غزل
موسم بدل شو کډې بیا اوړي راوړي مسافر
مانه هم دغسې زړه وړی یو کوچي مســـــافر
یا به له مینې نا اشنا وي یا بې رحمه دی ډېر
سړی د زړه په رنځ اخته کړي او بیا ځي مسافر
دلته دنورو وطنونو خلـــــــکو ځان اباد کړو
ددې وطن پېغلې بې وسه او زلمــــي مسافر
سکڼی ماښام دی ګېرچاپېره تنورونه بل شو
په دروازه کې څوک ولاړه یادوي مســـــــافر
خدایه!چې داځل پښتنو ته ښېرې چا کړي دي
په خپله خاوره داسې دي لکه بیخي مسافر
طاهره!نن یې په سلګوسلګو ویل ګودر کې
زما دخوارې په نصېب کې ټول عمري مسافر
24 ستمبر 1992 کراچۍ
غزل
جانانه مینه کې مې کومه بې لوظــــي کړی ده
ستا په خاطر مې ستا دغم سره یـاري کړی ده
په غوڅه ژبه چاودو شونډو دومره هم پوره وه
د وخت خزان تـــــه مو ټپه د پســـــرلي کړی ده
ستا دی په خپل حسن قسم وي چې ریښتیا ووایه
لکه زما په شان دی چا تــــــــرجماني کړی ده
دمینې لار اســـــــــانه نه ده په دی لاره باندې
څوک په دارشوي ،چاپخپله خودکُشي کړی ده
زماپه زړه راوریـــــــدلي ستا خواږه یادونه
که چا دګل که چا خبره د ازغـــــــــي کړی ده
طاهره یاره!دومره تاب ؤ کوم سړي کې پاتې
دمرګ په خله کې مو د ژوندسره سیالي کړی ده
14 اکتوبر1991 کراچۍ
غــــــــــــزل
نه بیا د ځان او نه دبل کړي سړی
طاهره!مینه خو پاګل کړي سړی
تاته به هم یادیږي تېر وخــــتونه
خو زمانه څومره بدل کړي سړی
دلته خو هیڅوک مینه نه پېژني
دلته به کوم سړی خپل کړي سړی
دا ښکلي دومره سینګار څله کوي
هسې په زړه کې ځان ته غل کړي سړی
طاهره !ځار له هغو مړاوو سترګو
چې لوغړن سوَی غزل کړي سړی