د پښتو ژبې بې مثاله مبلغ اندېش شمس القمرسره مرکه
مرکه :ـ امجد شهزاد
شمس القمر اندېش د پښتو ژبې په مشهورو غزلګو شاعرانو کښې ګڼلی شي. د نوو نوو تراکيبو او استعاراتو استعمال، د فکر او خيال جدت، د امروزه ژبې بې ساخته استعمال او يو نظرياتي نکتۀ نظر د دوي شاعرۍ ته يوه منفرد رنګ بخښلی دی، تر اوسه د دوي شعري مجموعه چاپ نۀ ده البته دوه کتابونه چې په سياسي نظمونو مشتمل دي چاپ شوي دي. دامرکه ښاغلي امجد شهزاد د پېښور نه خپریدونکی مجلې ((پښتون)) لپاره کړی ده چې د "کراچۍ" مینوالو ته یې کټ مټ په هم هغه بڼه وړاندی کووـ
پوښتنه : سياست خو تاسو ته په وراثت کښې پاتې شوی دی ځکه چې ستاسو مشران خدائي خدمتګار وو خو ادب ته څنګه راغلئ؟
اندېش : زمونږ په کور کښې د ادب سره د چا څۀ تعلق نۀ ؤ يعني ادبي کورنۍ نۀ وه خو د پښتنو په اکثرو کورونو کښې دا يوه خبره وه چې زنانوؤ له به پښتو لوستل ورتلل. نو زمونږ چې کومې اولسي قيصۍ دي د دې کتابونه به خلقو لوستل او زمونږ ديني ادب خو هم ټول په پښتو کښې ؤ لکه وفات نامه، نور نامه، جنګ نامه او داسې نور. د دې نه علاوه به د عبدالله استاذ نعتونه وو، د مولود شريف محفلونه به وو يا د اولسي ټنګ ټکور مجلسونه به وو د دې نه علاوه د ادب سره زما د تړون اهمه وجه ((پښتون)) رساله وه. زما پلار چې به د جلسې نه راغی نو ((پښتون)) رساله به ورسره وه. وئيل به ئې چې باچا خان وائي چې دا رساله به خامخا اخلئ او څلور انې به ورکوئ او خامخا به ئې ګورئ او په کور کلي او حجره کښې به ئې هم خلقو ته اوروئ. نو پلار به ماته وئيل چې دا ماته ولوله. ما به ورته لوستله، په هغې کښې به د سياسي مضامينو سره شعر و شاعري هم وه. بل هغه وخت کښې د خدائي خدمتګارۍ تحريک کښې هم ډېر شاعران اديبان وو. په هره جلسه کښې به د باچا خان د جلوس نه وړاندې شاعرانو انقلابي نظمونه وئيل. لکه
عبدالمالک فدا، ستي جان، اميرنواز جليا، شاد محمد مېږی، عبدالاکبر خان اکبر او د دوي نه علاوه عبدالواحد ټېکېدار يا کۀ څوک د علي حېدر جوشي په حقله هر څنګه رائې لري خو دوي د خدائي خدمتګار تحريک د سټېج شاعران وو او ډېر ښۀ کردار ئې ادا کړی دی. بله دا خبره وه چې رساله او اخبار خو يو څو تنو ته رسېږي او د دې شاعرانو نظمونه به په يو وخت کښې په زرګونو خلقو ته چې جلسه کښې به موجود وو، رسېدل او هغې به ډېر اثر کولو.
پوښتنه : ستاسو مطلب دا دی چې د شعر و ادب په خورونه کښې د دې تحريک لوئي لاس ؤ او په خلقو ئې اثر هم ؤ؟
اندېش : بالکل، د دې تحريک په خلقو ډېر اثر ؤ او د دې اثر دومره زور ؤ چې په ښادو کښې به جينکو باچا خان د تمبلونو سره په سندرو کښې ستائيلو. ماته اوس هم يوه سندره ياده ده چې:
دا باچا خان پېنډۍ له ځينه،
نندارې دي نا، شمع بلېږي
يا دا قسم ټپې چې :
کۀ د ځلمو نه پوره نۀ شوه
فخر افغانه جينکې به دې ګټينه
په متلونو کښې ئې ځائی موندلی ؤ لکه چې چا به څۀ بيګار کوو نو وئيل به ئې:
ډوډۍ به خپله خورې او پرېډ له به سنګاوو ته ځې
سنګاوو کښې به خدائي خدمتګارو پرېډ کولو. نو زۀ وايم چې په خلقو کښې د دې تحريک دومره ژور اثرات وو.
