دپښتو افسانې ارتقاء په موضوع د جاج مذاکره
ظفرکریمي
دپېښور نه راغلي مېلمه ښاغلي ګل محمدګل په مشرۍ کې د جرس ادبي جرګې( جاج) میاشتنۍ مذاکراتي غونډه د مۍ په اتلسمه نېټه جهانګیر پارک کراچۍ کې وشوه ـ د"پښتو افسانې ارتقاء "په موضوع د ترسره شوې ددغې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي پرمخ بیولې ـ غونډې ته لومړې وصال مومند دتېرې غونډې ګزارش واورولو ـ په ګزارش د تنقید روسته طاهر اپریدي دموضوع په اړه خپلې خبرې پېل کړې ـ هغه وویل چې پښتو افسانه په 1917م کې دانګریزۍ ژبې نه پښتو ته راغلې ده ـ افسانه حقیقت نه وي خو حقیقت ته نزدې وي ـ ده وویل چې پښتو افسانې د 1960نه تر 1970 م پورې ډېر پرمختګ کړی دی او ده (طاهر اپریدي )هم خپله لومړۍ افسانه "بیاهغه ماښام دی" په 1960 کې لیکلې وه ـ طاهر اپریدي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې نن سبا پښتانه ادیبان شاعرۍ ته ډیر پام کوي او دافسانې لوستونکي هم نشته او لیکونکي هم ـ
دطاهر اپریدي په دې خبره چې افسانه لوستونکي نه لري ډېر بحث وشو چې حاصل بحث یې دا سې وو چې زیاتر ملګرو د اروپایې ادب حواله ورکوله چې هلته یو کتاب چاپ شي نو لږترلږه یو یو نیم لاک څخه کمه شمیره کې ځکه نه چاپیږي چې هلته لیکوال ته د لوستونکي ذهن مالوم وي ـ زموږ لیکوالانو کې ددغه شي کمی دی ـ ددې نه علاوه افسانې څخه نن سبا کیسه ورکه کړې شوې ده او هم افسانه د اوسنیو واقعاتو سره سمون نه خوري ـ دټولو پښتنو حالات او په تېره بیا د افغانستان حالاتو باندې ډیرو ژبو کې افسانې ولیکل شوې خو پښتو کې پرې دنشت برابر لیکل وشول ـ نن چې زموږ قام د کومو حالاتو نه راتیریږي افسانه لیکونکي هغه پریږدي او خپل زاړه ربابونه اوس هم غږه وي ـ نو ځکه خو پښتو افسانه لوستونکي نه لري او په دې کار کې ټوله پړه او ګناه د لیکوال ده ـ پکار ده چې افسانه کې نوې نوې تجربې وشي ،نوی رنګ ورکړل شي ـ افسانه کې پلاټ دومره اهم نه دی لکه څومره چې کیسه ،تجسس او کردار اهم دی ـ ددې سربیره د افسانې اختتام هم حېرانونکی پکار دی ـ
پورته واقعاتو ته په کتو سره دا وړاند وینه اسانه ده چې د پښتو افسانې راتلونکې هومره روښانه نه دی څومره چې موږ هیله کوو ـ
دغونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې وصال مومند،ریاض تسنیم،مبارک احمدمبارک،امان اپریدي او ظفرکریمي پکې کلامونه واورول ـ