نېټه: 27.06.2010 11:04
لیکوال: غوریاخیل مجاهد
فدایې خره
تیره ورځ دکندهارملجات سیمی ته ورڅیرمه په یوه کور کی میلمانه وو چې ملګری ته مې وویل چې اشنا راځه ملجات ته ولاړ شو شپه به هلته دیو ملګری کره وروړو ځکه چې ښار کې بریښنا ورکه ده او اسمان هم اور شیندی.
مونږ په همدی شش وپنج کې وو چې ناڅاپه دملجات دباغونو په سر کې له یوه بی ساری درب سره یوه لویه لوخوړه داسمان پر لور پورته شوه چې ورسره دنژدی کورونو دکړکیو هنداری ماتې او کوټې له خاورو څخه ډکې شوی، خدایه خیر بیا ځوان مرګې وسو! هو ولا پر پوسته باندی یی وکې، لږ شیبه وروسته ډزی او د امبولاسونو هارنونه پیل شول مونږ هم دکور دباندی کوڅې ته راووتو چې هرڅه له نژدی ووینو چې ګورو ژورنالستان (په اصطلاح دټک سپې) هم راورسیدل. دپولسو د موټرانو رش پرزیاتیدو شو ځینو پولیسانو پیادل راځغستل، خوخیر چې کله خاوری لږ کمی شوی ومو لیدل چې امبولانسونه تش بیرته راستانه دی ایله مو زړه په قرار شو چې ځه لکه چې مرګ ژوبله نشته، مونږ هم زړه پیدا کړ او صحنی ته ورلنډ شوو عسکران یو بل سره ټوکې ټکالی کوی او دخرو غریبانو غیبت یې راخیستی دی . څوک وایې اوس به په جنت کې څوک پر ګرزی بل واېې چې خیر حوری خو له قیامته وروسته شهیدانو ته ویشل کیږی ترهغه وخته له خرو سره بازی کول هم بد نه دی او داسی نوری سپکی سپوری.
چې کله مو دعسکرو دکومندان خولې ته غوږ نیژدی کړ نو هغه هم تازه له ویری وروسته پر تنز را اړولی وه او تبصره یی کوله چې اوس جهاد پر خرو هم فرض شو ځکه چې دین ته ډیری خطری دی.
هو پښتانه چې پر وچو ځمکو او ډاګونو پراته دی تل ېې له بی چارګی او د جنت له هوسه خلګو غلطه ګټه اخستې ده چا چې بیا روپې او دجنت دواړه زیری ورکړو بیا نو لکه همدا بیچارګې فیداېې خره ځان توت ته هم خیژوی.
لږ شیبه پس مو ولیدل چې په فدایې حمله کښې کارول شوی خره چې سر او نور اعضا یی سره بیل ول یو عسکر په کراچې کی دعینی شاهدانو مخ ته تیر کړل چې وروستنې تر لکی لاندې ټوټه (عضوتناسل) یې د بدن دغوښو پر سر ورایښې وو او عسکر په لوړ اواز ویل چې دادې اسلام دادی وګوری. قاری یوسف احمدی (چې په دی نوم ډیر خلګ د طالبانو دویاندویانو چاری پر مخ بیایی) بیګاته وویل چې دا ریموټې حمله وه او ګڼ شمیر پولیسانو ته مرګ ژوبله واوښته دخری غریبی خو یی له سره ذکر ونه کړ خو خیر خدای په هرڅه خبر دی.
دمالوماتو ترمخه په پیښه کښې د خری لارښود یو ماشوم په شهادت رسیدلی وو او یو بل سپین ږیری لاروی ټپی وو چې لنګې یی په وینو لړلی پرته وه ، دخلکو دوینا سره سم چې خدای لوی فضل وکړ نور کله به دی پوستی ته څیرمه پر میدانی دغه مازدیګر مالې ډیرو ماشومانو لوبی کولی چې نن نه لیدل کیدل یا به د زیاتی ګرمی وجه وه او یابه فدایی حمله لږ سنجول شوی وه ولې چې کیدای شی خرو له انسانانو څه زده کړی وی.
یاره دالیکنه خامخا نشر کړه ، ستا بلا وګرزمنېټه: 27.06.2010 11:04

یاره دالیکنه خامخا نشر کړه ، ستا بلا وګرزم
نېټه: 27.06.2010 11:04
لیکوال: غوریاخیل مجاهد
بې عنوانه