دوه ورځې کابل کې دوه ساعته پلچرخي کې

                                       ظفرکریمي
      دبېنظیر بټو سکه ورور میر مرتضی بټو هغه مهال د ببرک کارمل د حکومت مېلمه ؤـ نومیالی قانون پوه او د "الذولفقار" ګوند سرګرم غړی راجا انور ایډوکېټ دمیر مرتضی بټو نزدې ملګری ؤـ راجا انور غوښتل کابل ته ولاړ شي او هلته بټو صېب ته ځان ورسوي خو دپولې څخه د اوښتو په مهال د سرحدي لیوا زلمو په ګُتو کیوت او بیا "خادیانو" دپاکستان د ائ ایس ائ په شک پُل چرخي کې د تورو تمبو شاته کړوـ
   راجا انور ایډوکېټ څه دپاسه شپږ میاشتې په دغه زندان کې تېرې کړې او چې خوشې کړی شو نو د ددغه بدنام زندان دننه حالات یې قلم ته وسپارل او "چلتی هو تو کابل چلیئ" یې وپنځاوه ـ
    راجاانور په خپل کتاب کې د خپلې موضوع سره پوره انصاف کړی دی او ښه په تفصیل سره یې دا جوته کړې ده چې دننه په پلچرخي کې د سیره څو پخیږي ـ هلته زندانیان د کومو حالاتو سره مخ دي ،هغوي چېرته او څنګه د فایرنګ سکواډ مخ ته ودرول کیږي او وژل کیږي ـ نوموړي په دی اړه زړه بوږنونکي کیسې لیکلي دي او دسترګو لیدلی حال یې بیان کړی دی ـ
راجاانور راپیژندلی پلچرخي ته څو اوونۍ دمخه ولاړم ـ هسې هم دکابل زیارت زما ارمان ؤ،او پل چرخي ته تلل زما دسفر موخه ـ ویل مې راشه" هم خُرما او هم ثواب ـ"
   مخکې له دی چې نور څه ولیکم باید یادونه وکړم چې زماماما د تېر اووه کلونه ګوانتانامو کې تېر کړي دي او تراوسه پورې پرې د نورو زندانیانو په څېر نه کوم تور لګیدلی دی او نه پرې ثابت شوی دی ـ تېرو ورځو کې نوموړې پلچرخي ته راوړل شوی دی او مالومه نه ده چې ترکومه به دغلته وي او بیا به باګرام ته لیږدول کیږي ،ځکه چې د نوو خبرونو له مخې امریکایان اوس باګرام کې یوه "مني ګوانتانامو" جوړوي ـ
ددوو ورځو منډو ترډو وروسته د تالاشۍ د یو اوږد پروسیجر سره مخ شوم او بیا ښه وه د زندانیانو سره دلیدنې کوټې ته ورسیدم ـ
    نامِ خدا ـ پلچرخي اوس هاغه پلچرخي نه دی کوم چې کامریډ راجا انور لیدلی و،اوس خو آ د چا خبره سمه ګوانتانامو ده ګوانتاناموـ په ټنونو ټنونو چاپېر ازغن تارونه ،ګته په ماشه عسکر،په سرو زیړواو نارنجي جامو کې پټ د اوږدو اوږدو ږیرو والا زندانیان ـ او د هر زنداني په پښو کې درنې درنې زولنې کټ مټ د دویمې ګوانتانامو انځوګري کوي ـ
  دلیدنې په کوټه کې مې د ماما سره لیدل وشو،خو لاس مو یو بل ته ورنه کړی شوـ یوه لویه شیشه زما او دهغه ترمینځ غمازه ګرځیدلې وه ځکه خو په خبرو مو اکتفا وکړه ـ دخبرو لپاره هم عجیبه میتود خپلول و،مابه شیشه کې د چاڼ په څېر وړو وړو سورو ته خُله نزدې کوله خبره به مې کوله ،هغه به دشیشې پورې لور ته غوږ نیولو او خبره به یې اوریده او ځواب به یې راکولو ـ زما او دهغه په سر وسله وال خلق ولاړ وو،شاید پولیس والا وو او هغوي زمونږ" امنیت "نیولی وو او یا یې زموږ دلاسه کومې ممکنه بدې پېښې رامنځته کیدو دمخنیوي لپاره تیارسۍ وو ـ زه د پولیسو په دغه رویه خفه نه وم ځکه چې زما په څېر هر سړي سره داسې سلوک کیدو لکه د ناین ایلیون په پېښه کې ژوندې پاتې شوی  یوازینې پیلوټ وي ـ
     دملاقات وخت ختم شو،ماما وسله والو خپله ولقه کې واخیستو او ماته هم بهر ته د وتلو حکم صادر شو ـ زه روان شوم او بیا په تلو تلو کې خپه نیولی شوم ،دماما په لور مې وکتل ـ هغه د وسله والو له مېنځه ما ته کتل ـــ آخ ـــــ دهغه ږیره داسې سپینه وه چې یو تور ویښته هم پکې نه و،حالانکې ګوانتانامو ته دتللو مخکې دهغه ږیره داسې توره وه چې یو سپین ویښته هم پکې نه ؤـ
    دپلچرخي په دروازه په مات زړه او ستړو ستړو قدمونو د راوتلو روسته راباندې ګویا دُنیا تنګه شوه ـ سبا نه بل سبا جُمعه وه او شاید د افغان ادبي بهیر غونډه هم وه ـ کابل ته د تللو مخکې مې همدغه هیله وه چې دملاقات روسته به خامخا بهیر ته ورځم ،خو قسمت کار ته ګوره چې دجمعې مونځ مې دارالعلوم کراچۍ کې ادا کړوـ
                      ګوانتانامو له تانه ښه دی
                    پلڅرخي ته دکابل هوا راځینه