غزل
مرکزه د ننـــــدارې د ټول جهـــــــان شـــــــــوم
چې کیسه شوم،افسانه شومه داستان شوم

فاصــــــلې دي بـــــــدرګه راســــــــره درومي
لابـــــــه ځــــــــمه،لابـــــه ځمه چې روان شوم

له قلــــــــمه مې ازغــــــــــــن تارونه تاو دي
واړه تــــــوري مې  په  دار  زه بندیوان شوم

ارتقاء  ده  که  شاتګ  دی  پوه  پرې  نه یم
یوه   سینه  ومه، پاره شومه  ګریوان  شوم

نېت  مې  بل  ؤ  چې  مې  لاس درغــــــزولو
د امېــــــــل په دانو هســـــــــې ثنا خوان شوم
                             ظفرکریمي کراچۍ
                                  20 مۍ 2008