شمالي ټلواله اوس هم "شمالي ټلواله "ده
د اردو ژبې مشهور شاعر مرزا غالب  دمغلو د اخري بادشاه بادرشاه ظفر ډېر نزدې ملګری وـ کله چې انګریزانو (ایسټ انډیا کمپنۍ) واک د ډیلي تر دروازو ورسیدو  او دبادشاه ظفر واک دننه په ډیلي کې هم محدود شو نو مرزاغالب ته د خپلې تنخواه د ورکیدو ویره پیدا شوه ـ دروغ به ګردن راوي  خو واي چې یوه ورځ غالب صېب د ډیلي کوتوال څخه وپوښتل چې په هند کې خو حکومت د بادرشاه ظفردی،حکم د جنرال مسکاټ چلیږي او خلق د ولیم فریزر څخه ډاریږي نو په داسې  حالت کې زه خپله تنخواه له چا ځنې وغواړم ؟
راځئ یوه شیبه د مرزا غالب د خبرې یا ټوکې په شالید کې د افغانستان حالاتو ته نظر واچوو ـ ریښتیا حکومت د کرزي صېب دی،حکم د سپینې ماڼۍ چلیږي او د کابل ښاریان او ورپورې ولایتونو خلق د شمالیانو څخه ډاریږي ـ
هغه څه چې هر وخت یې کرزي حکومت د ستونزو سره مخ کړی دی هغه دشمالي ټلوالې او دهغو زورواکو شتون دی کوم چې د حکومت دننه د حکومت نیلې د "وېنو" په څېر خوري او د حکومت ونه ترو تازګۍ ته نه پریږدي او آد چا خبره یو علي بابا دی او څلویښت غله دي ـ او دمزې خبره داده چې ددغو غلو څخه اوس سیاسي ډاکه ماران جوړ شوي دي او ډېرې ناوړه کارونه د دولتي یونیفارم په مټ ترسره کوي ـ
دی کې شک نشته چې ولسمشر کرزي ته به هم تېرو اتو کلنو کې دا محسوس شوي وي چې څومره زیان دولت ته دغو دلستوڼو مارانو  اړولی دی دمره نقصان طالبانو هم نه دی اړولی ،خو حېرانونکي خبره داده چې تراوسه کرزي انتظامیه ددغو بانډونو په ضد هیڅ یوه سیاسي او جمهوري حربه و نه کاروله ,په دې موخه چې که نور نه وي  نو لږ تر لږه درشید دوستم دتنه د ملي اردو یو نیفارم وباسي او که دغه کار ناشونی وي نو ددغه یونیفارم له اوږو څخه خو د ملي اردو د لوړپوړي افسر لګیدلې بودرۍ راکوزې کړي ـ
که فکر وکړو دوستم او نور خو هغه بېلګي دي کوم چې په لومړي سر کې په نظر راځي  او دا ددې خبرې دلالت کوي چې دپردې تر شا به نور هم ډیر دوستمان په دغه ډول څوکیو غزیدلي وي ـ
دکرزي صېب د واکمنۍ د پېل راهسې تل داسې شوي دي چې دهرې پریکړې په مهال ولسمشر د امریکا او لودیز سره سره د ددغو بانډونو د تندي کرښې هم لوستلي دي او چې کله هم ددوۍ په تندیو کې یې تریوالی محسوس کړی دی نو بیا کرزې صېب پخپله د مصلحت ښکار شوی دی ـ د مثال په توګه چې حامد کرزی د موقتي حکومت مشر و،هغه وخت مجاهیدینو او په تیره بیا د حزب اسلامي ځینو قومندانانو غوښتل چې ځانونه په نوي رژیم کې ضم کړي او نور د جګړو څخه لاس په سر شي  ـ خو ددغو بانډونو په حکم په شورو شورو کې هغوي یا ونیول شول او یا د غرونو سرونو ته په تېښته مجبور کړې شوـ او بیا هغوي یو ډول مجبوراً هغه چا سره لاس یو کړو څو ک چې د نړیوالې ترهګرۍ پلان کونکي دي ـ
که څه هم اوس حکومت دپخلاینې لپاره پروسې جوړې کړي دي او د تر اوسه د کونړ په سیند کې کافي اوبه بهیدلي دي خو بیا هم حکومت کې دننه شرمخان په نظر راځي او دوي ګومان کوي چې هسې نه دولت سره  د یوځای کیدو پروسه یې د یوسف (ع) د ورونو "کیسه" ثابته  شي او دوي  په دی چل یوې کوهي (مني ګوانتانامو)  ته و نه غورزوي او یا یې حشر د حاجي قدیر په څېر نه کړي ــ
دا خو د د ولت مخالیفو خبره وه ،دننه په حکومت کې که فکر وکړو داسې هیڅ جمهوري سمبول په نظر نه راځي چې سړی یې نیک پال وګنړي ـ ټولې ریاستي ستنې یا خو بیخي وجود نه لري او یا دومره کمزورې دي چې خوردبین راخیستل ورپسې غواړي ـ د دوستم او اکبر باي لانجه کې د هیواد انتظامیه او عدلیه څومره بې بسه په نظر راغلل او دشمالي ټلوالې په اړه دکومې وړې درغلۍ څخه پردې اوچتولو په لړ کې د لیکوال د قلم نه ازغن تارونه چاپیر دي او څوک دغه ډول جرات هم کوي نو فایله یې اصف ننګ په څېر وي چې دغلته د میډیا بې وسۍ هم له چا ځینې پټه نه ده ـ
که وکتل شي ددغو کمزورتیاو لامل هغه بانډونه دي کوم چې د ریاستي اورګانونو پیاوړتیا د خپل وجود لپاره لویه خطره ګڼي او همدا وجه ده چې تراوسه افغانستان کې داسې کوم پیاوړی سیاسي ګوند یاسیاسي خوزښت او یا جمهوري حزب اختلاف په وجود کې رانغې ـ  دپیاوړو اورګانونو شتون د پیاوړي ریاست غمازي کوي او د پیاوړي مشر نښه داوي چې هغه کې د غوڅې پریکړې بشپړ صلاحیت موجود وي ،خو متاسفانه په اوسني حکومت کې پیاوړې ریاستي اداري نه بلکې پیاوړي بانډونه وجود لري او دا ددی خبرې دلالت کوي چې ولسمشر کرزی دبیخي ډیرو مصلحتونو په اساس د غوڅې پریکړې صلاحیت نه لري ـ که څه هم دې کار تراوسه اولس ته د امنیت په تامین کې ستونزې پیداکړي دي  نو ددې خبرې پوره پوره امکان دی چې په راتلونکي کې به پخپله کرزي صېب ته هم زهرقاتل وګرزي او شاید سبا ته به امریکایان کرزي د لیرې کولو لپاره له همدې بهانې څخه کارواخلي چې نوموړي ددغو بانډونو د ختمیدا په باب له ناچاره او بې وسه و،ځکه له دندې ګوښه شو او پر ځای به یې علي جلالي او یا هم خلیلزاد ته لار هواره کړي ـ