دوه شعرونه
زیری څوک د سحر راوړي ،په افغان خو توره شپه ده
د زخمي زخمي مشرق د عظمتونو دې خدایې مل شي


اوس یې پېغلې د تمبو په شا ژړیږي چې ماښام شي
د کابل د مازیګر او ماښامونو دې خدای مل شي

                 غزل


لکه منزل ته چې څوک ستړی مسافر نه پریږدي
مونږ لیوني څوک په کوڅو کې ددلبر نه پریږدي

ماوې چې زه به ددې  دهر  ټول رازونه فاش کړم
په غلا مې وژني خلق ما د دار په سر نه پریږدي

زړګیه! بس نور به  د   زړه خبرې زړه کې ساتو
نلکې خورې شوې څوک په کلي کې ګودر نه پریږدي

اوس خو نازي او شوروي ازم اقرار وکړلو چې
دکلیسا خدایان دسر دپاسه ســــــر نه پریږدي

ملګریو!مه ژاړﺉ کابل په اوښکو نه جوړیږي
کابل ارام ته وارثــــان د پېغمبر(ص) نه پریږدي

طاهره!نن که ځانله ځانله دي سبا به یو شي
زما زلمي په خپله خاوره سکندر نه پریږدي

                   طاهر بونېری 1994
                    سرپاڼه