په ټکر جنګ دے
ارواښاد ډاکتر صایب شاه صابر
د قامونو او اولسونو ويښ، بېدار، هوښيار، زړور او سترګه ور مشران خپل نوى نسلونه د خپل قامى تاريخ د مهمو واقعاتو نه خبروى. ددغه خبرونې دپاره خپل انتظامات لرى. دغه انتظامات د خلکو او خاورې ترمينځ مينه ناک تړون جوړوى.بيا که دغه واقعات د کوم قام يا اولس د ازادۍ د مبارزې سره تعلق لرى. نو لا ډېر مهم وى. د ازادۍ په مبارزه کښې د پښتنو دومره ډېرې قربانۍ او بيخى مهم واقعات د معلومو او نامعلومو مصلحتونو له کبله خپلو پردو داسې يو خواته کړى دى چې نه په حساب کښې شته او نه په نصاب کښې موندے شى. په دغسې واقعاتو کښې يوه د ټکر خونړۍ پېښه ده.
زه او زما همزولى ډېر واړه وو چې د خپل کلى په کوڅو کښې به مو کله کله اورېده
(په ټکر جنګ دے، مشين چليږى، ونې پاڼې رژوينه)
ددغه سندرې خوند او تاثير دومره زيات ؤ چې نه يې يادول ګران ؤ او نه يې هضمول. خو د نورو ډېرو خلکو غوندې مونږ ته هم پته نه لګېده چې دغه جنګ د چا چا ترمينځه ؤ او په څه خبره ؤ.
دغه څوک او دغه څه ما ترهغې ونه پېژندل چې ترڅو زما لوسته د خپل نصاب د کتابونو پورې محدوده وه. بيا رو رو چرته د يو ځائے بل ځائے نه خبر شو چې د ټکر جنګ د پرنګى خلاف د ازادۍ د جنګ مهمه واقعه ده. د ټکر په مېدان دغه جنګ د ازادۍ غوښتونکو پښتنو او پرنګى استعمار د پوځونو ترمينځ شوے دے. دغه هېبتناک مشينونه پرنګيانو چلولى دى او ددغه مشينونو د خولو وتې ګولۍ د پښتنو په سينو کښې سړې شوى دى. د کانګرس پارټۍ د مکملې ازادۍ اعلان او دغه اعلان سره د نورو پارټيو مرستې په ټول هند کښې سياسى هلې ځلې تندې کړې وې. په مختلفو ښارونو کښې په جلسو او جلوسونو ډزې شوې وې.
خو! د پښتونخوا حالاتو هغه وخت اور واخست چې کله باچاخان او د هغه ملګرى ونيوے شو او په ٢٣ اپرېل قيصه خوانۍ کښې پوځ د خلکو په پرامنه جلوس ګولې اورولې. ددغه واقعې ترمخې په ټوله پښتونخوا کښې ناقلارى خوره وه.په قبايلى علاقو کښې خلک د پرنګى حکومت خلاف راپورته شو. په سمو کښې خلکو غونډې بنډې او جلسې جلوسونه جوړ کړل.
پرنګى سرکار غوښتل چې د زور دلارې دغه ناقلارى ختمه کړى. د خپلې پاليسۍ ترمخه يې د هېڅ زور،هېڅ زياتى او هېڅ ناروا نه مخ نه اړوو.
باچاخان د وينا ترمخه چې دغه وخت هغه او د هغه بنديوان ملګرى په ګجرات جېل کښې وو نو د هغوى د تحريک دوه مهم ملګرى په پټه پټه دهغوى ملاقات له راغلل او هغوى يې په ملک کښې د پرنګى د زور او ظلم نه خبرکړل. د هغه په وينا ((همارے ان ملاقاتيون نے بتايا که تحريک کو چهوړے،انګريز تو پټهانون کے بچے بچے کو کچل دينا چاهتے هين اور ان کے وجود کو مټادينے پر ادهار کهانے بيټهے هين)).
د خلکو وهل ټکول،بې عزتى کول، کورونه او مالونه لوټل خو بيخى عامې خبرې وې.