پوښتنه : د پښتو ژبې په پرمختګ کښې د خدائي خدمتګار تحريک ډېره لويه برخه ده، دې سره ستاسو اتفاق شته؟
اندېش : د ژبې د اهميت نه باچا خان په ډېره ښه توګه خبر ؤ. هغۀ به وئيل چې د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي او کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي نو هغه قام سپک شي. ژبه خو د يو قام پېژندګلو وي. په يو قامي تحريک کښې خو د ټولو نه اهم څيز ژبه ده. چې دژبې اهميت واضح شي. ((پښتون)) رساله به په پښتو کښې وتله، په ازادو سکولونو کښې د تعليم ذريعه پښتو وه. ژبه د قام څهره ده، شناخت دے چې دا نۀ وي نو د ودرېدو ځائے دې نشته چې کوم صف کښې به ودرېږې؟ الله پاک په خپله په قرآن شريف کښې فرمائي چې ما قامونه او قبيلې د دې دپاره جوړې کړي دي چې تاسو وپېژندې شئ.
پوښتنه : دا خبره واضحه ده چې پښتنو د خپلې ژبې دپاره د نورو ټولو خلقو نه زيات جدوجهد کړی دی او د نورو ټولو قامونو نه اول ورته باچا خان د ژبې اهميت په ګوته کړی دی خو چې اوس مونږ ګورو نو په سندهـ کښې سندهي ژبه سرکاري او دفتري ژبه ده او په بنګال کښې چې کله په کال 1948 کښې جناح صېب ډهاکې ته لاړو او وې وئيل چې اردو به د پاکستان قامي ژبه وي نو هغوي ونۀ منله او د هغې خلاف ئې تحريک شروع کړو او په کال 1952 کښې ئې د خپلې ژبې شتۀ کولو دپاره د ځانونو قرباني هم ورکړه. خو مونږ تر اوسه ژبه ونۀ ګټله. د دې څۀ وجه ده؟
اندېش : د بنګاليانو خو واضحه اکثريت ؤ او سندهيان کۀ په سياسي توګه په هره پارټۍ کښې دي خو د ژبې په حواله يوه خُلۀ دي. پښتنو کښې د ژبې مسئله صرف قام پرستو قوتونو راوچته کړې ده. نورې پارټۍ ئې هيڅ کله خپله مسئله نۀ ګڼي بلکې د هغې خلاف اقدامات کوي. اېم اېم اې په صوبه کښې اردو دفتري ژبه کړه نو تر څو چې ټول قام په دې مسئله يو شوے نۀ وي دا مسئله به هم داسې وي.
پوښتنه : زمونږ قام پرسته قوتونه کۀ چرې اسمبلو ته تللي دي نو هغوي د ژبې دپاره څۀ کړي دي؟
اندېش : دلته بيا هغه خبره ده چې زمونږ اکثريت خو چرته راغلی نۀ دی نورو سياسي ګوندونو د ژبې په حواله زمونږ ملګرتيا نۀ ده کړې. ولي خان به وئيل چې تاسو ما د زمرو ښکار له لېږئ او په لاس کښې مو ليندۀ راکړې ده نو په دې خو زۀ زمری نۀ شم ويشتی.
پوښتنه : د شاعرانو اديبانو په دې حواله څۀ رول دی؟
اندېش : په دې حواله زما موقف دا دی چې د ژبې دپاره مونږ له يوه کرښه راښکل پکار دي. مونږ په پښتو کښې ادب تخليق کوو، دا ټول ادب په پښتو کښې دی خو د پښتو نۀ دی.
پوښتنه : دا خبره کۀ لږه واضحه کړئ نو...
