مطبوعاتي پروپیګنډا

"ستا څه فکر دی افغانستان به جوړ اوارام شي "هغه ډډه ووهله او ورځپاڼه یې مخ ته پروت مېز باندې کیښودله ـ پاڅون ځان ځواب ورکولو ته چمتو کړو،خو هغې خپله پوښتنه پخپله ځواب کړه " نه.....نا ....نا بیخي نا.....بلکل نا.... داناممکنه ده"
پاڅون غلی پاتې شو،هغه خپله خبره نوره هم وغزوله" دایو ولسي پاڅون دی ـ امریکا دخپلو مفاداتو ترمخه دغه تحریک ته د "طالبان "یا "القاعده "نوم ورکوي او دا د امریکایانو مجبوري هم ده او پالیسي هم،چې ،ځکه چې که هغوي داسې ونه کړي ،نو نړۍ به پرې لکه دشورویانو دپړې او ملامتیاغږوکړي "ـ پاڅون تراوسه چپ او دهغې خبرې ته یې غوږ نیولی و،هغه ساه واخیسته او بیایې وویل "دامریکا حشر به هم ډېر زر دشورویانو په څېروي " ـ هغه دپاڅون سترګو ته وکتل او بیا یې پوښتنه وکړه "وایه کنه پیره  ستا څه خیال دی "؟
پاڅون مرۍ تازه کړه او دخبر تمهید یې ددی نه وتړه "دلته پاکستان کې ځانمرګي بریدونه څوک ترسره کوي؟" هغه هیڅ ونه ویل ـ پاڅون خپله خبره نوره هم وغزوله "په نړۍ مې تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه عراق کې ترسره کیږي ،ورپسې پاکستان کې ـ ستا په آند دا بریدونه څوک ترسره کوي ؟ ولسي خلق که ترهګر؟"
"ترهګر "هغه ښه په اطمنان سره لنډ ځواب ورکړـ
پاڅون بیا وویل "که زه ووایم چې دابریدونه ولسي خلق ترسره کوي نو ستا ځواب به څه وي ؟ "هغه وخندل او زیاته یې کړه "زه پخپله یو اولسي سړی یم،دمشرف دتګلارو خلاف هم یم،خو خودکُش جاکټ اغوستو ته هیڅکله تیارنه یم ـ"
پاڅون دهغه په ولي لاس کیښودو او وی پوښتل  "ولې؟"
هغه پاڅون ته اوږد ځواب ورکړو چې یوه خبره پکې دا هم وه چې هغه یوغریب سړی دی ،هغه خپله خیټه ډکه کړي او بچو ته سېر وړه پیدا کړي که سیاستونه وکړي ـ هغه زیاته کړه "که زه فداي حمله هم وکړم نو هیڅ ځای نه نیسي ـ ځکه چې ددی نه مخکې کومو ځوانانو دغه ډول حملې کړي دي نو هم هیڅ ځای یې نه دی نیولی ـ او دهغو وینې هغو لویو لویو مشرانو پلورلي دي چې هغه وخت به یې ځان دپرښتو بچي یادول او دهر یوه په لمن به مونځ کیدوـ"
پاڅون وخندل او تبصرې په انداز یې وویل " ستا په څېر هر سړی  بچي او سوچ لري ـ هر سړي ته خپله ماضي  ښه یاده ده ـ ددغو "پرښتو" کړنې له هیچا ځنې هېرې نه دي ـ پردې سربیره نه کرزی او نه مشرف ددوي دماما زامن دي "ـ
"نو بیا دا څو ک کیدل شي هغه پوښتنه وکړه ؟"
پاڅون ډډه بدله کړه او په کرار ه لهجه کې یې وویل" داهغه بهرنیان دي چې دخپلو هیوادونو دخلکو او حکومتونو څخه په دجرمونو په کولو تورن او مفروردي او اوس یې په ټوله دنیا کې ځای نشته - هغوي ځان له موږ سره داسلام په نامه ملګري کوي او دجهاد سپڅلې کلیمه راته په بل ډول تعریفوي  ـ که څه ددوي ګاونډکې اسرایلو ددوي په زمکه قبضه کړی ده ،خو دوي دهغوي نه تپوس نه کوي او زموږ لپاره ځانونه قربانوي ـ وګوره په څومره هنر موږ له ځانه سره ملګري کوي ـ"
