دطاهر اپریدي نوی کتاب خپور شو
دپیاوړي تخلیقکار او پیژندل شوي افسانه لیکونکي ښاغلي طاهر اپریدي شپاړسمه پنځونه  " دڅو لحظولویه قصه" د جرس ادبي جرګې کراچۍ له لوري خپره شوه ـ
په 23 لنډو کیسو او 186 مخونو مشتمل ددغه کتاب سریزه نوموړي لیکوال ښاغلي علي کمیل قزلباش لیکلې ده ،ښاغلی قزلباش ددې کتاب په اړه وایي چې د علامتي افسانې امام (طاهرافریدي)دې کتاب کې زیاتره  داسې علامتي افسانې راوړي دي چې د علامت واګې لیکوال تر اخیره د ځان سره نیولي دي نو ځکه خو لوستونکي تر اخیره ځان سره بدرګه بیايي او دکلایمکس په چل هم ښه پوهیږي ـ
 "دخوبونو باچایي"،"چې دفن ګُتې قلم شوې"،"ریښمي زنځیرونه"،"دنیابحردی بهیږي "په دی کتاب کې د علامتي افسانو غوره بېلګې دي ـ ددې سربیره" بې ایمانه خلق" او "بوخته"'جنسي او پاتې نورې سیاسي رنګ درلودونکې افسانې دي ـ
دیادونې وړ ده چې تېر کال د طاهر اپریدي چاپ شوی ناول "تیري انکهین خوبصورت هین" ددویم ځل لپاره چاپ ته چمتو دی ـ

                                                        ظفرکریمي