اندېش : مطلب دا چې د ادب تعلق نېغ په نېغه د ژبې سره دی . زمونږ لويه مسئله د ژبې ده. نو مونږ له په هر فورم هم دغه مسئله راوړاندې کول پکار دي. خبره په ادب کښې د يو نظرياتي تړون ده. مونږ کۀ هر څۀ ليکو خو چې خبره پکښې د پښتو کوو. مثلاً يوه افسانه مونږ رومانوي هم ليکلې شو خو داسې ئې هم ليکلې شو لکه د فرانس يو افسانه نګار چې ليکلې ده چې په سکول کښې فرانسيسي ژبه بنده شوه نو د فرانسيسۍ استاذ استاذي پرېښوده چې فرانسيسي نۀ وي نو زۀ استاذي هم نۀ کوم. نو دا قسم خبرې، دا قسم سوچ په هر صنف کښې پکار دی. ماته يوه خبره رايادېږي دا مې ډېر ځله کړې هم ده. په فرانس کښې يو ځل پوهان راغونډ شو او په دې خبره يو مباحثه وه چې دا څنګه چل دی چې روم او يونان زمونږ نه په سائنس کښې ډېر بره او وړاندې لاړل او مونږ وروستو پاتې شو. ډېر وجوهات وړاندې شو خو يو پروفېسر بېلی دا ووئيل چې تاسو خپل ټول توان په يونانۍ، اطالوي او لاطينۍ کښې خرچ کړی دی او خپله ژبه مو پرېښې ده او دغه قامونو خپله ژبه رانيولې ده. په هغې کښې علم خوروي، کار پکښې کوي ځکه زمونږ نه وړاندې دي. کۀ تاسو دغه ټول کار په خپله ژبه کښې کړی وې نو هغوي يو افلاطون پېدا کړی دی تاسو به سل پېدا کړي وو. دلته ماته د بابائی اردو مولوي عبدالحق يو قول رايادېږي. هغه وائي (( چې هر انسان ته د خپل مور و پلار نه يو ډېر پاک ساک او مقدس امانت پاتې کېږي دغه د هغۀ مورنۍ ژبه ده چا چې دا مورنۍ ژبه پرېښوده دغه انسان ناخلف دی.))
پوښتنه : د ژبې نه علاوه په يو قامي جمهوري تحريک کښې د يو شاعر، اديب يا فنکار مصور، سندرغاړي، موسيقار څۀ رول جوړېږي؟
اندېش : پکار ده چې شاعر اديب فنکار د مشرانو سره څنګ په څنګ اوږه په اوږه ودرېږي. د باچا خان تحريک زمونږ په وړاندې دی چې په هغې کښې د شاعرانو او فنکارانو څومره رول ؤ. هيڅ يو سياسي تحريک د شاعر اديب او فنکار د مرستې او ملګرتيا نه بغېر وړاندې نۀ شي تلې. د دنيا د ټولو تحريکونو او انقلابونو تاريخ وګورئ د شاعر اديب او فنکار پکښې يو ښکاره کردار دی. د قلم وسله د ټولو نه زوروره ده د فن ژبه د ټولو نه موثره ده.
پوښتنه : پاکستان کښې چې د پښتو په نوم څومره سرکاري ادارې دي، د دوي د کار نه تاسو مطمئن يئ؟
اندېش : نۀ، بالکل مطمئن نۀ يم. دلته ټوله طريقه غېر سائنسي ده. تر څو چې پښتو د دفتر او سکول ژبه شوې نۀ ده نو د دغه ادارو د کار څۀ مطلب؟ د ژبې دا حال دی چې لګيا ده ورکېږي نو دغه ادارې کۀ څۀ کار کوي هم نو د څۀ دپاره ئې کوي؟ چا دپاره ئې کوي؟ زۀ يو مثال درکوم. زما تعلق د يوې کاروباري کورنۍ سره دی. مونږ خو مارکيټ ګورو چې د مال اخستونکي څومره دي او څۀ غواړي نو هغه سپلائي کوو. يا مال له د وړاندې نه مارکيټ جوړوو ورستو مال لېږو. اول خو ژبه شتۀ کول غواړي، لوستونکي پېدا کول پکار دي.
پوښتنه : دا ګيله عامه ده چې د پښتو لوستونکي نشته خو مونږ ګورو چې د غني خان، خاطر اپريدي، ملنګ جان، رحمت شاه سائل او څو نورو شاعرانو کتابونه په زرګونو خرڅېږي. کمي په شاعر اديب کښې ده کۀ په لوستونکو کښې؟
اندېش : د هغې خپل ځنې وجوهات دي . د نورو خبرو سره سره د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې دغه خلقو د عام اولس خبره کړې ده. د عام اولس په ژبه ئې کړې ده او د ټولو نه اهم رول پکښې د موسيقۍ دے چې موسيقارانو او سندرغاړو دغه شاعري خلقو ته په يوه ډېره موثره طريقه رسولې ده په هغوي ئې منلې ده. د هغوي د روزمره ژوند برخه کړې ئې ده. ما هم کۀ نن څوک پېژني نو لويه وجه پکښې د موسيقۍ ده چې زما شاعري د موسيقۍ په وسيله خلقو ته رسېدلې ده.