ولې! پښتانه په دغه زور زياتى قلارېدونکى نه وو پرنګى خپله کوله او پښتنو خپله. وايى چې په ٢٦ مې ١٩٣٠ د مردان اېس پى مسټر مرفى د پوليسو سره د ملک ماسم خان، ملک عبدالحميد،ملک خان باچا او پيرشهزاده ګرفتارولو له ټکر ته راغلو. خلکو ضد کوو چې مونږ دوى دغسې ګرفتارۍ له نه ورکوو . دغو مشرانو هم په سرکارى لارۍ کښې د تلو نه انکار وکړو او وې ويل چې دوى به مونږ سبا پخپله درورسوو. په ٢٧ مې ملک ماسم خان،سالارشمروز خان،ملک عبدالحميد، ملک خان باچا او پير شهزاده د ډېرو خلکو په جلوس کښې ګرفتارۍ پېش کولو له مردان ته روان شو. د ټکر او مردان ترمنځه تقريباً د خواوشا شلو ميلو فاصله موجوده ده. دغه خلک چې ګوجرو ګړۍ ته رسېدل نو شمېر يې زرګونو ته رسېدلے ؤ. هم دلته پوليس افسر مرفى د پوليس او پوځ سره راورسېدو او د جلوس مخې ته يې د خنډ اچولو بندوبست شروع کړو او حکم يې وکړو چې ګرفتار ۍ پېش کولو والا دې هم دلته ګرفتارۍ ورکړى.
په دې موقع د مردان اسسټنټ کمشنر مسټر کلى هم موجود ؤ. هغه جلوس ته د منتشر کېدو حکم ورکړو. مرفى په اس سور شو او د خلکو وهل يې شروع کړل. هم دغلته پهلوان نومى خدايى خدمتګار تماچه راويسته او په مرفى يې ډز وکړو. هغه زخمى شو او د اس نه لاندې راپرېوتو. چونکې غرمه هم وه او ګرمى هم. په دې وجه د ګوجرو ګړۍ زنانوو د ازادۍ جنګيالو له اوبه راچلولې. په دې زنانوو کښې يوه زنانه چې په سواتۍ ابۍ مشهوره وه هغې چې مرفى د اس نه غوزرېدلے وليدو نو راغله او سرته يې ورته منګے راواچوو او مړ يې کړو. ددې نه پس به خدائے خبر انګريزانو د انتقام اخستو دپاره څه څه کول چې ناڅاپه سيلۍ او طوفان راغے، تکه توره تياره شوه او چې رڼا کېده نو هېڅوک په مېدان کښې نه وو پاتې.
په ٢٨ مې په ټکر کښې جلسه وه او هم په دغه ورځ پوځ د ټکر کلے محاصره کړو. مشين ګنونه يې نه يوازې لګولى وو بلکې چلول يې هم يو قيامت ؤ چې جوړ ؤ. په دې محاصره او ډزو کښې تقريباً اويا ٧٠ کسان مړه او يو سل پنځوس ١٥٠ تنه ژوبل شوى وو، کورونه سوزولے شوى وو، حجرې چې پکښې د ماسم خان حجره هم شامله وه سوزولے شوې وه. په دې حجره کښې د خدائى خدمتګارو دفتر هم ؤ.
ددې واقعې او جلسې جوړولو په وخت د ټکر خلکو ماشومان او زنانه خواوشا کلو ته لېږلى وو. ولې څاروى موجود وو په ډزو کښې چې څاروى کرى کور شو نو وايى چې يو غوايے په يو انګرېز افسر ورغے هغه يې زخمى کړو. هغه حکم وکړو چې څاروے وولئ نو په هغه هم ډزې وشوې مړ شو او د ازادۍ په دغه جنګ کښې د ټکر د کلى او د فضل شاه د کور يو غوايے هم په دې ګناه مړ شو چې هغه يو سرکارى افسر وهلے ؤ. دغسې پښتنو د خپلې ازادۍ په مبارزه کښې د پرنګى زور ظلم ته سرټيټ نه کړو.
ځوانان خو ځوانان وو، پېغلو به هم په هسکه غړۍ ويل چې:
راشه ائين رانجه دې واخله
ما د ټکر د وينو سرۀ ايښى خالونه