو ته ترجیح ورکوي ـ
    پاڅون دکراچې د ملګرو برعکس د احمدشاه بابا په ښارکې دلیدلو شویو ټولو ادبي ملګرو کې ډیره زیاته مینه ،خلوص او پښتونولي په لومړي نظر محسوس کړه ،خو ددی سره ورته یو ه وړه نیمګړتیا هم محسوس شوه چې  هغوي په نزدی راتلونکي کې د مذاکراتي غونډو لپاره  څه پلان په نظر کې نه و نیولی ـ اوس به شاید هغوي دغه ډول کوم پروګرام خامخا وضع کړی وي ،ځکه چې ددغو ملګرو تر ډیره وخته د متفق پاتی کیدو لپاره مذاکراتي غونډو ته  هغه وخت هم بیحده اړتیا لیدل کیده ــــــــــــــــــــ-