پوښتنه : د پښتو کلاسيک نه واخله تر دې وخته د پښتو لوئی لوئی شاعران د کرښې دې پله دي اوس هم د پښتنو ستر شاعران دلته دي. افغانستان کښې خو پښتو سرکاري ژبه هم وه هلته پښتو شاعرۍ ولې دومره ترقي نۀ ده کړې؟
اندېش : د هغې ځنې بنيادي وجوهات دي يو خو د لهجې وجه ده. د پښتنو دوه لويې لهجې يوسفزۍ او قندهارۍ دي. يوسفزۍ لهجه د شعر دپاره موزونه ژبه ده. د کلاسيک نه واخله تر اوسه د پښتو د ټولو لويو شاعرانو شاعري په يوسفزۍ لهجه کښې ده. بله وجه د مزاحمت هم کېدی شي. دلته خلقو اکثر د مزاحمت ژوند تېر کړی دی او تر اوسه د دغه صورت حال سره مخ دي نو ښۀ ښۀ شاعران ئې زېږولي دي خو داسې هم نۀ ده چې افغانستان کښې ښۀ شاعران نشته. قيام الدين خادم، ګل باچا الفت، ملنګ جان، عبدالباري جهاني، پير محمد کاروان ډېر ښۀ شاعران دي.
پوښتنه : د پي ټي وي پېښور سنټر نه ئې پښتو لرې کړه خو چې څومره احتجاج پکار ؤ هغه ونۀ شو، په دې حقله تاسو څۀ وايئ؟
اندېش : پي ټي وي کښې چې کوم نشت نيمګړي نشريات وو هغوي هم ټوله ژبه او ثقافت خرابوو خو بيا هم د پښتو يوه نخښه وه.
پوښتنه : د ژبې خرابولو په حواله خو خېبر ټي وي هم ډېر بدنام دی. په دې حواله تاسو څۀ وايئ؟
اندېش : خېبر ټي وي خو پنجابيانو د ژبې د خدمت دپاره نۀ دے جوړ کړے هغه خو کاروبار کوي خو بيا هم ما او تا پرې د پي ټي وي په نسبت په ډېره ازادۍ خپله خبره کولی شو. هر چا ته د خپلې خبرې موقعه ورکوي. څۀ نا څۀ فائده ئې شته.
پوښتنه : د ((پښتون رسالې په حواله څۀ رائې يا مشوره؟
اندېش : ((پښتون رساله خپل يو تاريخي کردار لري، يو اهميت لري، نن هم دا د تحريک رساله ده. په دې کښې داسې مواد چاپول پکار دي چې دا تحريک په وړاندې بوځي، دې له وده ورکړي. په دې کښې د پارټۍ هلې ځلې چاپول دي. د خدائي خدمتګارو تحريک خلقو ته رسول دي. د خدائي خدمتګارو تذکرې محفوظول دي. د باچا خان او ولي خان ليکلي يا په دې حواله د نورو خلقو ليکلي کتابونه چا ته رسېدلي نۀ دي. د هغې نه اقتباسات شاملول دي يعني چې دا په نن وخت کښې هم خپل تاريخ رول ادا کوي.
پوښتنه : تاسو تراوسه خپل کتاب ولې نۀ دی چاپ کړی؟ څۀ خاص وجه؟
اندېش : نۀ څۀ خاص وجه نشته. بس زما دا طبيعت داسې دے. ما خپله شاعري محفوظه نۀ ده ساتلې. اوس دې کشرانو زما څۀ شاعري راټوله کړې ده نو چاپ به شي.
پوښتنه : د غزل نه علاوه تاسو نورو کومو اصنافو کښې طبع ازمائي کړې ده؟
اندېش : ما افسانې ليکلې وې. دې کشرانو د 1957 ځنې افسانې راپېدا کړي هم دي.
پوښتنه : ستاسو خوښ شاعر؟
اندېش : خوشحال بابا چې د ګفتار سره سره د کردار غازي هم ؤ اوس په دې زمانه کښې ماته اجمل خټک د هغۀ مثال ښکاري چې څۀ ئې وئيلي دي نو هغه ئې کړي دي. ډېره لويه مبارزه ئې کړې ده. ډېرې سختۍ ئې تېرې کړې دي.