دشمس القمر اندېش دکلام څو بېلګې
په سېوري د ديدن يُو کۀ د هجر په نمر يُو
کۀ زۀ يم او کۀ تۀ ئې په يو لور د سفر يُو
دا بس ده چې مونږ څنګ په څنګ روان يُو په دې لار
کۀ ستړي کۀ ستومانه يُو کۀ اوږي نهر يُو
نۀ يُو مونږه د حق او د ناحق نه ناخبره
نۀ مونږ د وخت د خوشې غلبلو نه خبر يُو
پوهېږو چې تۀ څۀ ګورې دې تکه توره شپه کښې
مونږ ستوري د ارمان ستا د رڼا د سحر يُو
تر څو چې مونږ خپل ځان پخپله نۀ دی پېژندلی
رسوا به د دې کلي او محلت در په در يُو
عادت مو د وريځې د وفا د دشتې نۀ دی
په للمه د رقيب د ورېدو د هنر يُو
مئينو وې چې مونږه نذرانه د نظر يُو
ښائسته ؤ وې زمونږه څۀ څاري د ګل زر يُو
زمونږ په ورکېدو پسې ډېر لاړۀ راغلۀ ورک شو
خبر نۀ وو چې مونږ د ننګ درې د ټبر يُو
دا ولې د بې دړدو مخکښې داسې يُو بې وسه
کۀ مونږ د دې وطن د مينې دړد د ځيګر يُو
د امن ټپې ماړوه شپېلۍ کښې د ټوپک
چې مونږه پښتانۀ د دې رواجه بهر يُو
ګل مينې! هغه شاړه، هغه مال، هغه سپرلی
د کوم وخت نه ولاړ د ياد د څُوکې په سر يُو
يادېږو په ملت د ابراهيم عليه السلام
خرڅېږو بازارونو کښې بُتان د اذر يُو
ولاړ په خپلو پښو باندې څوک مونږه څۀ ګڼي؟
چې ناست يُو د بل لاس ته بيا قابل د قدر يُو
مونږ دا هنر زده نۀ کړلو چې مړی کړو ژوندی
ژوندي له مړني د کنستو د قبر يُو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
د خپل احساس تابعداري كومه
دا چې د شعر فنكاري كومه
ځكه رنګين دی ستا د حسن بهار
د خپلې مينې آبياري كومه
هر غم مې ښكل كۀ د ځيګر په وينه
په زندګۍ كښې ګلكاري كومه
زړګيه شرط دی محبت كوم ئې
د چا به څۀ منت زاري كومه
ستا د ښائست تر پولو نۀ ده اشنا
ډېره خوره وره ياري كومه
څۀ به د حسن د جفا وايمه
څۀ به د مينې بې زاري كومه
ستا د بې نيازه تصور جلوه كښې
لكه پتنګ ناقلاري كومه
زۀ غلامي د خپل ضمير كومه
د دغه ډول سرداري كومه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا محبت کښې شکايت د جفا خوند نه راکئ
ماته رسمى غوندې انداز و ادا خوند نه راکئ
نه مې تېشې، نه بيابان، نه سر د دار ته فکر
ماله په مينه کښې نيمګړې سزا خوند نه راکئ
ساقي څه داسې که دې راکړه چې بېدار شمه اوس
نورې نشې راته د مې او مينا خوند نه راکئ
دا څنګه ژوند دی چې په ژوند باندې مئين نه يمه
دا څنګه چل دی چې دنيا کښې دنيا خوند نه راکئ
چې څو يې حسن زما زړه او نظر ګډوډ نه کړى
ماله د زلفو په تور تم کښې پنا خوند نه راکئ
دا نه پوهېږم نېکبختى که بدبختى ده زما
بل څه د خپلې تمنا نه سېوا خوند نه راکئ
ـ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لار د ازغو نه او هوا ده د لشو نه ډکه
لحظه لحظه ده ددې کال د حادثو نه ډکه
په زمکه اور د ظلم زور دی په هر لور باندې بل
د اسمان غېږ ده د ترخو ترخو لوګو نه ډکه
په هر نظر کښې د غضب وينه موجونه وهي
مېخانه ټوله ده د زهرو د کاسونه ډکه
دلته به څوک وژاړى غم د ارمان نه ريژېدو
باغچه ده لور په لور د مړاؤ منجرو نه ډکه
هره کوڅه کښې دانسان د سر ده لوبه ګرمه
هره جولۍ ده د ټوپک د مړدکو نه ډکه
پاس چرته څانګه کښې چنچڼه په نظر نه راځى
ښکته جنګۍ ده د ښکاريانو د ليندو نه ډکه
زه خو هر کال چې هر کلی د نوي کال کوومه
د زړه کاسه کړم د خوبونو د وږمو نه ډکه