غزل

اور خُـــلې ته اچوو چې سا اخلو
پېټی  دژوند په ماته  ملا  اخلو

داچې لاسونه سرهء په وینو راوړو
دا انــــــــــــــتقام اخر له چا اخلو؟

زلفې وي،سترګې او که وروزې باڼه
مونږه پــــــــه ســــــــر هره بلا اخلو

تیارې که ډېرې وي خو لار به وهو
ستا لـــــــــه جبینه  به  رڼـــــــا اخلو

توره به راخلو خو دا هم به ګـــورو
شر پـــــــــه ســر اخلو خو دچا اخلو

زمونږ ه دغه خوشبخــتي هم ډیره
خپلو کورونو کې چې ســـاه اخلو

په دغه لـــــــــوري لوي سفر دهجر
په دغه لوري بــــــــــه ګام بیا اخلو


لکه  د ګل زړه پــــه خندا چوَ دلی
مـــــــــــونږه د ژوند دغه مانا اخلو

مونږه په دې  یــو رازوړند له ژبو
مونږه  نامه پــه شونډو ستا اخلو

چې د وصال ارزو په زړه کې لرو
سر به تلي کې خامــــــــــــخا اخلو
              وصال مومند کراچۍ