ما په دار کړه چې منصور خلقو ته ياد شى

                                       
                             ما په دار کړه چې منصور خلقو ته ياد شى
                                   موده وشوه څوک په دار نۀ دى ختلى
      هو دا نعره هر سړی نۀ شي وهلی او نۀ د هر چا د وس خبره ده ځکه چې ددې نعرې لپاره ډير حرارت او مضبوطيا پکار ده او څوک چې  مضبوط وي جرات پکښې وي  نو هغه د بادار او سرمايه دار په وړاندې د بغاوت نعره پورته کولی شي دا نعره هغه څوک پورته کولی شي چې سر په تلي کښې ګرځوي او دخپل سر د تاوان پرواه نۀ کوي.
زمونږ په چاپيرچل کښې ډير داسې اديبان، شاعران  شته چې حق ته حق نۀ شي وئيلی او د دار له ويرې او دخپلو ذاتى مفاداتو لپاره د بادار او سرمايه دار ستائنې کوي خو ولې ډير داسې هم شته چې هغوى خپل سرونه په تلي کښې ايښودي د بادار او سرمايه دار په وړاندې د حق کلمه وائي او د بغاوت  اعلان کوي ددې بغاوت لپاره ئې پخپل ځان او خاندان ډيرې سختۍ ګاللي او په زندانونو کښې بنديوان  شوي دي خو ولې د خپل قام د بقاء د قام د ښيرازۍ او دخپلې خوددارۍ او نظريې په سر سودا نۀ کوي بلکې د هيڅ ظالم او جابر پرواه نۀ کوي . او د خپل قام په غم دردمند او د زړۀ په وينو ئې ژړلي وى  داسې شخصيات ډير کم د ګوتو په شمير وي په دغو شخصياتو کښې يو نوم د حق رسيدلي محترم سيف الرحمان سليم صيب هم دی، سليم صيب نۀ يوازې يو سماجي کارکن، شاعر اديب، صحافى او د مزدور په درد دردمند بلکې د علم يوه اکيډمي وه، سره ددې چې سليم صيب په ظاهري وجود ډير کمزورى ؤ خو ولې په باطنى وجود يو ازمری ؤ، هغه دچا نه هم ويره نۀ ده کړې او نۀ ئې د بادار ستائنه کړې ده او نۀ ئې پرواه کړې ده او هم دغه وجه وه چې د وخت د جابر  دلاسه په زړۀ ژوبل ژوبل او ډيرې سختې ئې ګاللې دي، سليم صيب پخپل ذات کښې يو انجمن ؤ. هغوى سره چې څوک هم لږ ناست وي د ټول عمر لپاره ئې مريد شوی دی هغه يو داسې بې لالچه پير ؤ چې د لر او بر ډير خلق ئې ناليدلى مريدان وو.
        يوه ورځ ما خپل مشر محترم سليم راز صيب څوک چې د سليم سيف الرحمان صيب ډير نزدې ملګری او هم خيال ؤ ما ترې د سليم صيب د کتاب په حقله پوښتنه وکړه نو راز صيب راته ووئيل چې د سليم صيب يو کتاب ډير پخوا افغانستان کښې چاپ شوی دی خو ولې اوس ناياب دی زۀ به څۀ شعرونه تاله د هغوى درکړم بيا ډيرې ورځې پس يوه مجله کومه چې په شمير پنځۀ شپږ پاڼې وه راکړه چې پکښې د سليم صيب شپږ اتۀ غزلې او څو شعرونه وو خو ولې په هغې زما تنده ماته نۀ شوه.
ت     يرو ورځو کښې چې انورزيب صيب وحدت ته راغلو او د سيف الرحمان سليم صيب شعرى کتاب، "د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم" راکړو ډير خوشحاله شوم چې اوس به دسليم صيب په شاعرۍ د هر چا تنده ماته شى.
د ستر او منلي شوي ملنګ غوندې  شاعر په شاعرۍ کښې چې څومره نظمونه  او غزلې دي ټولې د تغزل نه پرمعمور او ډير په ساده ژبه کښې دي چې خاص او عام طبقه دواړه پرې ښۀ په اسانۍ سره پوهيږي .
ددې نازک خياله شاعر  په شاعرۍ کښې کۀ يو طرفته د سرمايه دارې طبقې نه د بغاوت څرګندوالی کيږى نو بل طرف ته پکښې مينه، محبت او پښتنو ته د يووالي او غيرت درس ورکړی کيږي .
