دمرزاخان انصاري عشقیه شاعري
لکه څرنګ چې موږ مخکې وویل چې پښتو شاعرۍ ته تصوف مرزاخان انصاري ورننه ایستلی دی او نوموړي په خپله شاعرۍ کې تل د روښاني تحریک د خورولو رباب ټنګولی دی خو ددی سره دمرزاخان انصاري په شاعرۍ کې عشقیه مضامین هم شتون لري ـ    دمرزاخان انصاري غزل  موږ ته په نني پس منظر کې هم نهایته پوخ  ښکاري دغه شان دعشق په موضوع دښاغلي شاعر لیکل د خوندورو تشبیهاتو زړه پورې بېلګې دي ـ دمثال په ډول
چې دیار د مینی خوږپه خراب زړه وړم
بې هوده به دبل چا منــــــــــــت په څه وړم

دفراق له حـــاله هیڅ ویـــــــــــــلی نه شم
مدام اوښـــــکې اویزاندی په بانړه وړم

نازپـــــــرور له هسې حــــــاله خبر نه دی
دهجـــــــــــــران دغه درانه بارونه زه وړم

د اشنا دلاســـــــــــه اور راباندې پریوت
دغه سپین هډوکي تور لکه سکاره وړو
او که داشعرونه وګورو نو خبره به نوره هم سپینه شي
که صورت یې دیوسف بوي یې دمښکو
او دعـــــــــــــشق لوګی یې ځي تر پېرهنه
                              ـــــــــ
ددی مستې شها زلفې تارپه تاردي
غوړولې لکه سیوري په رخساردي
                          ــــــــــــ
زه همیش دخپل اشنا په دیدن پایم
دمهي حیات یي هومره څو اوبه وي
دنن شاعران هم دوروځو دلیندو او باڼه له غشو سره تشبهه ورکوي خو دا تشبهه په لومړي ځل د نن نه پنځه سوه کاله دمخه مرزاخان انصاري داسې ورکړی ده ـ
دواړه روځې یې لیندې ،باڼه یې غشي
واشنا ته یې نیــــــولي په ګــــــــــــزار دي
مرزاخان انصاري  دسترګو تشبهـ داسې ورکوي
مرزا دی دا ملالې ســـترګې ویني
چې مدام دیار دمینې په خماردي
مرزاخان انصاري په لاندینو شعرونو کې د هجران او دمینې داور ذکر په څومره زړه پوري انداز کوي
دهجران له دوکه تاو هسې په زړه ځي
لکه بار له مخه اور پـــه اوچ واخه ځي

چې مې پر د محبت په لمــــــــــــبه وسو
بې وزرو مارغه څو درومی په څه ځي