دباجوړ ډمه ډولې په اړه زما خاطیرې
خدای مې د غاړه نه نیسي ،دابه د1993م د پسرلي شپې ورځې وی ـ زه د نوی نوی دمردان په یو ښونځي کې داخل شوی وم ـ زما لهجه او دمردانیانو په لهجه کې د توپیر سربیره یو بل شی هم داسې وو چې تل به زه د مردانیانو د خندا سرکل ګرزیدلی وم ـ تاسو ته به شاید د خندا د دغه سرکل پته نه وي مالومه ـ دغه سرکل زما سرټیفیکټ ؤ،او هغه ځکه چې یو خو زما سرټیفیکټ په پښتو لیکل شوی ؤ او شاید زموږ ښونکو او زده کونکو ته پښتو د خلايي مخلوق ژبه ښکاریده او بله خبره دا وه چې زما په سند زما دپریښودل شوي ښوونځي پته داسې لیکل شوې وه " ای آر مډل سکول ډمه ډوله باجوړایجنسي "ـ چونکې ما خپله ابتداي زده کړه "ډمه ډوله" کې ترسره کړې ده ،نو لازمي خبره ده چې د سند په تندي مې همدغه" ډمه ډوله "لیک وه ـ زما په سند کې ښوونکو او زده کونکوو ته یو خو "ډمه ډوله "نوم نااشنا ښکاریدو او بل به هغوي ډمه ډوله "ډَم ډولهََ "تلفظ کوله ـ یوه ورځ زموږ د د لوبو (P.T) ښونکی چې غالباُ کشورخان نومیده ،زموږ د یو هم صنفي فاروق چې ډیر د مزاحي طبعیت څښتن ؤ او هم یې جسماني خدوخال او دناستې پاستې ټولې اداګانې ګویا دخندا څخه جوړې وې نه وپوښتل "وایه فاروقه انګلش دکومه ځایه مونږ ته رارسیدلی دی؟"
فاروق چې انتهایي کُند ذهن ؤ،یوه شېبه غلې شو،تندی یې داسې وګره وه لکه څه ژور سوچ چې کوي ،او بیا یې خپله ځانګړې لهجه کې وویل " جي سر د ډم ډولې" نه ____
ښونکي او زده کونکو ټولو په کړس کړس وخندل او ماته یې په جمع سره وکتل ـ زما کیفیت دغه وخت شاید دلیدو قابل ؤـ
دخدای شان دی د نن څخه څو کاله دمخه چا ډمه ډوله سم نه شو تلفظ کولی ــ او نن دغه نوم د باجوړ لا څه آن د پاکستان څخه هم د زیات نړیوال شهرت څښتن دی ـ
ډمه ډوله ولې مشهوره شوه؟
ډمه ډوله ولې وخت په وخت د امریکایانو د حملو ښکارکیږي ؟
په ډمه ډوله دبمبارۍ سمدست روسته ولې ژورنالستان د پېښې ځایې ته نه پریښودل کیږي ،تر څو د انګریزانو دغه وحشیانه بربریت نړیوالو ته لايیو کوریج کړي ؟
غریب ،میلمه پال او سوچه مسلمانان عادي سیمه ایز وګړي څوک او ولې د ددغه اور په خُله کې کیباسل کیږي ؟
فکر کوم دباجوړ په ماموند تحصیل کې د یو شین غره په لمن کې پرتې خړې پړې ډمه ډولې په اړه به دپورته پوښتنو ځوابونه زما په پرتله تاسو ته ښه مالوم وي ـــ