هغه شونډې راټولې کړی او پاڅون ته یې په بد وچولي وویل "بس ....بس...بسس ته غلط وایې - دې کې خو یو شمېر پښتانه هم دي ،تردې چې زموږ دسېمې یو څو چینارچینار زلمي پکې هم شهیدان شول ـ"
پاڅون وخندل او ویې ویل" یه ساده سړیه دغه کمکیان خو دخپلې ماضي ناخبره دي"
هغه تندي ته ټک ورکړو او بیا یې پاڅون ته کتلو وروسته وویل" ښه نو دا ټول اخبارونه خو لیکي ،چې افغانستان کې ولسي خلق د کرزي د حکومت خلاف راپاڅیدلي دي او وسله واله مبارزه یې پېل کړې ده "ـ هغه یو اخبار راپورته کړواو په هغه کرښه یې ګوته کیښوده چې پکې لیکل شوي ول "په ټول افغانستان کې دحامد کرزي واک یوازې ترکابله محدود دی "ـ هغه وویل وګوره! دا اخبار هره ورځ دداسې خبرونو اوشننو ډک وي ,اوس ته اوویه ته ډېر پوهیږې که داخبار والا؟" ـ
پاڅون دهغه سره راستي واچوله او وی ویل "یا دالله بنده !لکه څنګه چې ته دیو ولسي سړي په توګه امن،سوله او ثبات غواړیاودخپلوبچو لپاره ماښام ته حلاله روزي پیداکول غواړې،ستا په څېر خلک هلته هم دي ـ ستا غوندې مسلمانان،ستاغوندې پښتانه او ستا غوندې غریبانان دي ،خو البته یو توپیر موجود دی "ـ پاڅون غلی شو،هغه په ډیره توجه دپاڅون په مخ نظر واچولو،شاید هغه دتوپیر دجوتولو خبرې ته منتظر ؤـ پاڅون لاړې تېرې کړی او وی ویل" تا جنګ په خپلو سترګو نه دی لیدلی،یوازې دې د ټي وي د سکرین له لیاری دی کتلی دی او هغوي دیرش کاله دغه "لوبه" کړی ده ـ هغوي د خپلو خوږو جنازې په خپلو اوږو وړي دي ،هغوي د کونډو وران کورونه پخپله لیدلي دي ،هغوي د خپلو کورونو څخه پورته کیدونکی لوخړې د خپل سر په سترګو لیدلي دي ،اوس هغوي ستړي دي ،ځکه دا هسې خبره نه ده ،دګور له حاله مړي ښه خبر وي ، هغوي نور سوله غواړي ،جنګ نه ــــ"
هغه سر ښکته پورته وخوزاوه او وی ویل "رښتیا دیرش کاله ډیره زیاته موده ده او دومره موده جنګ سړی دلادو بادو پریباسي  ـ موږ دې یو څو خودکشو ستړي کړو ،پاتی شوه لادیرش کاله - واله ګرانه څه چې ناممکنه ده ،خو دا  راته ووایه چې دا اخبارونه ولې زمونږ ذهنونه د شکونو څخه ډکوي ،ددوي مرام او هدف څ ه کیدی شي "؟ هغه د ځواب سره تړلې پوښتنه وکړه ـ
پاڅون وخندل او سمدست یې ځواب ورکړو" دایو لوي داستان دی ،خو ددی په اړه دا یو مضمون وګوره ،څه نا څه سر به دی خلاص شي ـ
پاڅون د"آفاق "تازه ګڼه هغه ته په پر مېز دپراته اخبار دپاسه کیښوده او دتلو اجازه یې ترې واخیسته -