دپاکستان داخلي سیاست کې وروستي بدلونونو په

               ممکنه افغان پالیسۍ اغیز

   دپاکستان د سږنیو ټولټاکنو وروسته دپیپلز ګوند شریک چیرمین ښاغلی اصف زرداري رایونډته د خپل پخواني حریف او دمسلیم لیګ ن مشر نوازشریف کره تللودپاکستان داخلي سیاست کې ډراماتیک بدلون رامنځته کړو، ډراماتیک بدولون ورته ځکه ویلی شو چې دپاکستان په تاریخ کې کله هم دغه دواړه ګوندونه یو بل ته داسې نزدې شوي نه ووـ د زرداري او نواز تر لیدنې وروسته د پاکستان زیاتره شنونکي په دې اند وو چې دواړو مشرانو د تېرو اتو کلنو په موده کې زندانونو او جلاوطنۍ او تنګو سختو یو ډول خوښیاران کړي دي او نور غواړي سره متحد شي او دپاکستان اوسنې سیاسي کلتور چې په ویره ولاړ سیاسي کلتور بللې شي د تل لپاره خاورو سره خاورې کړي ـ دنوازشریف او اصف زرداري ترمینځ د"مري اعلان "وروسته خو نزدې ټول سیاسي شنونکي په دې خبره لاپسې کلک شول چې ګویا داځل دپاکستان سیاسي کلتور بیخي د بدلون په درشل ولاړ دی ـ خو ددې هر څه سربیره د اورګاډیو پخواني وزیر شیخ رشید احمد څو څو ځل دا وړاند وینه تکرار کړه چې "نوې مینځ ته راغلې ایتلاف فقط د څو ورځو مېلمه دی "ـ
      دشیخ رشید احمد خبره یا وړاندوینه هله په حقیقت بدله شوه چې د مۍ په دولسمه نېټه د نوازشریف او اصف زرداري ترمینځ دلیرې کړی شویو قاضیانو دبېرته بحالولو په موضوع لندن کې دخبرو اترو اخري دور هم په خپل مرګ سره مړ شواو په پایله کې دنوي حکومت دکابینې څخه د مسلیم لیګ ن وزیرانو په یو ځایې خپلې استعفاوې لومړي وزیر ته وړاندې کړې ـ دمسلیم لیګ ن د وزیرانو دمستعفي کیدو روسته دپاکستان داخلي سیاست یو بل رنګ خپل کړو او دواړو ګوندونو خپل خپل زاړه ربابونه وهل پېل کړل ـ
      په پنجاب ایالت کې دمسلیم لیګ ن دحکومت په سر د پیپلزګوند یو سرګرم غړې سلمان تاثیر والي وټاکل شو او دې کار ددواړو ګوندونو ترمینځ راغلي چاودونه لاپسې پراژور کړل او اوس خبره دې ته رسیدلې ده چې دهرنوي لمر د راختوسره ددواړو ګوندونو ترمینځ واټن لاپسې غزیږي ـ
     هسې خو د پیپلزګوند اومسلیم لیګ ن په بنسټیزو او اساسي تګلارو کې د زمکې اواسمان هومره توپیر موجود دی ـ مسلیم لیګ (ن )کې شامل زیاتره لیډران او آن پخپله نوازشریف پاتي شوني بلل کیږي ـ ددې نه علاوه ددغه ګوندسره اوس مهال خواخوږي لرونکي ټولې کړۍ( دمحمود اچکزي نه علاوه )په یوه نه یوه حواله دضیاءالحق پاتي شوني او یا دهغه د تګلارو همخیاله او یو ډول دیني روجحان لرونکي مالومیږي ـ دوه درې ورځې مخکې د اسلام اباد د استراتژیک انسټیټیوټ مشرې شیرین مزاري هم د وکیلانو دتحریک ملګرتیا اعلان کړه او دا هم یو ډول د نواز د پالیسۍ ستایل دي ـ
     دمسلیم لیګ (ن )او پیپلز ګوند ترمینځ د ایتلاف تر ختمیدو وروسته یوځل بیا د پاکستان داخلي امنیتي وضعه مخ په خرابیدو ده ، او په دې شالید کې د باجوړ او مردان تازه پېښې د سړي ذهن کې ډیرې پوښتنې راپیدا کوي ـ
      بل لورته پیپلز ګوند د ذولفقارعلي بټو غوندې سیکولر شخصیت نوښت بللې شي او لکه څرنګ چې ددغه ګوند نوم د سیکولرزم غماز دی دغه شان راټول شوي ټول وګړي پکې ددغه خیال درلودونکي دي ـ دغه ګوند په عمومي ټولټاکنو کې هم د ججانو دبحالۍ نه بلکې د" کورکالي ډوډۍ "ناره وهلې وه او دخلقو رایې یې تر لاسه کړې وې ـ
