په تېر پسې
                     دمرزاخان انصاري شاعري

      دپښتو کلاسیکو شاعرانو له جملې څخه موږ سره لومړنی دیوان د ملا ارزاني دیوان دی،خو د مُلا ارزاني دیوان د مرزاخان انصاري له دیوان څخه روسته چاپ شوی دی ـ زیاتره محقیقین مرزاخان انصاري ته د دپښتو دشاعرۍ د لومړي صاحب دیوان شاعر په سترګه ګوري ـ د مرزاخان دوه نور همعصر شاعران مخلص او دولت لوانړي هم د دیوانونو څښتنان شاعران دي خو په دی ټولو کې د مرزاخان انصاري شاعري موزونه بللی شي ،تردی چې خوشال خان خټک یې هم داسې ستاي 
                          له چا نه په پښتو کې ما میزان لیدلی نه دی
                          مــــــــــرزا په دا زبــــــــــــان کې ویل کړي تللي
      خوشال خټک یو داسی افاقي شاعر و چې هر څه به یې خپل چاپیر چل کې محسوسول هغه به یې به له ویرې او ترهې قلم پورته کوو ،نوموړې د اخون درویزه بابا دیوان (چې دریزه یې شاعري ګڼي )په اړه هم چُپ نه دی پاتی شوې او ویلي یې دي 
                    مخزن مې د اخون چې تمامي په نظر کیوت 
                   په ده کې نه عروض شته نه یې بحر ما موندلی

               دمرزاخان انصاري د شاعرۍ خصوصیات
      کله چې موږ د یو شاعر په شاعرۍ خبره کوو نو پکار ده چې دشاعر د عصر ټولې تقاضې،چاپېرچل او نور هر ډول  څانګړی خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره پرې خبره وکړو،په دی حواله مرزاخان انصاري شاعري دپښتو ژبې دلومړنیو ښو شاعرانو له جُملې څخه ځکه ده چې نوموړي په لومړي ځل لپاره پښتو شاعرۍ کې سلوک او تصوف وردننه کړوـ د مرزاخان انصاري د دیوان علمي،ادبي او تاریخي ارزښتونه په دی کې پټ دي  چې د نوموړي کلام موږ ته  تصوف د یوې منظمې او مسلسلې مفکورې او نظرې په رنګ راښاي ـ دد هغه په کلام کې د جذباتو خلوص او شدت ،دبیان بې ساختګي دخپلې موضوع سره د ټینګ او مخلصانه تړون احساس او اظهار دنوموړي په شاعرۍ کې هغه خوند او خایست پیدا کړی دی ،کوم چې ادب او فلسفه یو له بله بیلوي ـ
      مرزاخان چې کوم جذبات او خیالات موږ ته وړاندې کړي دي دا خیالات هغه دډیر فکر نه روسته خپل کړي دي،عملي کړي  یې دي او بیا یې ورته د فن په ګوتو دشاعرۍ جامې اغوستې دي ـ
             بهر حال د مرزاخان انصاري شاعري په پښتو ژبه کې د تصوف لومړنۍ شاعري ده ،یو خو دده په کلام کې د وحدت الوجود غوندې د پیچلې نظرېې ذکر دی او بل دده په شاعرۍ کې د هندي او سنسکرت ژبو ځیني توري استعمال شوي دي ،نو ځکه خو یې شاعري یو څه ګرانه بریښي اودسړي سر پرې زر نه خلاصیږي ـاو داخبره مرزاخان پخپله هم محسوس کړې ده ځکه خو یې ویلي دي 
                          د مرزا کلام دقـــــیق دی
                           ته یې فهم پر تفسیر کړه
د مرزاخان انصاري په شاعرۍ کې د وحدت الوجود بېلګې داسې وړاندې شوي دي
            کل ذره مې و نـــــــــــــظر ته اینه شوه
             په هر څه کې یو اشنا وینم مخرا ته

           دابې مثله زړه مې جام لکه د جم شه
            پکې وینم اووه زمکې ســــــماواته

             کل صفات یې د صفات په خوي کې پریښود
             او د  ذات  اصـــــــــــل مې  ورغی  تــــــــــر  ذاته

            پر مسکین د مستـــحق حکم نه ویني
            دا فقیر مرزا یې خلاص که له زکاته
او یا داشعرونه
           مــــــــرزا پخپله هیڅ ویلي نـــــــــه دي
            په قفس کې د وحدت طوطي اوازکا

                  په هر څه کې ایتونه د مولا دي
                 و مرزا و ته جلوه کا بې مکتوبه

                د وحدت په دریاب واړه عالم ډوب شه
                 دکثـــــــــرت قافلې نه شوې پرې خړوبه

                   ای مرزا سړی هغه بلــــــــــــــلی بویه
                    هر چې نن دوحدت پیاله کړه ګوټه
                                                   نور بیا......................