ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
کلاسیک
دمرزاخان انصاري عشقیه شاعري
دمرزاخان انصاري عشقیه شاعريلکه څرنګ چې موږ مخکې وویل چې پښتو شاعرۍ ته تصوف مرزاخان انصاري ورننه ایستلی دی او نوموړي په خپله شاعرۍ کې تل د روښاني تحریک د خورولو رباب ټنګولی دی خو ددی سره دمرزاخان انصاري په شاعرۍ کې عشقیه مضامین هم شتون لري ـ دمرزاخان انصاري غزل موږ ته په نني پس منظر کې هم نهایته پوخ ښکاري دغه شان دعشق په موضوع دښاغلي شاعر لیکل د خوندورو تشبیهاتو زړه پورې بېلګې دي
دمرزاخان انصاري شاعري
په تېر پسې دمرزاخان انصاري شاعري دپښتو کلاسیکو شاعرانو له جملې څخه موږ سره لومړنی دیوان د ملا ارزاني دیوان دی،خو د مُلا ارزاني دیوان د مرزاخان انصاري له دیوان څخه
مرزاخان انصاري له 988نه تر1040 پورې
((درې څلور کلونه هسې داسې تېرولو وروسته مې وانګیرله چې راشه د ماسټري هم وکړه ـ زړه مې ګویا تیار ناست ؤ خبره یې "هوکې" کړه ،نو پېښور پوهنتون کې مې د سږکال د ازموینې لپاره ځان پرایوټ کاندید کړو او بیا مې قیصه خوانۍ کې کتابونه واخستل او په لوستنه مې پېل وکړو ـ د پېښور پوهنتون دماسټرۍ لپاره ځانګړي شوي نصاب ډیره برخه کلاسیک ادب لوستنې ته مخصوص شوې ده ـ دمطالعې په مهال مې دا فکر مازغو ته راغی چې ولې نه د کلاسیک په برخه کې د انټرنیټ څخه هم مستفید شم ،نو ځکه خو ددې مقصد لپاره هغه ټ