غــــــــــــزل

تسنیمه ! ځکه مې په سترګو کې ساتل یاران
لکه دشـــــــــګو دَ وخت لاس کې رژیدل یاران

ما به ترکومه شــــــــرنګ د زرو نه ساتل یاران
دومره په لـــــږه لـــــــــږه بیه خــــــرڅیـــدل یاران

رانه چــــــاپیره ټول د پنجــــــــوپه سرونو ولاړ
چاوې زما تـــــــر قده نه رارسیــــــــــــدل یاران

څومــــــره ناڅاپه دې سبب د تنهایۍ  وپُــښته
څه بې اختیاره مې د خُـــلې نه ووتل   "یاران"

څومـــــــره په لویو خُلو وړې وړې خبرې کوي
څومره نیمګړي ښکاري څومره مکمل یاران

دا حقیــــــقت  په    با خبره دیوالونو لیـــــکه
تسنیمه! ستـــــا په اواز  نه  راخبریدل یاران

ریاض تسنیم کراچۍ