غــــــــــــزل
دزړه حال څرګندومه لــــر او بر ته
یوی چغې ته به خیژم دغـره سر ته
نن زما دزړګي وار دماتــــیدو دی
ډیر غمونه را ټول شوي دي اشر ته
چې اشنا کرلې ونې رالویــــــــــــږي
زه به هم ناست یم تر هغې پورې لمر ته
په دې ښار کې نور زموږ اوسیده ګران دي
ملا تړل به غواړي بیـــــــــــــــا نوي سفر ته
چې دبل بې وسه سترګې ډکې ګورم
یوه غونچه ازغي مي ننوزي ځیګر ته
د نور اوښکې شوې په خپل ګریوان کې وچې
هر یو څاڅکې نه رسیږي سمندر تــــــــــــــــــه
نورمحمد نور کراچۍ ۱۵ مئ ۲۰۰۸