د سليم صيب په غزل کښې رمزئيت، بې باکي اوخلوص ډير ليدل کيږي  هغۀ د خپل مزدور په حال دردمند دی او د مزدور خولې ته د ګلاب د شبنم تشبيهه ورکوي هغه مزدور ته زيری ورکوي او دبيدارۍ درس ورکوي او دشعور او احساس د سترګو غړولو چل ورته ډير په هنري  انداز ښائى د جذبو نه ډکې ترانې ورته وائي . دې ملنګ غوندې سړى کښې ډير کمالات وو دی په دې ښۀ پوهه ؤ چې پخپله زمکه  اغيار پريښودل نامردي ده تباهى ده د اغيارو مقابله کول شجاعت، بهادرى او پښتو ده، نن چې د پښتون په لوئې کور افغانستان او پښتونخوا کښې اغيار کومه دپښتون د ورکيدو لوبه شروع کړې ده د هغې اصل وجه هم دا ده چې پښتون د څيلمې د غفلت په خوب اودۀ دی او په دوي کښې  دبيدارۍ هيڅ اثار ترلرې لرې نۀ ښکارى، کۀ چرې نن هم پښتون د غفلت د خوبه بيدار نۀ شو او د خپلې خاورې نه ئې اغيار ونۀ ويستلو  نو بيا هيڅ کله هم پښتون بيداريدی نۀ شى.
       سليم صيب چې کوم عشق او محبت کوي په هغې کښې د سربائيلل ورته تاوان نۀ بلکې ګټه ښکارى او په دې فخر کوي لکه چې وائى:
                         ننګ ناموس دې کۀ په عشق کښې بائيلل خير دی
                         سر چې بائـــــــــــــــــــــيلې نو تاوان به دې راسر شي
سليم صيب د اشنا غم هم اسوده او خوشحاله ليدل غواړي :
                               د زړۀ وينې ورکؤم چې اسوده وى
                             ستا غمونه دې خداې نۀ کړى چې نهر شى
     دغه ملنګ غوندې سړی د شاعرۍ د کمال درجې ته رسيدلی دی ددۀ په شاعرۍ کښې چې کوم درد دے نازک خيالى ده او څومره مينه او بغاوت دی دا د ډيرو کمو ليکوالو په شاعرۍ کښې موندلی شي  هغه پښتنو ته د پرمختګ لاره ښائي  او کۀ يو طرف ته دا وائى چې:
                                  د پښتنو قافله څۀ ده دا رهټ غوائی دی
                                چې په يوه دائره کښې چورلي دا به چرته رسي
نو بل ځاې کښې د پښتو په اړه اغيارو ته وائى چې:
                           ګمان نۀ کؤم چې لواړ به ئې څوک تير کړي
                          لا زيګوالی دومره شته دی په پښتون کښې
د وطن سره مينه يو فطرتى عمل دی وطن سره چې څوک مينه نۀ کوي هغۀ ته پښتو کښې بل څۀ وائي ځکه چې د وطن او خاورې مثال د مور دی سليم صيب د وطن د هر وګړي مرګ خپل مرګ ګڼي دی د خپل قام په ژوبل  حالت ژړا کوي ا و دخپل قام درد ته د ټينګې نۀ دی:
                                    هر وګړی چې د قام مې وژل کيږي
                                   ما ته داسې درد رارسي لکه زۀ مرم
دا ملنګ غوندې انسان په انسان مئين ؤ او د انسان سره ئې تل مينه کړې ده د هغۀ  واعظ سره نۀ لګيده خو ولې  واعظ ئې په تکليف او مصيب هم نۀ شي پيرزو د هغۀ په بيمارۍ ئې خفګان ښکار کړی دی لکه چې وائى:
                                      کۀ مې شل ځله ناخوښه ئې واعظه
                                      چې خبر شومه ناروغه ئې خفه شوم
                                      چې پرې علاج د چا د اوښکو وشي
                                           ما نه  زما د ژوند خندا واخلئ
سليم صيب دپښتو ژبې يو مئين نۀ بلکې يو ليونی ؤ هغۀ تل د پښتو ژبې د پرمختګ او ترقۍ لپاره مصيبتونه ګاللي دي اودا ئې سخت ارمان ؤ چې پښتو په سرکاري سطحه د تعليم ژبه شي هغۀ د نورو ژبو مخالف نۀ ؤ خو ولې دا ئې خپل حق ګڼلو اودا ضرورت هم دی ځکه چې يو ماشوم  ته په پردۍ ژبه کښې تعليم حاصلول ډير ګران پريوځي بايد چې پښتو دې د تعليم لازمى مضمون وګرځول شي او پښتنو ته دې خپل ائيني او قانونى حق ورکړی شي د دنيا څومره ترقيافته قومونه چې دي  هغوى تعليم پخپله مورنۍ ژبه کښې کړی دی نو ځکه د ترقۍ ميدان کښې شامل شوي دي او کوم قومونه چې په پردۍ ژبه کښې تعليم حاصلوي هغوى چرې هم ترقي نۀ شى کولی :
                    د جومات استاذ عرب دی په مکتب کښې دهلى وال دی
                        يو اســــــــــتاذ راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