     دمسلیم لیګ (ن  )د وزیرانو د استعفاوو روسته که یو لورته پاکستان د تیلو او خوراکي توکو بحران اوکمښت واکمن ګوند دسر په درد اخته کړې دې  نو بل لورته داسې ښکاري چې مسلیم لیګ ن خپلې پښې پخپله په تبرګي وهلي دي او اوس د وکیلانو او اولس د خواخوږۍ ترلاسه کولو په موخه" جج کارډ "کاروي ـ مسلیم لیګ ګوند په دې فکرمنددی چې چې داځل ټولټاکنو کې پنجاب ایالت ته د مشرورور حثیت نه دی حاصل ،کوم حثیت چې دوي ته دپاکستان دجوړیدو راپه دې خوا هر ځل حاصل وي ـ  که څه هم پنجاب کې اوس هم ددوي مسلیم لیګ ن واکمن ګوند دی  خو ددې سره د پنجاب سیاسي لیډران په برخو مسلیم لیګ ن او ق ویشل شوي دي او دغې ویش ددې ایالت دمشرۍ حثیت ته او روایت دګواښ سره مخ کړی دی ـ
     نوازشریف یو زیرک او خوښیار سیاستوال دی ـ هغه ته ددې خبرې احساس هم دی او شاید په راتلونکي کې دواړه لیګونه (ن او ق) سره بېرته یوځایې هم شي ـ نوازشریف په دې پوهیږي چې دیو وخته پورې وکیلان او ای پي ډي ایم دده سره مرسته کولې شي نو ځکه خو د قاضیانو بحالولو ایشو کې خپل راتلونکی او بقا ویني ـ
      ددې برعکس د پاکستان مطبوعات هره ورځ د واکمن پیپلزګوند لومړې وزیر یوسف رضا ګیلاني داسي انځورونه خپروي چې نوموړې پکې فوځي جرنیلانو سره یو ځایې او په خندیدونکي موډ  کې ښودل شوی وي ـ ددې نه علاوه  د الطاف حسین او ای این پي سره ګډ ایتلاف کې دپیپلز ګوند خپل ه بقا ګڼي ـ
اوس خبره دلته ده چې وکیلان او مرورو سیاسي ګوندونه به د قاضیانو د بحالولو په موخه سرکونو ته راوځي او ښکاره خبره ده چې واکمن پیپلز ګوند او دهغوي انتظامیه به د هغوي څخه مخنیوې کوي ـ دا چې تله به دچا درنیږي او ګټه به دکوم لوري نصیب وي ددې لپاره راتلونکې څو میاشتې مهمې بلل کیږي ـ
   اوس داخبره چې کوم لورې به د اوسني افغان دولت سره ښې اړیکي ولري ـ د امریکا په فکر ولسمشر مشرف په سیمه کې ددوي د ګټو لپاره مهم شخصیت دی نو ځکه هغوی دهغه چا مرستې ته  اوږه ورلاندې کوي څوک چې د مشرف یو نه یو ډول ملاتړ کوي ـ له دې زاویې که نظر واچوو امریکایي سفیران هره ورځ د پیپلزګوند او ایم کیو ایم له مشرانو سره ملاقاتونه کوي او موخه یې هم شاید داو وي ترڅو ددې ازاد خیاله ایتلاف لاپسې قوي او پیاوړی کړي ـ  ددې نه علاوه که دبې نظیربټو تر وژنې څوساعته مخکې دکرزي سره دمیرمن بټو سره دلیدنې کتنې په شالید کې پام وکړو نو راته به مالومه شي چې افغان دولت هم د مسلیم لیګ ن په پرتله دپیپلزګوند ځواکمنتیا ته په زړه کې ګوړې     ماتوي او ددغه ازادخیاله فورم حکومت د افغانستان لپاره تېک پال ګڼي ـ
         افغان دولت غالبا مسلیم لیګ (ن ) د ضیاء الحق پاتي شوني ګڼي  او دضیاء تګلارې او تیوري د اوسني افغان دولت او په هیواد کې د بهرنیانو دوجود لپاره خطرناکه بلي ـ ګومان کیږي چې که چېرته د پیپلز ګوند د قاضیانوجنجال په سوله ایزه توګه حل کړي او خپل حکومت ته دوام وبخښي نو دابه د پاکستان په تاریخ کې لومړې ځل وي چې د پنجاب رول به مرکز کې دپخوا په نسبت کمزوری وي او همدا لامل دی چې راروان سیټ اپ به د افغانستان سربیره دننه په پاکستان کې دبلوچستان او پښتونخوا ایالتونو لپاره هم بهتر وي ـ