((درې څلور کلونه هسې داسې تېرولو وروسته مې وانګیرله چې راشه د ماسټري هم وکړه ـ زړه مې ګویا تیار ناست ؤ خبره یې "هوکې" کړه ،نو پېښور پوهنتون کې مې د سږکال د ازموینې لپاره ځان پرایوټ کاندید کړو او بیا مې قیصه خوانۍ کې کتابونه واخستل او په لوستنه مې پېل وکړو ـ د پېښور پوهنتون دماسټرۍ لپاره ځانګړي شوي نصاب ډیره برخه کلاسیک ادب لوستنې ته مخصوص شوې ده ـ دمطالعې په مهال مې دا فکر مازغو ته راغی چې ولې نه د کلاسیک په برخه کې د انټرنیټ څخه هم مستفید شم ،نو ځکه خو ددې مقصد لپاره هغه ټول سایټونه ننداره کړل کوم چې ما ته مالوم وو چې ځینې لاسته راوړنې یې هم درلودې ،البته لږه ډیره تشنګي پکې خامخا محسوسیده ځکه چې د نورو ژبو په سایټونو کې د کلاسیک ادب لپاره چې څومره کار شوی دی هومره د پښتو لپاره نه دی ترسره شوی ـ
زما په دې لیکنو کې څه تحقیق نه دی شامل ـ بس د پېښور پوهنتون دماسټر کورس د درسي کتاب څخه مې انتخاب کړی دی ـ فکر کوم لوستونکي به ترې ګټه واخلي او په تېره بیاه هغه لوستونکي کو م چې د پښتانه کلاسیک سره بیخي نااشنا دي ))ـ
ظفرکریمي
مرزاخان انصاري له 988نه تر1040 پورې
دپښتو غزل د روایت بنسټ ایښودونکی ښاغلی مرزاخان انصاري هم لکه د نورو لرغونو شاعرانو په څېرد پیدایش نېټه سمه مالومه نه ده ـ که هم د نوموړي دوفات په اړه دهغه یو معاصر او د روښاني تحریک یو مخور شاعر دولت لوانړي په خپله یوه شعر کې داسې ذکر کړې دی ـ
ددکن په جنګ شهید شو خوشنود اوسه
په تاریـــــــــــــــخ دزرڅلویښت دده ګُزر وو
ددولت لوانړي دا شعر د ښاغلي مرزاخان په د مړینې وروسته په یوه قصیده کې راوړې دی چې ددې خبرې دلالت کوي چې مرزاخان د دکن په جنګ کې په کال 1040هق کې وژل شوی دی ـ
ستر محقق ښاغلی عبدالحی حبیبي په خپل کتاب "پښتانه شعرا"ء کې کې کاږي چې د مرزاخان انصاري خپل نوم فتح خان او په قام یوسفزی دی ـ خو د ښاغلي همیش خلیل په وېنا مرزاخان انصاري د نورالدین زوي او د بایزید پیرروښان نمسې دی او په قام "ورمړ" دی او ګمان کیږي چې د کال 988 هق خواوشا زیږدلی وي ـ
دمېجر راورټي په وینا مرزاخان انصاري یو سېلګرې هم و چې د افغانستان او هندوستان له ځینو ښارونو څخه یې لیدنه کړې ده ـ مېجر راورټي زیاتوي چې مرزاخان په د ژوند په اخیره کې واده کړی و او د "تیراه" په سیمه کې مېشته شوی و چې اولاد یې اوس هم په یاده شوې سېمه کې د "میاخېلو" په نامه یادیږي ـ
د مرزاخان انصاري په اړه ځینې مالومات دهغه هم عصر دولت لوانړي په یوه قصیده کې داسې ذکرکړي دي ـ
دمرزا نورالدین ص__فت یې څو کړم
میا روښان د پوهې ښارؤ،دی یې ور ؤ
دهادي په خوله چې پټ ؤ په ډېر کاله
دمرزا خوله د هغې علم مظــــــــــــهر ؤ
هیڅ افغان ده غوندې شعر کړی نه دی
پـــــه خپل عصر کې ترهر شاعر بهتر ؤ
په دنـــــــــــــــیا یې محبت تکبر نه کړو
په ظاهر سپــــــــــینه جامه کې قلندر ؤ
ددکن په جنګ شهید شو خوشنوداوسه
په تاریخ د زرڅلویښـــــــــت دده ګزر ؤ
ستر نقاد او محقق ښاغلی قلندر مومند مرزاخان انصاري د غزل د روایت باني بولي ـ نوموړې د محمدي صاحبزاده ددیوان په سریزه کې کاږي چې محمدي صاحبزاده د غزل هغه روایت پرمخ بیولو هڅه کړې ده کوم چې مرزاخان انصاري شورو کړې،خوشال پوخ کړې ،حمیدرنګین کړی او رحمان بابا مقبول کړی دی ـ
د مرزاخان انصاري په شاعرۍ بحث بیا .......